اووم څپرکى

نمونه او بېلګه

عمل ډېر ستر ښوونکى دى، که څه هم خپله له خبرو کولو محروم دى. له وييونو د عمل اغېز ډېر وي. لارښوونه يوازې سړي ته لاره ښيي؛ خوعمل دا دى، چې انسان لارښوونې ته عملي جامه واغوندي او ګټه ترې واخلي. يوازې لارښوونه هېڅ ارزښت نه لري؛ تر څو چې څوک هغه ته عملي جامه وانه غوندي، هېڅ اغېزنه لري. دا مشهوره مقوله پر خپل ځاى بيخي سمه ده، چې (( انظر الى ما قال ولا تنظر الى من قال _ يانې دې ته  ګورئ چې څه وايي او دې ته مه ګورئ چې څوک يې وايي؟ ))

که له سمې خبرې سره عمل هم يو ځاى وي او عمل کې داخلاص ونډه هم وي؛ خامخا به پر نورو اغېز ولري. موږ چې څومره زده کړه په سترګو کوو، په غوږو هومره نشو کولاى. څه چې په سترګو ګورو، د هغې اغېز له دې ډېر دى، چې په غوږونو يې اورو يا يې هم په کتابونو کې لولو. په ماشومتوب کې هم چې انسان څه زده کوي، په سترګو يې زده کوي. ماشومان چې څه وګوري، بې له دې چې  پرې پوى شي، تقليد يې کوي او په دې ډول ورو ورو د هغوى غوندې کېږي. د ماشومانو بېلګه کټ مټ هغو ژونديو موجوداتو غوندې ده، چې په کوم چاپېريال کې راشنه کېږي، د هماغه چاپېريال رنګ و بوى اخلي؛ نو په دې پار د ماشومانو لپاره بايد د کور او زده کړې چاپېريال ډېر برابر او موزون وي. که د ښوونځي لوست هر څومره ښه وي؛ خو بيا هم څه چې يو ماشوم په کور کې زده کوي، په ښوونځي کې يې نشي زده کولاى. ډېرى وخت د کور زده کړه په بېرونيو زده کړو باندې غالبه وي. که په دې اړه لږ غور وشي؛ نو سړى ويلاى شي، چې قامونه په زانګوګانو کې روزل شوي دي، نه په ښوونځيو کې.

ډېرى واړه واړه کارونه هم دومره اغېزمن وي، چې غټې پايلې ترې ترلاسه کېږي. ځينې مهال يوازې د اشارې اغېز د کاڼې کرښې غوندې هېڅ له منځه نه ځي. ويسټ [1] ليکي (( ما په ماشومتوب کې يو ځل ډېره زياته خواري وکړه او يو انځور مې وکېښ، دا انځور ماته ډېر ګران او ښکلى ښکارېده. په منډه مې خپلې مور ته وېوړ، مور مې چې وليد، ورته موسکۍ شوه، په ډېرې خوښۍ يې زه ښکل کړم. د همدې ښکلولو اغېز و، چې له ما څخه يو ستر انځورګر جوړ شو ))

دې کې شک نشته که مورګانې لوستې وي او پر دغسې مهال ماشومانو ته ناز ورکړي، د هغوى حوصله لوړه کړي او  په بېځايه نازونو ماشومان خراب نه کړي؛ نو هېواد به ډېر پرمختګ وکړي. په ماشومتوب کې دغسې وړې وړې خبرې په ځوانۍ کې ستر اغېز ښندي. د ځوانۍ خوښي يا خواشيني د ماشومتوب دغه ډول وړو وړو خبرو پورې تړلي وي.

په نړۍ کې چې څومره ستر شخصيتونه رامنځته شوي، چې اوس يې ټولو انسانانو ته ګټه رسي، چې اوس يې هم د نېکيو اغېز له منځه نه تلونکى دى. ټول د داسې مورګانو په غېږو کې روزل شوي، چې لوستې او هوښيارې وې. که لاندې تاريخي پېښې ته لږ غور وشي؛ نو ترې زبادېږي، چې د مورګانو لپاره زده کړه څومره مهمه ده.لينګ ډيل [2] ليکي (( څومره نصيحت اولارښوونې مې چې ماته مور کړي، که د نړۍ ټولو لارښوونو سره يې پرتله کړي، هغه يې د پښو خاورو ته هم نه رسي. )) رښتيا هم که مور و پلار له زړه نه وغواړي، چې اولاد دې يې نېک او صالح وي؛ نو ښايي دې لپاره يوازې دوى خپل اخلاق او کړنې ښې کړي، همدا ورته کفايت کوي.

د انسان يوه کړنه او يو خيال هم داسې نه دى، چې يوه پايله ونه لري. ښه او بد دواړه کړنې تل ژوندۍ پاتې کېږي او هر وخت خپل اغېز لرلاى شي. سمه ده، چې موږ به يې په سترګو دم ساعت ونه وينو؛ خو اغېز خامخا لري. څوک دا دعوه نشي کولاى، چې زما کړنه يا وينا پر چا اغېز نه کوي. دا ټول کاينات له يو بله بېل نه دي، ټول له يو بل سره په يو زنځير تړلي دي، يو بل ته اړ دي. هر انسان په خپلو نېکيو او بديو د نړۍ د نيکيو او بديو شمېر زياتوي. لکه څرنګه چې د پخوانيو وګړيوکړنې او ويناوې پر موږ اغېزمنې دي، همدغه ډول زموږ کړنې او ويناوې په راتلونکيو نسلونو هم اغېز ښندلاى شي. انسان يو داسې موجود دى، چې د سلګونو پېړو په تېرېدو سره دې اکر ته رسېدلاى. په زرګونو کلونو د نړۍ قامونو د يو بل په اوږو لاسونه ايښي، چې اوس پر پښو ودرېدلي دي. اوسني قامونه به هم دغه مقناطيسي سلسله همداسې تړلې نورو قامونو پورې رسوي. په دې نړۍ کې د هېچا کړنه له منځه نه ځي. هو دومره شونې ده، چې شخص دې په خپله له منځه لاړ شي، خو کړنې او ويناوې يې _ هغه که ښي وي که بدې _ هر وخت خپل اغېز لرلاى شي.

(( نوشيروان پاچا که څه هم اوس مړ دى؛ خو کيسو يې نوم ژوندى کړى ))

که موږ پورتنۍ خبرې ته لږ ځير شو؛ نو ټول څه په کې راټول شوي دي. دغه ډول خبرو او شعرونو ته له ځير کېدا وروسته سړى په خپلو نېکو کړنو خوښيږي او په بدو هغو خفه کېږي. بيج [3] ليکي (( ددې نړۍ په ذرې ذرې د انسان د نېکيو او بديو اغېز شتون لري او همېشه به پاتې وي. دا هوا يو کتابتون دى، چې په کې د هر انسان خبرې ليکل شوي او ايښي دي. هغه ټولې ژمنې چې پوره شوي نه دي، دلته ساتل شوي دي. هغه ټولې سختې او زړه بدوونکې خبرې، هغه ټولې کنځاوې په دې کې شتون لري. د قرآن کريم د ق سورت ١٨ ايت کې هم راغلي دي (( ژباړه: انسان چې څومره خبرې له خولې راباسي، د هغو ټولو يو هوښيار ساتونکى شتون لري )) اردو ژباړن.

يوازې هوا نه؛ بلکې ځمکه، سمندر او هر څه د انسان د کړنو او خيالاتو تاريخ ليکونکي دي. نويو څېړنو دا هر څه زباد کړل، چې د انسان يو خوځښت هم له منځه نه ځي.د جرثقيل له پوهې زباديږي، چې هر وژونکى په سلګونو شاهدان لري. د وژنې پر مهال چې هغه څه ډول حرکت کړي وي، څه ډول يې لاس و پښې خوځولي وي، دا ټول ثابت پاتې کېږي.

لنډه دا چې موږ هر کار کوو، هر څه وايوو، هر حرکت کوو، کومه خبره چې اورو، دا بې اغېزې نه دي او ددې اغېز يوازې پر موږ نه؛ بلکې ټول قام په خپل رنګ کې رنګوي. هو دا هم شونې ده، چې موږ دې د هغې د رنګ په ترکيب پوه نه يوو؛ خو بيا هم مهمه ده، چې وګړيو ته حقيقت چې څه ډول وي، هغسې وړاندې کړو. تل داسې خيالونو ته په ذهن کې ځاى ورکړو، چې ګټور وي تل د کار خبرې وکړو؛ نه بېکاره. ټول عمر داسې کارونه تر سره کړو، چې وګړي يې په ليدو پند واخلي.

انسان چې هر څومره غريب او د وګړيو په نظر کې کم وي؛ خو که ځان ورسوي؛ نو د وګړيو په نظر کې به يوه ورځ خامخا قدرمن او محترم شي. رڼا چې هر ځاى کې وي، وړانګې يې څلورو خواوو ته خپريږي او ايساريږي نه. که نېک چلنه سړى د آسمان ستورى شي او که په يوې خوارې جونګړې کې واوسي، ټول انسانان به خامخا ترې اغېزمن کېږي.

ژوند بايد په داسې نېکو کړنو کې تېر شي، چې د سړي له مرګه وروسته يې وارثين پرې ووياړي. نه چې وارثين يې په نوم اخيستلو هم وشرمېږي او له ځان سره ووايي، چې کاشکې مې له ده سره تړاو نه لرلاى. هغه به څومره نېکمرغه ځوان وي، چې د انګلستان مشهور شاعر يورپ غوندې ووايي (( الحمدالله زما مور و پلار داسې کوم کار نه دى کړاى، چې زه دې يې په يادولو وشرمېږم او الحمدالله ما هم داسې کوم کار نه دى کړاى، چې هغوى يې واوري او په سترګو کې يې اوښکې راشي. ))

اغلې چس هالم [4] د ځان د برياليتوب په اړه داسې ليکي (( کله چې ما د کوم نېک کار کول غوښتي؛ نو سمدستي مې پرې پيل کړى، يوازې په خبرو مې بسنه نه ده کړې. )) رښتيا هم که اغلې هالم د کارونو په اړه يوازې په وينا باندې بسنه کړې واى؛ نو د کارونو په اړه به يې يوازې وينا پاتې وه. هغې د وينا پر ځاى کړنې ته زور ورکړ؛ ځکه په هر کار کې بريالۍ راوتې ده. که لږ غور وکړو؛ نو رښتيا هم يوازې په وينا څه نه کېږي؛ تر څو چې عملي اقدام ونه شي.

که ټومس رايټ يوازې په دې بسنه کړې وه، چې مجرمين له بند نه وروسته نه اصلاح کېږي او په دې اړه يې څه هڅې نه وې کړې؛ نو نه به په سلګونو ناکاره وګړي د کار کېدل او نه به دى ټومس رايټ واى. دى خو لومړي سر کې يو عادي دوکاندار و. دده خبرو ته چا غوږ هم نه ايښوده؛ خو ده يوازې له خبرو نه کار وانخيست؛ بلکې په عملي ډول يې هر بندي باندې کار پيل کړ او پايله يې دا راووته، چې په سلګونو بنديان يې نېکې لارې ته راوستل.

که جان پونډ ټول عمر چيغې وهلې واى، چې غريبانو ته بايد ښوونځي جوړ شي، د داسې عادي موچي خبرې ته چا پام کاوه؟ آيا دده په خوله چا رښتيا هم ښوونځي ورته جوړول؟ خو چې خپله يې ښوونځى جوړ کړ؛ نو څومره غريبو زده کوونکيو په کې زده کړه وکړه. ډاکټر ګهتري ددې ښوونځي او بنسټګر په اړه يې ليکي (( د جان پونډ _ د پورنس موتهـ موچي د غريبانو په حالت رحم راغى، د يو پانګوال هم دې اړخ ته پام نشو؛ خو دا غريب موچي ورته په پام کې شو او په خپلو هڅو يې غريبانو ته ښوونځى جوړ کړ. دې نېک انسان هر و خت هڅه کوله، چې زده کوونکيو ته د زده کړې اسانتياوې برابرې کړې او په کې غريب زده کوونکي يو پينځه ټکي زده کړي. بېشکه چې دا سړى د انګلستان وياړ دى. په نړۍ کې چې د سترو او نومياليو وګړيو په نوم کومې ودانۍ جوړې شوي، له هغو ټولو بايد ددې ښاغلي په نوم لوړه اوستره ودانۍ جوړه شي. ))

زه پر دې باوري يم، چې که داسې وخت راورسي، چې وړ او مستحق وګړي دې خپله برخه تر لاسه کړي؛ نو پر دغه وخت به د هغو پر ځاى چې تاريخونه يې په اړه ليکل شوي، چې شاعرانو يې په اړه قصيدي ليکلي؛ هغه د کايناتو منصف پاچا به ددغسې وګړيو پر سر د وياړ تاج ږدي؛ ځکه هغه ويلي دي (( چا چې زما يو ادنا مخلوق سره نيکي وکړه، لکه ما سره يې چې نيکي کړې وي ))

نصيحت او لارښوونه چې هر څومره سړى ښه کړي؛ خو که ناسته پاسته يې بيا هم له بدانو سره وي، هرڅه په يوه شېبه کې له منځه ځي. په ماشومتوب کې چې بل کوم ټکى په پام کې نيول مهم دي، هغه د بدانو له ناستې پاستې نه ماشومان ژغورل دي. د يو پوه وينا ده (( يوازيتوب له بدې ناستې پاستې نه غوره دى. غوره خو دا ده، چې انسان له هغوى سره ناسته پاسته وکړي، چې تر ده غوره وي، که غوره نه وي؛ نو بايد ورسره برابر خو وي. ))

که غواړئ د يو چا د کړو وړو په اړه معلومات لاسته راوړئ؛ نو د هغه د ملګرو کړه وړه ځانته معلوم کړئ؛ ځکه څوک چې څرنګه وي، هماغسې وګړيو سره ناسته ولاړه کوي. (( همجنس له خپل همجنس سره الوزي، باز او کوترې هېڅکله هم سره نه جوړه کېږي ))

پټرلسلي [5] يو ستر نوميالى انځور ګر تېر شواى. دى ليکي (( زه تر خپله وسه هڅه کوم، چې خراب انځورنه ونه ګورم؛ ځکه په ليدو يې زما قلم هم هماغه ډول انځورونه کښل زده کوي. همدغه ډول انسان هم چې له بدانو سره ناسته ولاړه کوي؛ نو د هغوى خويونه په ده کې هم پيدا کېږي ))

نېک سړى سمدستي خپل اغېز په وګړيو ښندي، که څوک په چمن کې ګرځي؛ نو له جامو سره يې د ګلونو خوشبو هم ملګرې کېږي. دغه ډول انسان هم چې کله له نېکانو سره ناسته ولاړ کوي؛ نو خامخا يو څه نېک اغېز پرې کوي. له نېکانو سره ناسته ولاړه سړى روحاني نړۍ سره تړي. خيالونه يې لوړ او حوصله يې ډېرېږي. بې زړه وګړي چې زړه ور وويني دوى هم زړورېږي. د اتلوليو کيسې د سړي وينه په جوش راولي او د انسان زړه کې نوې ولولې پيدا کېږي.

زسکا [6] د بوهيمه اوسېدونکو کې د جوش پيدا کولو لپاره ويلي و (( زما له پوستکي ډول جوړ کړئ او د جنګ پر مهال يې ډنګوئ )) هغه پر دې باور و، چې ددې ډول غږ به مړه زړونه هم رابيداروي.

سکندر بېګ د پارس پاچا چې کله مړ شو؛ نو پوځيانو يې له هډوکو تعويذونه ځانته جوړ کړل او دا ددې لپاره چې همت يې لوړ شي او زړونو يې ژوندي شي.

ژوندليکونه لوستل هم  ډېر ګټور وي؛ ځکه په لوستلو يې سړي ته ډېرې ښې بېلګې په لاس ورځي. پخواني چې څرنګه په خپلو کړنو ژوندي دي، دغسې په خپلو ژوندليکونو هم ژوندي دي. موږ يې چې ژوندليکونه لولو، لکه هغوى سره چې ليده کاته کوو، لکه هغوى سره چې ناست يا ولاړ يوو، هغوى موږ ته لارښوونې کوي او موږ ته وايي، چې تاسې هم زموږ په څېر شئ او زموږ پر لاره راشئ. د ژوندليکونو لوستو په واسطه، لکه پخواني ستر ستر شخصيتونه چې په موږ کې بيا راژوندي کېږي او زموږ په بدنونو کې حلول کوي، لکه چې بيا دې نړۍ ته ستر ستر کارونه تر سره کوي.

دغه ډول کتابونه، چې د پخوانيو رښتيني ژوندليکونه په کې ليکل شوي وي، د يو ستر لارښود کتاب حيثيت لري. د دا ډول کتابونو په لوستلو انسان د لوړ خيال څښتن کېږي او هم يې حوصله ډېرېږي. دا ناشونې ده، چې يو څوک دې د بکسټن او آرنولډ ژوندليکونه ولولي او بيا دې يې ذهن او خيال کې بدلون رانشي. د بکسټن او آرنولډ سترې ارادې لوستل زموږ زړونو ته ځواک بښي. دا ډول کتابونه لوستل انسان ددې وړ ګرځوي، چې پر ځان ويسا او باور ولري؛ ځکه هغه ته دا معلومېږي، چې انسان کوم کوم کارونه کولاى شي.

دا ډول کتابونه لوستل زموږ له هيلو سره مرسته کوي او هم په زړونو کې يو جوش او تودښه پيدا کوي. د ژوندليکونو په لوستلو لوستلو سړي ته ډېرې داسې بېلګې رامخ ته کېږي، چې دده له ژوند سره سمون خوري او ګټه يې دده لپاره دا وي، چې په زړه کې يې خامخا دا هيله راټوکېږي، چې بايد زه دغسې يو شخصيت شم او ډېرى وګړي هماغسې شوي هم دي.

سيموال روميلي په لومړي سر کې داسې نوميالى ليکوال نه و. هغه د فرانسوي چانسلر ډي ګوسو [7] ژوندليک ولوست؛ نو دومره بدلون په کې راغى. هغه خپله ليکي (( زما زړه يو قامي زړه شو. همت او جوش راکې پيدا شو، د عزت او پرمختګ نوې نوې لارې راته ښکاره شوې او هيلې مې دومره ځواکمنې شوې، چې نهيلي مې نه پېژنده. فرينکلن [8] د امريکا نوميالى پوه او د برېښناد پوهې څانګوال (( متخصص ))   تېر شوى دى. دى هم د يوې غريبې کورنۍ زوى و. يوازې خپله هڅه او زيار يې و، چې دومره پرمختګ يې وکړ. د فرانسې پاچا په ډېر درنښت ځانته راوغوښت او ډېر يې ونازوه. کله چې مړ شو؛ نو امريکايانو يې په غم کې تر دوو مياشتو تورې جامې اغوستې وې. دى ليکي: د موتهـ کتاب ( چې د هغه ژوندليک دى ) په لوستلو زما په زړه کې د پرمختګ هيله راوټوکېده. سمويل ډرو ليکي: ما د فرينکلن ژوندليک ولوست؛ نو زړه مې وغوښتل چې د هغه غوندې دې شم.

ډېرى ځل داسې هم شوي، چې يو چادې د يو ستر شخص ژوندليک د ساعت تېرۍ لپاره راخيستى وي؛ خو پر هغه يې لوستو دومره ژور اغېز کړى وي، چې سمدستي يې په کې بدلون راوستي وي. الفرى [9] د پولوټارک [10]ژوندليک ولوست، اغېز يې پرې وکړ؛ ځکه دومره ستر اديب ترې جوړ شو. ځکه د هغه په زړه کې د ليکوالۍ يوه داسې هيله راوټوکېده، چې هغه ترې ارام نشو کولاى، ډېر ژر يې په دې فن کې نوم وګاټه. مارټن لوتهر چې ټوله اروپا يې د پاپانو له ظلم څخه وژغورله، هغه د جان هس ژوندليک لوستى و.

انسان بايد په هر حالت کې خوښ او خوشحاله اوسي. د خوښ او خندانه سړي څېره دومره په زړه پورې وي، چې له هرچا سره مخ کېږي؛ نو د هغه له زړه غمونه لرې کوي، هغه ته د خوښۍ پيغام رسوي. هر کار چې د زړه په خوښۍ تر سره شي؛ نو پايله به يې هم په زړه پورې او خوښوونکې وي. هيوم به ډېرى ځل ويل (( زه له غمجن پاچا نه خوشحاله مزدور ښه ګڼم )) د انګلستان د غلامانو دوست او خيرغوښتونکى ګرنيول شارپ به ټوله ورځ سخت سخت کارونه کول؛ خو ماښام به يې له خپلو څو ملګرو سره د سندرو ويلو بنډار کې برخه اخيسته.

ډاکټر آرنولډ هم يو خوښ مزاجه او زيارکښ انسان تېر شوى. هغه خپله د ځوانانو روزلو کې ونډه درلوده، ټول زده کوونکي يې خوش مزاجه وو. هغه به چې خپلو زده کوونکيو ته کوم کار وسپاره؛ نو هغوى به ښه په مينه تر سره کوه، که څه هم هغه کار به ډېر عادي کار و. هغه پر دې باور درلود، چې انسان د کار کولو لپاره پيدا شوى او همدې لپاره انسان ته ډول ډول جسماني او اروايي ځواکونه ورکړل شوي دي. د کار په سبب د انسان فطرت پرمختګ کوي او خپل څښتن ته پرې نږدې کېږي. د هغه په زده کوونکيو کې دوه ډېر نوميالي شول. هوډسن له هندوستان نه يوملګري ته ليک کې ليکلي و (( زه چې په هندوستان کې هم اوسم؛ نو په خپلو کړو وړو کې د خپل استاد اغېز احساسوم او الحمدالله زما ټول زده کوونکي هم له ما څخه په همدې برخه کې اغېزمن دي ))

زيارکښ انسان چې چېرې اوسي؛ نو ګاونډيان به يې هم ترې اغېزمن کېږي. دا د جان سن ګلي برکي له ژوندليک نه ښه زباديږي. دده په څېر زيارکښ انسان په ټوله اروپا کې نه دى تېر شواى. دى د سکاټليند شمالي برخه کې زېږېدلاى. په ټول سکاټليند کې وروسته پاتې او نااباده برخه همدا وه. کله چې دى شپاړس کلن شو؛ نو پلار يې ومړ، دوى ډېرې ځمکې هم درلودې. د پلار له مرګه وروسته دا هر څه ده ته پاتې شول. لنډه دا چې په اتلس کلنۍ کې يې د خپلې سيمې د پرمختګ لپاره ملا وتړله. ددې سيمې ځمکو لويه وياله نه درلوده، کروندګر يې دومره غريب و، چې د کولبې لپاره يې هېڅ هم نه درلودل، ښځې او نر به له يو پټي راتاو ول. دې سيمې ته تر اوسه کوم سړک نه و راغلى، يوازې يوه نرۍ لاره وه، چې له کندو کپرو ډکه وه .

ده چې لومړى کار وکړ، هغه د سړک جوړول و، وګړي به دده کار ته حيران وو، چې پاچايانو دې سيمې ته سړک نه دى راتېر کړى؛ نو دا سړى به يې څرنګه راتېر کړي. ده چې سړک را تېر کړ؛ نور ددې سيمې د پرمختګ دوران پيل شو. وګړي به له ښاره راتلل او دلته به يې کورونه اخيستل، کارځايونه ( کارخانې ) به يې جوړول، لنډه دا چې د سړک په واسطه دا سيمه له ښار سره وتړل شوه. اوس يې ځمکو ته وياله هم راغله، د خلکو ژوند هم ښه شو. ډېر وخت نه و تېر چې دا سيمه هم په ښار بدله شوه، د پوست خونې استازى به په اوونۍ کې يو ځل راته او د وګړيو ليکونه به يې وړل راوړل، جانس په دې اړه ويلي و، چې تر څو دا استازى هره ورځ دې سيمې ته رانشي، زما ارمان نه پوره کېږي، دې پسې وګړيو ټوکه هم جوړه کړې وه، چا به چې کوم ناشونې کار ته ملاتړله؛ نو نورو به ورته ويل: ځه کله چې د جانس د پوست خونې استازى هره ورځ دلته راتګ پيل کړي؛ نو ستا دا کار به هم وشي؛ خو د وخت په تېرېدو سره نه يوازې د پوست خونې استازى هره ورځ دې سيمې ته راته؛ بلکې دا سيمه له ډېرو نورو اسانتياوو نه هم برخمنه شوه او په اصطلاح د جان سن ټول ارمانونه پوره شول.

هغه مهال د انګلستان د سوداګرۍ وضعه هم خرابه وه. جانسن دې خوا ته هم پام وکړ، په خپلو شخصي روپيو يې اته سوه مېږې واخيستې او د دې سيمې غريبو اوسيدونکيو ته يې په مزدورۍ ورکړې. لږ وخت نه و تېر، چې د سيمې ټول اوسيدونکي د خپلو خپلو مېږو خاوندان شول او د سکاټلينډ بڼه يې بيخي واړوله.

سرجان تر دېرشو کلونو پورې د پارلمان غړى پاتې شو، هلته يې د عامه ګټو لپاره ډېر کارونه تر سره کړل. يو ځل د انګلستان وزير اعظم پټ صاحب ورته وويل (( که کوم کار کې ماته څه خدمت وي؛ نو ډاډه غږ راباندې وکړه، زه درسره مرسته کولاى شم )) که دده پرځاى بل څوک واى؛ نو خامخا به يې د ځان غم ورته مخې ته ايښوده؛ خو ده ورته وويل، چې شخصاً ما لپاره ستاد مرستې هېڅ اړتيا نشته؛ خو که د قامي خدمت لپاره کومه ځانګړې اداره رامنځته شي؛ نو ښه به وي. په دې وخت کې ارتهرينګ هم موجود و، هغه د وزير صاحب پر خندا وويل، داسې اداره خو به په ټوله دونيا کې نه وي، هو کېداى شي، په سپوږمۍ کې وي.

خو دا چې سرجان په خپله اراده کلک ولاړ و؛ نو د پارلمان ټول غړي يې د ځان پلو کړل او رښتيا يې هم دغسې د قامي خدمت يو اداره جوړه کړه او خپله ددې ادارې مشر مقرر شو. په همدې سره د ټول انګلستان وضعه په بله واوښته، په زرګونو جريبه شاړه ځمکه يې اباده شوه. هغه د ماهيانو روزلو پروژو په جوړولو کې هم ډېره مرسته کړې، د تهرسودردک ښار کې يې هم يوه کارخانه جوړه کړه. د دک کارخانې دومره نوم پيدا کړ، چې په ټوله نړۍ کې يې بېلګه نه موندل کېده. هغه به چې په کوم کار پيل وکړ؛ نو ټول وجود به يې په کې بوخت و. له ډېرو سستو او لټانو يې د کار وګړي جوړ کړل. ډېر نهيلي وګړيو ته يې ډاډ ورکړ او خوشحاله ژوند ته يې راوګرځول. کله چې فرانسې په انګلستان د يرغل اراده وکړه؛ نو ده وزيراعظم ته وويل، چې زه په خپله يو پوځ تياروم او غواړم له دولت سره مرسته وکړم. هماغه و، چې د زرو تنو يو لښکر يې تيار کړ، دې پوځ دومره نوم وګاټۀ چې په ټول انګلستان کې يې بله بېلګه نه وه. کله چې دى د ابرډين ښار کې فوځ ته په زده کړې ورکولو بوخت و؛ نو لاندې دندې يې هم درلودې.

د سکاټلينډ د بانک رياست، د خپلې ټولنې مشري، د دک ښار مشري، د ماهيانو د کمېټې مشري، د پارلمان غړيتوب او د عامه خدمتونو ټولنې مشري. د حيرانتيا خبره خو دا ده، چې په دومره بوختياوو کې بيا هم ده د کتابونو ليکلو وخت هم درلود او داسې کتابونه يې هم وليکل، چې اوس پرې  انګرېزان وياړي.

کله چې په انګلستان کې د امريکا سفير پوښتنه وکړه، چې د کرنې په اړه به تر ټولو غوره کتاب کوم وي؟ نو ځواب ورته ورکړل شو، چې سرجان په دې اړه ډېر غوره کتاب ليکلى او کله چې هغه د وينس ټارټ نه وپوښتل، چې د انګرېزانو د تمدن د اصولو او د دولتي خزانې په اړه به غوره کتاب کوم يو وي؟ نو هغه هم ورته ځواب ورکړ، چې د سرجان کتاب (( د دولتي خزانو تاريخ )) تر ټولو غوره کتاب دى.  دا داسې ستر کتاب دى، چې هرڅوک يې په ليدو حيرانېږي؛ ځکه سرجان په يوويشت ټوکو کې، په کې د سکاټلينډ په اړه هر اړخيز معلومات راټول کړي دي. دومره ستر او جامع کتاب هېڅکله او هېچرته نه دى ليکل شوى. په اتو کالو کې چې ددې کتاب په اړه څومره ليکونه راغلي او څومره ده لېږلي، شمېر يې نږدې شل زرو ته رسي. لنډه دا چې دا هرڅه هغه د قامي ګټو په خاطر کول، نه د ځاني ګټو په خاطر.

کله چې په دې کتاب کې د سکاټلينډ ټول حالات راټول او خپاره شول؛ نو دومره ګټه يې وکړه، چې له ټول سکاټلينډ نه ظلم او زياتى ختم شو. د ښوونکيو او پادريانو تنخواګانې هم لوړې شوې. له دې وروسته هغه غوښتل د انګلستان په اړه هم دغسې يو هر اړخيز او جامع کتاب وليکي؛ خو د انګلستان لاټ پادري يې مخه ونيوله.

دې سړي تر مړينې پورې ډېر داسې ستر ستر کارونه ترسره کړل، چې په يادولو يې کتابونه ډکېداى شي. دى د خپلودوستانو له زده کړې هم بې پروا نه و. دى خپله ليکي (( په اتيا کلنۍ کې زما اوه زامن زلميان دي او الحمدالله يو هم په کې داسې نه شته، چې له چا نه يې پور اخيستلاى وي او يادې يې داسې کوم ناوړه کار کړاى وي. )) الله تعالى دې زموږ په هېواد کې هم دغسې ستر شخصيتونه پيدا کړي.