يخې شونډې
لیکوال: سید تفسيراحمد
ژباړه : طایرځلاند
زه سټوري هوټل ته دچای څکلو په نیت دننه شوم، دکیناستلو له پاره مې دځای پېدا کولو هڅه وکړه خو یوه چوکۍ هم تشه نه وه نو له مجبورتیه زه هم په هغه کتار کې ودرېدلم چې دچای اخیستلو له پاره یې قطار جوړ کړی و، دغرمې وخت هم نزدې و فکر مې وکړ چې ترڅو زما نوبت راځي نو کومه چوکۍ به هم وزګاره شي، خو دکافی اخیستلو نه ورسته مې چې یوځل بیا دهوټل په چوکیو نظر واچوه نو یوه هم خالي نه وه
له مجبوریته مې دغرفې په څنګځني تکیه ووهله او په ولاړه مې چای څکلو باندې پېل وکړ. دلته هرډول خلک تلل راتلل. له نزدې پوهنتون ځنې محصلین ، له دفترونو نه کارکونکي او هغه خلک چې دسودا له پاره راغلي ول ټول ددمې له پاره دلته راتلل. هغه ددېوال غاړې ته په یوه چوکۍ ناسته وه او په مخ کې یې دکافي خالي ګلاس هم ايښی و. خو دهغې سترګې په مېزې پرتې پرچې باندې وې
دزلفو یو ول یې پرانګو ټالۍ وهلې ما دهغې له سترګو داوښکو څاڅکي ولیدل چې پرګلابي انګو یې لکه دشبنم ځلېدل اوچې له ګلابي انګو نه به یې خوۍ شول نو پر میز پروت کاغذ باندې به پرېوتل . ما غوښتل معلوم کړم چې پرمیز پروت کاغذ باندې څه لیکلي دي چې داسې یوه ښکلې پېغله په سرو سترګو ژړوي ، امکان لري چې ملګري یې ورسره دملاقات وعده کړي وي خواوس نه وي راغلی ؟ يایې هم دکورنې مشرانو ددې کوژده دیو بل چاسره کړي وي چې دا پرې خوښه نه وي ؟ یا امکان لري چې غریبه وي او دنورو زدکړو له پاره ورسره روپۍ نه وي او دکورنۍ له لورې ورته خالي پاکټ راغلی وي؟
زه په همدا سوچونه کول او سترګې مې په هغې خخې کړې وې چې دیو شېبې له پاره یې سترګې راپورته کړې او زما و دهغې سترګې سره وجنګېدلې او بېرته یې سترګو تې ښکته کړلې ، داڅومره غمژنې سترګې وې ، ددې سترګو په ځلا کې څومره کیسې وې ، او دبڼو په دې پرېشانۍ کې څومره درد پټ و، چې ما خپل زړه کې هم محسوس کړ
هغې یوځل بیا په خط سترګې خخې کړلې او په ګلابي ګلابي انګو یې اوښکو لیکې جوړې کړلې . هغه یو دم ودرېدله او په تېزو قدمونو له دروازې بهر شوله، زما حیرانه سترګو اوس هم دهغې څار کوه ، هغه دسرک په غاړې ودرېدله ما لا سترګو ته رپ هم نه و ورکړی چې دموټر دبریک اواز دهوش دنیا ته راوستلم، زما له لاسه پیاله پرېوتله او منډه مې کړله ترڅو چې زه ورسېدلم له هغې نه خلک راتاو ول
ما په مشکل سره په خلکو کې ترهغې لاره وکړله هغه په وینو کې لت پت پرته وه، دستي مې وویل چا امبولاینس له پاره زنګ وهلی دی
هو ؛ دچا له خولې مې واورېدل
زه له هغې سره نزدې کیناستلم او دنبض معلومولو هڅه مې وکړله خو نبض یې په ځای ولاړ و، ما دهغې دزړه درزا اورېدلو له پاره دهغې په سينه سر کېښود خو زړه یې ډیر په مزه مزه درزېده هغې یوهټکی وکړ او دزړه درزا یې هم ودرېدله
چا راباندې غږ کړ، تنفس ورکړ، ما دهغې پوزه بنده کړله په خوله مې ورته خوله کېښودله اوږدې اوږدې ساګانې مې ورکړلې بیا مې دهغې په سينه پنځلس ځلې زور وکړ، ماغوښتل زه دهغې دزړه درزا یوځل بیا واورم ، خو زړه يوې ستړۍ خاموشۍ نيولی و
ما بیا دسا ورکولو هڅه وکړله خو دهغې شونډې یخې شوې وې ، په سرک باندې هم خاموشي خوره وه ، ورسته مې پام شواو دهغې له لاسه مې خط راکش کړپه هغې خط کې لیکل شوي ول
زه له تانه بغیر ژوند نه شم کولی تاته چې کله هم داخط ورسېد نو مابه دې ستړې نړۍ سره خدای په اماني کړي وي
دهغې له دسکول ځنې په مزه مزه دموبایل ټالۍ مې ترغوږ شوله ، موبایل مې پورته کړ
هلو،
داڅه نخرې کوي زما ورسره ډیر مهم کار دی او ډیر اهم پېغام ورته لرم؛
ته څوک يې؛ ما ترې ووپوښتل
زه یې ورور یم ، نازو ته وایه چې جميل ژوندی دی ،
دهغې دکړس کړس خندا سره زما له لاسه موبایل ولید