غزل
خالد پښتون
دوهم په تيارو کې او دشک په نيمه لاره
احساس راته اوس شوي چې يم ورک په نيمه لاره
داڅه رنګه طلب دی او داڅه رنګ لټون دی؟
ولاړه يمه حيرانه اوترک په نيمه لاره
نظر مې ليونی ليونی ګورو اخوا ديخوا
ورک شوی لکه مور نه وی هلک په نيمه لاره
خلوص دپښتنو مې دکابل سينې ته وړلو
لوټ شوی يم يارانو دبولدک په نيمه لاره
يو چا جوړې ياد کړی يم پښتونه نه پوهيږم
خوړلی مې نن بيا چې دی تيندک په نيمه لاره
14.12.2010
- طاېر ځلاند
د خوبونو د نړۍ روڼ اندى شاعر
ليک: شېرالرحمان بېتاب
د نړۍ پر مخ چې څومره قومونه ژوند کوي يا ددې نه مخکې تېرشويدي. هرقوم د خپلې ګټې، سولې، اتفاق، يوالي وحدت او د بهرنيو قومونو د سازشونو،دسېسو او ډنډورو نه د خپل قوم، ژبې، کلتور، تهذيب، او ثقافت ژغورلو لپاره مختلف صلاحيتونه او استعدادونه په ځلانګړو دندو اچوي. پر همدې اساس د نورو قومونو سازشونه، دسېسې او ډنډوري شنډوي او خپل قوم د عروج تر پولې پورې رسوي. پر دغو روڼ اندو کې...
17.12.2010
- طاېر ځلاند
پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه
ما ل خلکو اوریدلی
چې ماران او ښاماران ټول ...