پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه
ما ل خلکو اوریدلی
چې ماران او ښاماران ټول
دبین غږ ته راټولیږي
دبین غږ چې کله واوري
نوګډيږي او مستيږي
اوخپل ځان ترېنه هيریږي
پلاره ما له یو بینمارسره شاګرد کړه
ته خو ګورې
چې زمونږ ښار ځنګل شوی
کلی کلی بدشوی
چمنونه اغزي شوي
اوګلونه پردي شوي
له دې سيمې ځنې تللي
ځکه
ته په خپله ګورې
له دې ښار نه جوړ ځنګل دی
اوس بدل دی
اوخواره په کې ماران دي
له چڼچڼو نه بچي خوري
ده پکار ورځنې ويره
لیوني دي
سم سړي خوري
پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه
چې استاد شم
نو ددې ځنګل ماران به
دغه غټ غټ ښاماران به
ټول یو ځای لره راټول کړم
د اودې لاندې به راشي
دبين غږ به یې نشه کړي
له مستۍ نه به ګډ يږي
اوله زهرو ډک غا ښونه
د دوي ژامو نه به لويږي
اودزهرو پوکڼۍ به
بیرته وچې يې شي خولو کې
داماران او ښاماران به
په انسان بیرته بدل شي
جوړبه ښا ر بیا له څنګل شي