اتم څپرکى
نـــېک چـــلــن
هغه څه چې د يو هېواد ټول (( اکر)) بدلوي؛هغه چې په هېوادنۍ کچه د وګړيو د ځواکمنتيا او وياړ سبب کېږي؛ هغه څه چې د قامي نېکۍ او خپلواکۍ سبب کېږي،هغه چې د لوړوالي او ستروالي سرچينه ده، هغه چې رښتيني تاج و تخت ګڼل کېږي، هغه څه چې شرافت او عزت په کې نغښتى دى. پوهېږئ څه شى دى؟ بل هېڅ هم نه دى؛ بلکې يوازې نېک چلن دى چې ددې ټولو سبب کېداى شي _ ( ټايمس)
رښتيا چې نېک چلن د ژوند لپاره د وياړتاج غوندې دى. د انسان په ټولو خويونو کې نېک چلن د ډېر لوړ مقام لرونکى دى. همدا نېک چلن دى، چې د نورو انسانانو پر زړونو واکمني کوي. څوک چې د نېک چلن څښتن وي، داسې ده لکه پوره حکمراني چې لري. نېک چلن په هر وخت کې د انسان د ستروالي او لوړتيا سبب کېږي او د ټولنې لوړوالى هم د همدې لوړوالي پورې تړلى دى. د نېک چلن زور او اغېز له دولت او پانګې څو وارې زيات دى. څومره برياوې چې د پانګې پورې تړلاي دي، هغه ټولې يوازې د نېک چلن په سبب د انسان په برخه کېداى شي.
نېک چلن د فطرت د يوې سپينې پاڼې نوم دى يا په بله وينا کله چې ټول اخلاقي صفتونه د يو غوره سرليک لاندې په يو انسان کې راټول شي، همدې ته نېک چلن وايي. نېک چلنه انسان د يوې ټولنې ضمير او وجدان ګڼل کېږي، نه يوازې د ټولنې وجدان؛ بلکې کولاى شو د ټول هېواد وجدان او ضمير يې وګڼو؛ ځکه همدا اخلاقي ځواک دى، چې پر نړۍ واکمني کوي. ناپليون وايي، چې د حيواني ځواک او ملکي ځواک په جګړه کې ملکي ځواک لس واره له حيواني ځواک څخه زورور وي.
قامي خپلواکي او پرمختګ هم همدې نېک چلن پورې تړلاى دى او هم ټول عدالتونه او انصافونه همدې پورې تړلي دي. قوانين او غوره کړنلارې د نېک چلن ښاخونه دي؛ خو نېک چلن د فطرت په تله وېشل کېږي، هر قام او هر ملت هغومره تر لاسه کوي، څومره يې چې حق لري. لکه څرنګه چې د يو کار پايله د کار په ښه والي يا ناښه والي دلالت کوي، دغه ډول نېک چلن هم د قام پر.... دلالت کوي. که يو انسان پوهه ونه لري، پانګه او دولت هم ورسره نه وي او يوازې نېک چلن ورسره وي؛ نو شونې ده، چې په ټولنه کې بريالى ژوند وکړي.
همدغه يو خوى دده د عزت او ستر والي سبب کېږي، دا مهمه نه ده، چې هغه دې په پارلمان کې وي، په بانک کې دې وي، په کور کې دې وي او يا دې هم په دوکان و بازار کې وي. کينګ [1] په ١٨٠١ز کال کې خپل يو ملګري ته څه ښه ليک ليکلى و (( زه يوازې د نېک چلن په لاره دومره ستر مقام ته راورسېدم، نور چې زما ياد وي، زه به پر بله لار لاړ نشم. که څه هم زما حرکت پر دې لاره ډېر تېز نه دى؛ خو بيا هم کوم منزل چې ما په نښه کړى، زه باوري يم، چې همدا لار ورته ورغلې ده. ))
موږ د هوښيارو وګړيو يوازې ستاينه کولاى شو؛ خو پر يو چا د باور او اعتماد لپاره نور څه پکار دي. لارډسل ليکي (( هوښياران يوازې نظر اخلي او نېک چلنه وګړي بيا عمل هم پرې کوي )) د نېک چلن د دومره اهميت او اغېز لپاره د فرانسوي هارنر ژوندليک هم د غور وړ دي. دده په اړه سدني اسمتهـ ليکلي: کوم لس احکام چې پر حضرت موسى عليه السلام نازل شوي وو، د هارنر پر تندي ليک دي.
دى په اته دېرش کلنۍ کې مړ شو؛ خو په دې عمر کې يې ټول وګړي ستايونکي او مننونکي وو. ټولو ورسره مينه درلوده او ټولو پرې باور درلود. پارلمان د هېچا پر مړينه دومره ژور خپګان نه و ښکاره کړى، لکه دده پر مړينه يې چې ښکاره کړ. ما چې له هر ځوان څخه پوښتلي چې دومره پرمختګ يې څرنګه وکړ؟ آيا پلار يې کوم لوړ پوړى چارواکى و؟ نه، هغه د يو عادي انسان زوى و. آيا د پانګې په وجه؟ نه، ځکه هغوى د خپل لګښت نه اضافه يوه انه هم نه درلوده، ښه نو په کوم دفتر کې د دندې تر سره کولو په سبب يې دومره پرمختګ وکړ؟ نه هغه په ټول ژوند کې يوه ورځ هم دنده نه ده تر سره کړې. آيا هغه ډېر ذهين و؟ نه دومره ذهين هم نه و. آيا د خولې فصاحت يې درلود، نه دايې هم نه درلود؛ نو د پرمختګ لامل يې؟؟؟ يوازينى لامل يې سپېڅلتيا او رښتيا ويل و.
آيا که تاسې هم وغواړئ، دغه ډول خوى په ځان کې پيدا کړئ، وبه نشئ کولاى؟ ولې نه، دا خو دومره ستونزمنه خبر نه ده. يوازينۍ لاره يې نېک چلن دى. هارنر هم له همدې لارې ځان د عوامو مجلس ته ورسوه، د هغه په اړه به وګړيو ويل (( بېشکه هارنر ددې زبادولو ته پيداشوى، چې که منځنۍ درجه وړتيا له نېک چلن سره يو ځاى شي، هر څه کېدل شوني دي ))
فرنکلن ليکي (( ما چې دومره پرمختګ کړى دى، ددې وجه وړتيا نه ده، بلکې يوازينۍ لامل يې رښتينولي ده. که څه هم د وينا پرمهال به زما ژبه بندېده او روان به نشوم غږېداى؛ خو بيا مې هم د وګړيو په زړونو کې دومره ځاى پيدا کړ، چې کله به غږېدم؛ نو وګړي به ورته غوږ غوږ وو.
لکه څرنګه چې پوهه يو ډول زور لري، دغه ډول نېک چلن هم يو ځانګړى زور لري. دماغ له زړه پرته، ذهانت له نېک چلن پرته او چالاکي بې له نېکۍ څخه هېڅ نه پکارېږي.
پر ځان باور و ويسا يو داسې ستر ځواک دى، چې هېڅ يې هم په مخه کې نشي ودرېداى. هغوى چې دا ځواک لري، کولاى شي، چې د نېکيو په واسطه د بديو مخه ونيسي او ځان ترې وژغوري. کله چې سټېفن د هغه وژونکيو ونيو؛ نو ترې يې وپوښتل، چې وايه، اوس ستا هغه کلا چېرې ده، چې ته به په کې له موږ نه پټ وې؟ هغه ورته په خپل زړه لاس کېښود او ورته يې وويل: دغه ده. پر دغسې مهال د سترو وګړيو ستر صفتونه راښکاره کېږي او پر دې مهال د هغوى ټوله بروسه پر خپلې رښتينولۍ وي.
د لارډ ارسکاين [2] دا وينا ددې وړتيا لري، چې هرڅوک يې د خپل زړه په تخته وليکي. هغه وايي (( په ځوانۍ کې زما خوى دا و، چې کوم کار به مې کاوه، نو لومړى به مې د هغه په اړه له خپل ضمير څخه پوښتنه کوله، هغه به يې چې د کولو اجازه راکړه، بيا به مې کاوه او تر هغې به مې چې پاى ته نه و رسولاى نه به مې پرېښود. دا روزنه ماته په ماشومتوب کې راکړل شوې وه؛ خو تر زړښته مې په ځان کې همداسې وساتله. همدا لامل و، چې په ټول ژوند کې بيا له ارمان سره مخ نه شوم. زما د ټولو پرمختګونو سبب همدغه خوى و. زه اوس ټولو ځوانانو ته ددې لارښوونه کوم، چې په ځان کې دې ما غوندې خوى پيدا کړي))
د ژوند ستره موخه همداده، چې انسان خپل کړه وړه ښه کړي. په دې اړه چې انسان څومره هڅه کوي، حوصله يې لوړېږي او د نارينه وو خيالونه ورته پيدا کېږي. ډېرى پوهان په دې اند دي، چې انسان بايد لوړې موخې ولري، که څه هم پايله يې ستونزمنه وي.
ډرزيلي وايي (( هغه ځوان چې پورته نه ګوري؛ نو له ټيټو ځايونو څخه پرته به بل هېڅ هم ورته ښکاره نشي. هغه مرغان چې د پورته الوتلو فکر ورسره نه وي؛ نو په ځمکه له منډو وهلو پرته به يې بل هېڅ هم نه وي زده. هغه ځوان چې د لوړتيا فکر کوي، که تر اسمانه ونه رسي؛ نو نږدې کېږي خو ورته خامخا. هغه وګړي چې د برياليتوب او پرمختګ هيله په زړه کې لري، که بريالي نه شي او پرمختګ ونه کړي؛ نو وروسته هم نشي پاتې کېدلاى. )) په هر کار او هرې وينا کې رښتينواله د نېک چلن بنسټ دى. ډيوک اف ولنګټن چې د لارډانو په مجلس کې د رابرټ په اړه څه ويلي، د يادونې وړ ده. هغه ويلي (( زه او رابرټ ډېر وخت په يو دفتر کې پاتې شوي يوو، ما چې هغه څومره پېژندلاى، د يو رښتيني، عادل او هېوادپال انسان په څېر مې پېژندلاى دى. ما ټول عمر د هغه پر ژبه درواغ نه دي ليدلي او نه مې ترې داسې څه اورېدلي چې هغه دې په کې په حق سترګې پټي کړي وي. زه چې څومره فکر کوم، د هغه د ټولو پرمختګونو لامل همدغه يو شى و ))
د درواغو او رښتياوو اغېز چې څرنګه په ويناوو کې وي، دغه ډول په کړنو کې هم وي. انسان ته پکار دي، چې څرنګه ځان ښيي، هماغسې شي هم، همدغه ستر لامل دى، چې انسان پرې د خپل ځان عزت او د نورو عزت کولاى شي. شونې ده، چې انسان دې په چالاکۍ کې کله دوکه هم شي؛ خو په رښتينولۍ داسې هېڅ نه دي شوي چې د يو رښتيني انسان کړه وړه دې د هغه له وينا سره توپير ولري. درواغجن که يو ځل په دروغو مشهور شو، که بيا رښتيا هم ووايي؛ نو خلک يې درواغ ګڼي.
نېک چلنه انسان ته پکار دي، چې د لمر غوندې پټ و ښکاره، په کور کې او دباندې يو شان وځليږي. يو مهال له يو هوښيار ځوان نه وپوښتل شول، چې تا ولې هغه شفتالو پټ نه کړ، هلته خوهيڅوک هم نه و؟ نو هغه يې په ځواب کې وويل (( هلته تر ټولو ښه ليدونکى زه خپله وم، ما نه غوښتل چې ځان خپل ځان ته کم راولم ))
په دې کيسه کې د وجدان او ضمير ځواک ډېر ښه معلوميږي. ښه خبره داده، چې انسان د ژوند په ټولو چارو کې د خپل وجدان مشورې ته هم غوږ کېږدي. ډېرى ځل په ډېر عادي ښويېدو سره انسان د ذلت داسې ژورې کندې ته وليږي، چې بيا يې ټول عمر ترې راوتل ستونزمن وي. که څه هم دى به د نورو وګړيو په مخ کې ښه قدر و عزت ولري؛ خو دا چې خپل وجدان ته ملامته او ټيټ سترګى وي؛ نو کله چې يوازې کېږي؛ له هغه به شرمېږي او ځوريږي. د نېک چلنۍ لپاره ښه مشاور ستاسې خپل وجدان دى. انسان بايد ځان کې دا خوى پيدا کړي او په اصطلاح بايد له خپل وجدان سره انډيوالي پيل کړي. په انسان کې له خوى و عادت پرته بل څه ځواکمن نشته. مى ټيس ټيسو [3] د خوى او عادت دومره مننونکى و، چې د هغه په نظر انسان خپله له خويونو او عادتونو جوړ دى. د هغه په نظر د انسان نيکي او بدي هم د عادتونو او خويونو پايلې دي. بټلر [4] وايي (( انسان ته پکار دي، چې له خپل ځانه زده کړه وکړي او له حرص څخه ځان وژغوري، که انسان هڅه وکړي او په نېکۍ کولو ځان عادت کړي؛ نو بيا به ورته د نېکۍ کول داسې اسان وي،
لکه څرنګه چې لومړى ورته بدي کول اسان و. ))
لکه څرنګه چې په مسلسل ډول د يو کار په کولو سره بدن بلديږي، دغسې په زيات تمرين سره اروايي ځواک هم په نېکيو روږدى کېږي او تر دې، چې رښتينولي، انصاف او سخاوت بيا د هغه عادتونه ګرځي او له پخوانيو ټولو بديو به يې کرکه کېږي. له بدو خويونو د ژغورولو لپاره غوره داده، چې انسان په ځان کې نېک او ښه خويونه وروزي. انسان ته پکار دي، چې پر خپلو ټولو تېروتنو پوره پام ولري، هڅه بايد وکړي، چې يوه عادي تېروتنه هم ترې ونشي؛ ځکه د يوې تېروتنې کول بلې ته لار پرانېزي. د يو پوه وينا ده، چې ښه خويونه د مرغلرو امېل غوندې دي، که يو ځل يې لړ وشلېد؛ نو بيا يو د بل پسې ټول له منځه ځي. کله چې عادت او خوى نېک او ښه وي؛ نو د انسان شخصيت هم پرې نېک او ښه ښکاري، د نورو په نظرونو کې خامخا ځانته يو ځانګړى ځاى پيدا کوي.
دا چې موږ وايو، انسان بايد ډېره زده کړه له خپل ځانه وکړي، يا انسان بايد زيارکښ وي، يا هم رښتينى وي، دا ټول يوازې خيالونه نه دي؛ بلکې همدغه عادتونه او خويونه دي، چې په تمرين سره شونې ده په يو انسان کې راپيدا شي. دې کې شک نشته، چې الله تعالى موږ خپلواک پيدا کړي يوو؛ خو زموږ خپلواکي زموږ د ځينو خويونو په واسطه تر ګواښ لاندې ده. موږ چې په کوم ځنځير خپل ځانونه تړلي، هغه د برخليک نه ډېر کلک او قوي دى، موږ نشو کولاى له دې ځنځير نه په هېڅ ډول ځان وژغورو.
تر ټولو غوره داده، چې موږ خپل ماشومان په ماشومتوب کې نېکۍ کولو باندې روږدي کړو؛ ځکه څه چې ماشومان په ماشومتوب کې زده کړي، هغه بيا تر مرګه ترې نشي هېرېداى. که تاسې د يو واړه بوټي پر تنې يودوه توري وليکئ او بيا ورته په پام کې اوسئ؛ نو بوټى چې څومره غټيږي، هغه دوه توري به هم هماغسې پرې پاتې وي. لارډکولنګ اوډ [5] يو مهال يو ځوان ته وويل، چې د شل _ پينځه ويشت کلنۍ عمر کې بايد داسې خويونه خپل کړې، چې په وروستي ټول ژوند کې يې بيا بدلولو ته اړتيا پېښه نشي؛ ځکه د زده کړل شويو هېرول ډېر ستونزمن وي. يو يوناني د موسيقۍ استاد ته به چې کله د بل استاد شاګرد د موسيقۍ زده کړې لپاره راغى؛ نوهغه به ترې دوه چنده فيس اخيست؛ ځکه هغه به ويل، زه اړ يم، چې له ده سره دوه چنده زيار وګالم؛ ځکه يو خو بايد د پخواني استاد ورزده کړې موسيقي ترې هېره کړم او بل خپله نوې موسيقي هم بايد ورزده کړم.
رښتيا چې د بدو خويونو پرېښودل له غاښ ايستلو نه ډېر ستونزمن وي. انسان ته پکار دي، چې څومره وسه يې کېږي، په نېکو خويونو ځان روږدى کړي او له بدو خويونو څخه ځان وژغوري. ځينې پوهان خويونو او عادتونو ته دومره قايل دي، چې هغوى خوښي او خپګان هم عادتونه ګڼي. هغوى وايي، د ډېرو وګړيو خوى دا وي، چې هر څه ته له يو ښه لوري ګوري؛ نو د خوښۍ سبب يې کېږي؛ خو له بدمرغه په ټولنه کې ځينې داسې وګړي هم شته، چې هر څه ته له يو داسې لوري ګوري، چې د ځان د ناخوښۍ سبب يې ګرځي، دا ډول وګړي داسې فکر کوي، چې د نړۍ هره هستي او هره کړنه دده پر خلاف ده. هر څه او هرڅوک دده پر ضد دي او غواړي ده ته په يو نه يو ډول خپګان ورسوي. جانسن ليکي، يو شى يا يوه کړنه له يو ښه لوري ليدل پر همدغه شېبه له زرو روپيو ګټې نه غوره ده. دې کې شک نشته، چې په موږ کې دا متره شته، چې په ډېرو وړو وړو خبرو خپله اروا خوشحاله کړو او هم شونې ده په ډېر عادي ډول ډېر پرمختګ وکړو. که د انسان د خپګان او غم لاملونه ولټول شي؛ نو ډېرى وګړي هسې خوشې په خوشې خپه او غمجن وي. د نورو لپاره خو په هر حال؛ خو د ځوانانو لپاره دا ډېره مهمه ده، چې د غم او ناخوښۍ له دايرې راووځي او په ټولنه کې خوښ او خوشحاله ژوند وکړي.
لکه څرنګه چې موږ د کوټې د دروازې له وړو درزونو څخه پوهېدلاى شو، چې شپه تللې او ورځ راغلې؛ همدغه ډول د ډېرو وړو او عادي خبرو په واسطه زموږ ښه والى او ناښه والى هم معلومېداى شي، چې موږ ښه يوو او که ....؟ ددې لپاره چې موږ په ټولنه کې ځانونه ښه ثابت کړو، پکار ده، چې له نورو سره نېک چلن ولرو او هر وخت ښه غبرګون وښيوو.
له لوړ_ ټيټ او برابر پوړوګړيو سره بايد يو ډول چلن ولرو. نېک او ښه چلن کول د انسان د خوښۍ سبب کېږي. که يو څوک مفلس وي او د پانګوالو غوندې وګړيو ته پيسې خيرات نشي ورکولاى؛ نو دا خو شونې ده، چې خپل نېک او ښه اخلاق پر وګړيو وويشي. دا منل شوې چې په ټولنه کې پر نېکو اخلاقو وګړي داسې راټوليږي، لکه پتنګان چې په شمعې راټوليږي. دى به له ځانه خبر هم نه وي؛ خو په هر زړه کې به ورته يوښکلى کور جوړ وي، دى به له ځانه خبر هم نه وي؛ خو ډېر وګړي به پرې ناليدلي مين وي. تاسې به په خپله ټولنه کې د دا ډول وګړيو بېلګې ډېرې ليدلي وي، پوهېږئ به چې هغوى چاته هېڅ هم نه دي ورکړي، يوازې د خپلو شونډو پر سر نرۍ موسکا يې تر وګړيو ځار کړې، زموږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هم ويلي دي، چې (( موسکا صدقه ده )) پښتو ژباړن.
يوه اغلې ليکي (( ما يو ځل يوې غريبې نجلۍ ته په مينه وکتل، همدې يو ځل کتو پرې دومره اغېز وکړ، چې په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. )) زه تاسې ته وايم، آيا تاسې ته هره ورځ دا موقع نه برابرېږي، چې يوازې يو چاته په مينه کتلو د هغه يا هغې زړه لاسته راوړئ؟ خو حيف پر دې چې موږ له دغسې موقعو ګټه نه اخلو، پر دې هم پوهېږو، چې په ښه اخلاق کولوله موږ څخه څه مصرفيږي هم نه؛ بلکې کولاى شو، چې ډېر څه پرې واخلو. که موږ ووايو، چې تر ټولو ارزښتمن او ارزانه شى کوم دى؟ ځواب به خامخا همدا وي، چې (( ښه اخلاق، نېک چلن او تر ټولو ارزانه موسکا ))
که پر يو چا هر څومره ښه او ګټور کار په زور او جبر ترسره شي، د هغه د خوښۍ سبب به ونه ګرځي. د افسوس خبره خو داده، چې زموږ په ټولنه کې ډېر داسې وګړي هم اوسي او شته، چې پر خپل تريو تندي او خوى باندې ناز هم کوي، که دا ډول وګړي هر څومر نېکان وي، بيا هم ناشونې ده، چې په ټولنه کې دې پينځه ملګري ولري. هغوى چې ټول عمر زړه ماتوونکې خبرې کوي، د پرمختګ او نوښت فکر ورسره نه وي؛ هيڅوک نه غواړي چې ورسره ناسته ولاړه وکړي.
يوه خبره چې دلته هېره نشي، هغه دا چې ډېرى وګړي داسې هم شته، چې په خپلو ښو اخلاقو يې هر څه له لاسه ورکړي وي. داسې هم ښه نه وي؛ ځکه ويل کېږي (( خيرالامور اوسط ها )) يا (( مه دومره خوږېږه، چې څوک دې وخوري او مه دومره ترېخېږه، چې څوک دې له خولې وغورځوي )) د نورو د خيالونو او نظريو قدر کول هم په ښو اخلاقو کې راځي. ځينې وګړي چې پوى شي، څوک يې له نظريې سره جوړ نه دى؛ نو دومره دردېږي او دومره غوسه کوي، چې د ځان او نورو د خپګان سبب کېږي. که څه هم د نظرونو اختلاف د انسانانو د بېلابېلو طبعو او خوښو څرګندونه کوي؛ خو اختلاف هم بايد په يو دليل وي، نه دا چې وچ په وچه اختلاف؛ ځکه وچ په وچه اختلاف د ځان د زړه خوړلو سبب کېږي.
ښه اخلاق او نېک خوى يوازې په لوړ پوړيو وګړيو کې نه وي؛ بلکې ډېرى غريب وګړي هم داسې شته، چې په نېکۍ او ښو اخلاقو کې خپله بله بېلګه نه لري. چارلس وليم او ګرينټ چې د سکاټلينډ د ورنس ښار اوسېدونکي وو، دوى دواړه پلار و زوى سخت غريبان کروندګر وو. ډېره لږه ځمکه يې درلوده؛ خو هغه هم د درياب پر غاړه وه. يو مهال درياب راپورته شو او د دوى د ژوند يوازينۍ اسره يې له ځانه سره وېوړه. دوى دواړه پلار و زوى په ډېر سخت خپګان کې مزدورۍ پسې ووتل. کله چې د لنکاشاير ښار ته نږدې شول، نه پوهېدل چې اوس کومه خوا لاړ شي، هلته په يوې غونډۍ وختل، شاوخوا يې وکتل، لکه هر لورى چې ورته بلنه ورکوي؛ خو دوى هېڅ پرېکړه هم نشوه کولاى.
دلته يې يو لرګى پورته کړ او ويې ويل، چې هر لور ته ولوېد، بايد هماغه لور ته حرکت وکړو. لرګى چې پر ځمکه کوم لور ته ولوېد، دوى هماغه لور ته لاړل او د لږ مزل کولو وروسته د رام بوتهن په نوم يوې سيمې ته ورسېدل. هلته دواړو په يوې چاپخونې کې کار پيل کړ. په دې کار کې دوى دومره زيار ګاله، چې د چاپخونې د څښتن پام يې ځان ته را واړوه. همدا لامل شو چې دوى ورو ورو پرمختګ وکړ او يو مهال د دومره پانګې څښتنان شول، چې ښوونځي او عبادت ځايونه يې په خپلو شخصي پيسو جوړ کړل. په زرګونو اړو انسانانو ته يې د مرستې لاسونه ورکړل او له لوېدلي ژونده يې راپورته کړل. هغه ځاى چې دوى لرګى په کې پورته اچولى و، هلته يې يو په زړه پورې يادګاري مينار په خپل نوم جوړ کړ.
يو مهال يو سوداګر، چې د دوى پرمختګ سره يې رخه درلوده، د دوى پر ضد يوه رساله چاپ کړه، کله چې رساله ګرينټ ته ورسېده؛ نو ويې ويل، چې ددې ليکونکى به آخر پوى شي. دده له دې خبرې چې کله سوداګر خبر شو؛ نو ويې ويل (( هغه خپلې پانګې مغرور کړى دى، فکر به کوي، چې يو مهال به زه هغه ته اړ شم او پور به ترې واخلم؛ خو داسې به هېڅ ونه شي ))
يو مهال رښتيا هم داسې راغى، چې هغه سوداګر مفلس شو او کارخانه يې ودرېده، د کارخانې د اعتبار لپاره اړ و، چې د يوې باوري کارخانې تصديقپاڼه تر لاسه کړي؛ خو د ګرينټ له کارخانې پرته بله داسې کارخانه هغه لپاره نه وه. هغه شرمېده، چې ګرينټ ته ددې خبرې لپاره ورشي؛ خو اخر يې دوستانو مجبور کړ؛ ګرينټ ته ورغى، خپله ټوله کيسه يې ورته وکړه؛ بيا يې ترې د تصديقپاڼې غوښتنه وکړه. هغه ترې وپوښتل (( وروره! هغه رساله تا چاپ کړې وه؟ )) دې پوښتنې سره سوداګر سخت حيران شو، رنګ يې سپين وتښتېد، فکر يې وکړ چې ټولې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې؛ خو ګرينټ ورته وويل دا زما خوى دى، چې هر وخت د نېکو وګړيو کاروبار تصديقوم، دا چې ته هم يو نېک سوداګر يې؛ نو ځکه درته دا تصديق درکوم.
بيا يې ورته وويل (( زه په خپلې هغې وړاندوينې سخت افسوس کوم؛ خو دا درته وايم، چې هغه ما دې لپاره نه وه کړې، چې زما دې ستا بده ورځ غوښتله ما دې لپاره ويلي و، چې يو مهال به ته په دې پوى شې او بيا به دې په خپلې دې کړنې سخت پښېمانه يې. سوداګر په دې خبرو دومره خفه شو، چې له سترګو يې اوښکې روانې شوې. ګرنېټ ترې وپوښتل خير دى، اوس وايه چې د کاروبار دې څه حال دى؟ هغه ورته وويل، قرضداران خو پرېږده؛ د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره هم څه نه لرم. ګرنېټ ورسره يو څه نغدي مرسته هم وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې الله تعالى مهربان دى، پر هغه باور لره. کله چې هغه سوداګر له ګرنېټ څخه رخصت شو؛ نو د ماشومانو غوندې يې په چيغو چيغو ژړل.
نېک انسان هغه دى، چې د ښه خوى خاوند وي. هغه انسان نېک دى، چې په غم، کړاو او خپګان کې هم نېک او ښه اوسي. رښتينواله د نېکۍ ستن ده. نېک او رښتيني انسان سره هر وخت د خپل عزت او شخصيت خيال وي. هغه چې هر قدم اخلي له خپل وجدان سره پرې مشوره کوي. هغه ټول عمر د خپل وجدان لارښوونې په پام کې نيسي. همدا وجه ده، چې پر هغه د نورو عزت او شخصيت هم ګران وي.
د هغه په اند په نوم انسان د قدر او عزت وړ وي. هغه هڅه کوي، چې کوم ناوړه کار ترې ونشي. رښتينواله د هغه قانون وي، هغه چې (هو) وکړي؛ نو (هو) يې قانون وي او چې کله (نه) وکړي؛ نو (نه) يې قانون وي. هغه بياد خپلې وينا پر خلاف هېڅ هم نه کوي. دا ډول وګړيو ته پيسې او رشوت هېڅ اهميت نه لري.
د ميسور له فتحې وروسته د ختيځ هندوستان کمپنۍ لس لکه روپۍ مارکويئز ولزلي ته د انعام په ډول ومنلې؛ خو هغه رد کړې او ويې ويل، چې زه داسې انعام هېڅکله نه غواړم، چې زما د پوځ او سرتېرو له وينو جوړ وي. چارس نپير د سندهـ د فتحې پر مهال له نوابانو څخه په لکونو روپۍ تر لاسه کولاى شوې؛ خو هغه يوه روپۍ هم وانخيسته.
دې کې شک نشته، چې هغه مفلس چې زړه يې غني وي، د هغه غني څخه چې زړه يې مفلس وي په لسګونو ځله غوره دى. سينټ پال وايي (( يو سره هېڅ هم نه وي، هر څه لري؛ خو ځينو سره هر څه وي؛ خو هېڅ هم نه لري )) په دې مانا چې يو سره هيلې وي او وېره ورسره نه وي او بل سره هيله نه وي او ويره ورسره وي. ځينې وګړي داسې دي، چې که د ژوند ټول وسايل له لاسه ورکړي؛ خو چې يوازې هيلې ورته پاتې وي؛ نو داسې فکر کوي لکه هر څه چې لري.
نېکان وګړي په لسګونو ډوله ازمايل کېږي، يو ډول ازميښت يې دادى، چې هغه خپل اختيارات په لاس لاندې وګړيو څرنګه چلوي؟ هغه له خپلې ښځې او اولادونو سره څرنګه چلن کوي؟ که هغه لوړپوړى دولتي مامور وي؛ نو له خپلو لاس لاندې مامورينو سره څرنګه چلن کوي؟ که سوداګر وي؛ نو له خپلو مزدورانو او لاس لاندې کارکوونکيو سره څرنګه چلن کوي؟ او که ښوونکى وي؛ نو له خپلو زده کوونکيو سره څه ډول چلن کوي؟
په دغو حالتو کې که انسان له عقل، عفوې او رحم نه کار واخلي؛ نو بس همدغه نيکي ده. څوک چې بېکسه او غريب وګړي ځوروي، هغوى ته په يو نه يو ډول درد رسوي، دا ډول وګړي نېکان نه وي. د ديو غوندې ځواک لرل ښه دي؛ خو هغسې يې کارول ښه نه دي. د نېکۍ لپاره زړه سوى تر ټولو مهم ازمېښت دى. نېکان ډېر ځله د ځان په غم کې دومره نه وي، لکه څومره چې د نورو په غم کې وي.
والټرسکاټ د لارډ لوتهين يوازې دومره ستاينه کړې (( لارډ ددې وړتيا لري، چې انسان يې احسانمن شي. په دې مانا چې هغه پر چا احسان نه کوي.)) که دې خبرې ته غور وشي؛ نو تر ټولو ستره ستاينه همدا ده. فولر نېک انسان داسې تعريف کړى (( هغه چې له بدکاريو پاک، په کاروبار کې منځګړى، د يوې خبرې خاوند، په لاس لاندې وګړيو مهربان، خپلواک او زيارکښ او په سترو چارو کې زړور او هڅاند وي. نېک انسان دى. ))
الله دې وکړي، چې زموږ د ټولنې نېکانو کې هم دغه ټول صفتونه شتون ولري.
پاى
هجرت الله اختیار
٣٠_ لړم _ ١٣٨٧لمريز
کابل، قواى مرکز_ نجيب زراب مارکېټ