شپږم څپرکى

له ځانه يې زده کړئ!

(( دونيا کې په دوه ډوله زده کړه کېږي، يوه يې هماغه له نورو څخه زده کړه ده، چې هر څوک يې پېژني؛ خو دويمه چې ډېره ګټوره او تر ټولو لوړه زده کړه ګڼل کېږي، هغه له خپل ځانه زده کړه کول دي ))  ګبن

(( آيا داسې څوک شته، چې له کړاوونو او ستونزو څخه وېرېږي؟ که وي نو ورته ووايئ، چې په هغوى به هېڅ هم نه کېږي او آيا داسې څوک شته، چې خپل برياليتوب لپاره يې ملا تړلې وي؟ که وي ورته ووايئ، چې خامخابه بريالى کېږي )) جان هنټر

هوښيار او پوه سړى يوه نه يوه ورځ پر ستونزو بريالى کېږي؛ خو سست او لټ انسان هر وخت خپلو ذهني خنډونو نه وېرېږي، لړزيږي او وړاندې قدم نشي اخيستلاى. د لټۍ او سستۍ په وجه ډېر اسان کار هم ناشونى کېداى شي.

د انګلستان يو نوميالى شاعر او کيسه ليکوال والټر سکارټ ليکي (( د زده کړې دويم ډول يانې هغه زده کړه، چې انسان يې له خپل ځانه کوي، د ډېرې ستاينې او قدر وړ ده. نجمن بورډي [1] به په ډېر وياړ ويل، چې ما ډېره زده کړه له خپل ځانه کړې ده. رښتيا چې څومره پوهان تېرشوي، هغوى چې په پوهه او هنر کې يې نوم ګټلى، ټولو له خپل ځانه زده کړه کړې او خپله يې خپل ځان ته ډېر څه ښوولي دي. د ښوونځي زده کړه يوه لومړنۍ زده کړه ده، چې انسان ته يوازې دومره ګټه کوي، چې له زيار ګاللو سره يې عادي کوي.

 کنه څومره چې موږ له نورو ښوونکيو نه زده کوو، له هغې ډېره خپله هم زده کولاى شو. زه منم، چې که موږ د زيار او کوښښ په ذريعه کومه فتحه حاصلوو؛ نو د پوهې مرسته به خامخا راسره وي. موږ هغه وخت بريالي يوو، چې خپل لاس و پښې وخوځوو او پر خپلو پښو لاړ شو. په دې ډول زده کړه کول داسې وي، لکه په کاڼي کې کرښې، چې بيا هېڅ له منځه نه ځي. په دې ډول کوښښونو زموږ پټ ځواکونه راښکاره کېږي او زموږ ټول پټ و ښکاره ځواکونه زموږ په واک کې کېږي. په دې ټول پوهېږي، چې د يو سوال په حلولو يا د يو هندسي شکل په ايستلو موږ کې د بل سوال حلولو يا هم د بل هندسي شکل ايستلو وړتيا پيدا کېږي او که همدغه ډول هره ورځ تمرين وکړو؛ نو خپله به مو ډېر څه زده کړي وي او که نه، ښوونکى يا کتاب موږ سره څه مرسته نشي کولاى.

غوره او تکړه ښوونکيو پر دې ډېر غور و فکر کړى؛ نو ځکه ډېرى وخت هڅه کوي، چې زده کوونکي په خپل توان حرکت وکړي. د ګوډانو غوندې ورته د امسا اړتيا پېښه نه شي. د مرستندوى لټولو خوى په کې له منځه لاړ شي. د پوهې په درياب کې بې مرستندوى تلل زده کړي. دغه ډول ښوونکي په ټولګيوکې لوست ډېر کم لولي. دوى ډېره هڅه کوي، چې زده کوونکيو ته د زده کړې چل وروښيي. له هغوى د کار وګړي جوړ کړي. دا ډول ښوونکي زده کوونکيو ته هغه څه ورزده کوي، چې عمل کول پرې له کتابونو لوستلو نه ډېر ګټور وي. ډاکټر آرنولډ [2] هم دغه شان و. هغه به زده کوونکيو ته يوازې په خپل ځواک حرکت کول ښودل. زده کوونکيو ته به يې ښودل، چې انسان څرنګه په خپلو کوښښونو په ځان کې مړه ځواکونه بېرته راژوندي کړي؟ هغه به يوازې زده کوونکيو ته لارښوونه کوله، هغوى به يې دلاسا کول، حوصلې به يې ورته لوړولې. دې کې شک نشته، چې غوره ښوونکي دغه ډول کار کوي. هغه وايي، وګړي خپل بچي اکسفورډ پوهنتون ته د زده کړې لپاره لېږي، له دې خو غوره دا ده، چې وان ډي نس لينډ جزيرې ته يې وليږي، چې هلته د خپلو مټو په زور يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. هغه د خپل يو زيارکښ زده کوونکي په اړه وايي، چې دا هلک ددې وړ دى، چې پر وړاندې يې زه خپله خولۍ له سره لرې کړم او مخکې يې ودرېږم. څومره بېلګې چې په دې کتاب کې راغلي، له دې ټولو معلوميږي، چې ستر ستر هوښياران زيارکښان هم وو.

په ښه ډول زيار ګالل د انسان وجود ته ګټه رسوي، لکه څرنګه چې د ليکلو او لوستلو څخه د انسان زړه ته ګټه رسي، دغه ډول د زيارګاللو په وجه بدن ته هم ګټه رسي. هر سړى چې وزګار وي، يو نه يو کار باندې ځان بوختوي او د هر کارکوونکي لپاره خامخا يو څه وزګار وخت وي، چې دغه کار په کې تر سره کوي. زيار يانې په يو نه يو کار بوختېدل، دا د انسان فطرت دى او په عامو وګړيو کې خو دا شى دومره ځواکمن وي، چې څوک يې نشي ودرولاى. ځينې وګړي چې ډېر وخت وزګار وي؛ نو هغوى ځينې کارونه له مجبوريت نه کوي. ځينې د ګېدړو ښکار کوي، ځينې په غرونو کې د مرغانو ښکار پسې وتې وي او ځينې د ښايسته غرونو او منظرو په ليدلو بوخت وي.

دې کې شک نشته، چې د کښتۍ چلوونکي لپاره چې کوم ورزش پکاريږي، همدغه ټول تمرين او ورزش ماشومان په ښوونځيو او لوبغالو کې ترسره کوي. ډيوک اوف  ولنګټن چې د ناپليون غوندې نوميالي پاچا ته يې ماتې ورکړې وه، يو ځل يې چې د پوهنتون زده کوونکي په لوبو وليدل؛ نو  ويې ويل (( ما ناپليون ته د واټرلو جګړه کې په همدې لوبه کې ماتې ورکړې وه )) څه فکر کوئ، ډيوک چې کله هلک و؛ نو د نورو هلکانو غوندې به يې لوبې نه وي کړي؟ خامخا يې کړي. ده همدغه د غېږ نيونې لوبې کې دومره زحمت او زيار وګاله، چې اخر يې پايله د واټرلو جګړه کې د ناپليون ماتې شوه.

جرمي ټيلر وايي (( خبردار! خبردار چې له تنبلۍ او لټۍ نه لرې وتښتئ، خپل وزګار وختونه په ګټورو کارونو تېر کړئ؛ ځکه کله چې ستاسې غړي له کاره ولويږي، ستاسې بدن ارام غوښتونکى شي، ستاسې لطيف او سپېڅلى روح د نېکو فکرونو او ارادو نه پاتې شي او ذهن مو له نيکو خيالونو نه تش شي؛ نو دغه مهال نفسي حرص، هوا او هوس په دې خلا کې ځان ته کور جوړوي. جسماني بوختيا او کار له ټولو ګټور دى او همدا د شيطاني وسوسو څخه د بچ کېدا غوره لاره ده. وزګار شخص که څه هم له وجوده ښه تندرست وي؛ خو بيا به يې هم وجود سست پست وي. د بدن غړي به يې د يو کار کولو توان نه لري. د بدن غړي به يې هغې غوټې ته ورته وي، چې لا ښه نه وي، کلکه شوې. عملي پرمختګ جسماني روغتيا پورې دومره نه دى تړلاى. هاډسن خپل يو ملګري ته چې په هندوستان کې و، ليکلي (( که زه په خپلو ټولو کوښښونو کې بريالى شوم؛ نو ددې باعث به داوي، چې زما د هاضمې ځواک ښه دى )) کوم کار چې يوازې په دې خاطر يو له چا څخه پاتې کېږي، چې ورته په زړه پورې نه وي، ددې ستر لامل جسمي ناروغتيا ده. د روغتيا پاملرنه هم ډېره مهمه ده. د ښوونځيو ډېرى زده کوونکي چې بې زړه، شکايت کوونکي، ناخوښ، لټ او خيالي وي، ستر لامل يې دا دى، چې هغوى د خپلې روغتيا او صحت پوره خيال نه ساتي. ډاکټر چنينګ ليکلي دي (( د افسوس خبره ده، چې نن سبا ډېرى زده کوونکي په نهيلۍ ښوونځى لولي، زما په اند د دوى لپاره تر دې بله ښه دوا نشته، چې دوى زيار وګالي او هره ورځ تمرين وکړي. ))

د انګلستان؛ بلکې د ټولې اروپا مشهور فيلسوف ښاغلى اسحاق نيوټن په ښوونځي کې دومره تکړه نه معلومېده؛ خو په لاسي کارونو کې ښه تکړه و، لکه ترکاڼۍ او پښتوب (( اهنګرۍ )) کې. په ماشومتوب کې به خپله کوټه کې ناست و، ځان ته به يې واړه واړه موټرونه جوړول. کله چې ځوان شو؛ نو دوستانو او ملګرو ته به يې ښکلي ښکلي مېزونه او المارۍ جوړولې. له ده پرته ډېرو سترو سټو ( لکه د ريل ګاډي او نورو... جوړونکيو ) اسمى ټن، واټ سټيفن سن هم له دغو لاسي کسبونو سره ډېره مينه درلوده. اوس سړى ويلاى شي، چې که دوى له ماشوموالي لاسونه په دغو کارونو کې نه و اموخته کړي؛ نو په ځوانۍ کې يې دومره ستر ستر کارونه نشول تر سره کولاى.

الي هيوبرټ ليکي، چې که زه جسماني زيار پرېږدم؛ نو بيا ښه لوستنه نشم کولاى. لکه يو ځل يې لوستنې ته زړه نه کېده؛ هماغه و، چې د څو ورځو لپاره يې ترکاڼۍ ته مخه کړه او له څو ورځو پرله پسې ترکاڼۍ کولو نه وروسته يې بيا په ډېره مينه لوستنه پيل کړه. له دې هم ښکاري، چې زده کوونکي بايد له زده کړو سره سره کسب ته هم پام وکړي او هر کسب يې چې خوښ وي، له ښوونځي وروسته وخت کې يې بايد زده کړي. د کسب زده کړه، هغوى له زيار ګاللو سره عادي کوي او چې کله ستر شي؛ نو خامخا به د سترو کارونو کولو فکر ورسره وي.

زموږ په ټولنه کې يو ډېر بد دود دا هم دى، چې غريب او ناداره وګړي يوازې په دې غم کې ډوب وي، چې څرنګه خپله ګېډه ډکه کړي؟ هغوى اروايي پرمختګونو ته بيخي پام نه کوي، زده کړې ته په نفرت ګوري او ډېر ارزښتمن کتابونه د دوى پر وړاندې بې ارزښته وي. که دوى کې دغه حِس پيدا شو؛ يانې له جسماني زيار سره يې اروايي زيار هم خپل کړ؛ نو وګڼئ چې دوى هم د کمال درجې ته ورسېدل.

د يو څېړونکي څېړنه روښانوي، چې په دونيا کې څومره وګړي ستر او نوميالي شوي دي، دا يوازې په دې خاطر نه دي، چې دوى له نورو وګړيو نه زيات اروايي پرمختګ کړاى و؛ بلکې د دوى سترتوب په دې کې و، چې په دواړو ( اروايي او جسماني ) برخو کې دوى له عامو وګړيو مخکې وو. قانونپوهان، وکيلان او حکومتي چارواکي ځکه له عامو وګړيو مخکې دي، چې دوى د خپل عمر ډېره برخه په بندو خونو او تنګو کورنو کې تېره کړې ده. هلته يې ډېر زيار ګاللى. همدغه وګړي له جسمي پلوه هم ځکه ځواکمن وي، چې دوى په زيار ګاللو روږدي وي. بروهم لنډهرسټ [3] کيمبل [4] پامراسټن[5] دا ټول هم له جسمي پلوه ځواکمن ول او هم له اروايي پلوه. والټرسکاټ هم دومره ذهين نه و، ده ته به په خپل ټولګي کې خر ويل کېده؛ خو په زيار او جسماني رياضت کې بيا استاد و. کله چې دده عجيب و غريبو کتابونو وګړي حيران کړل؛ نو دغه مهال يې جسماني زيار ته هم مخه کړه او هڅه به يې کوله، چې خپل وزګار وخت په ښکار او لوبو تېر کړي. نوميالى شاعر و ليکوال فروفيسور ولسن [6]چې څومره فصيح البيان و دغسې ځواکمن، زيارکښ او تکړه هم و.

اسحاق برو [7] په غېږ نيونې او سوک وهنې کې د ځان جوړه نه درلوده. آدم کلاک [8] په تېږې اچونې کې ښه نوميالى و. ښايي همدغه وجه وي، چې اوس ترې د تېږو غوندې درانه درانه نظريات پاتې دي.

د اروايي صفاتو پرمختګ هم ډېر مهم دى. زيار يو داسې زورور پېرى دى، چې هېڅوک يې هم مخې ته نشي ودرېداى. په ځانګړي ډول پوهه کې خو د هغه بيخي پراخه لاس دى. چړتن وايي، (( چې الله تعالى انسان ته ډېر اوږده لاسونه ورکړي، هغه چې وغواړي هر څه تر لاسه کولاى شي. )) زړورتيا او زيار ته په هرځاى او هر کار کې اړتيا پېښېږي. که انسان خپلې زده کړې ته لږ پام وکړي، خپل وخت بېځايه او بې ګټې تېر نه کړي؛ نو په نړۍ کې داسې ستر کار نشته، چې دى دې يې ونه شي کولاى. دا به نو کومه پوهه يا هنر وي، چې زده کېدل يې ناشوني وي يا هم دا به کوم فضليت او يا ګټه وي، چې تر لاسه کېدل يې ناشوني وي؟

د فرګيوسن  [9] کاروبار مېږې پول و؛ خو سره له دې يې هم خپلې زده کړې بشپړې کړې. اسټون [10]  له يو بڼوال سره نوکر و؛ خو بيا يې هم خپلې زده کړې بشپړې کړې او په اصطلاح ځان يې ورسوه. ډرو په يو وخت کې زده کړه هم کوله او بوټان يې هم جوړول. ملر د جيولوژي پوهه، په ځمکه کې له ډېر کار کولو وروسته زده کړه.

رينالډ [11] ليکي (( که تاسې ذهين ياست؛ نو زيار به پرې يو څه نور هم زيات کړي، که تاسې ذهني کمى لرئ؛ نو زيار مو دغه کمي پوره کوي. په ښه ډول زيار ګاللو هرڅه کېدونې دي او له دې پرته هېڅ هم نه کېږي. ))

روس [12] ليکي (( زه له ډېرو داسې وګړيو سره مخ شواى يم، چې ډېر زيات ذهين وو؛ خو وروسته راته دا معلومه شوې، چې هغوى ډېر زيات زيارکښان هم وو. )) دې کې شک نشته، چې له زيار پرته ذهانت هېڅ امکان نه لري. انسان بايد په هغه کار خپل قيمتي وخت ولګوي، چې ده لپاره تر ټولو زيات ارزښت ولري. زيار يوازې معمولي ارادو او درواغجنو غوښتنو ته نه وايي. اساني په زيار ګاللو رامنځته کېږي. يو اسان کار هم داسې نشته، چې يو وخت به ستونزمن نه و. که نور يې نه منئ، تاسې ته قدم اخيستل اوس څومره اسان دي؛ خو په ماشومتوب کې مو همدغه قدم په څومره ستونزه اخيست؟ موږ څومره ډېر لوېدلي يوو.

هغوى چې اوس په دريزونو لکه سين روان غږيږي، هغوى چې د خبرو په جادو د خلکو زړونه لړزوي، هغوى چې ژبې يې په وينا کې لکه چړو غوندې تېرې وي، هغوى چې خبرې يې مرغلرو غوندې ارزښت لري؛ څه فکر کوئ چې هغوى به دا کمال يو دم تر لاسه کړى وي؟ نه _ هغوى کلونه کلونه په دې اړه کوښښ کړى او په سلګونو ځله خفه او پرېشانه شوي دي. شلګونه ځله يې تېروتنې کړي دي. څو ځله مات شوي؛ نو ځکه اوس بريالي دي.

هر کار له بشپړولو وروسته پرېښودل تر ټولو مهم خوى دى. فرانسس چې خپل پرمختګ لپاره کوم اصول ټاکلي وو، په هغو کې يې دې ته ډېر ارزښت ورکاوه، چې ټول زيار بايد په يو کار يا يو اړخ کې تر سره شي. هغه به ډېر کتابونه نه لوستل، يوازې يو څو کتابونه به يې داسې لوستل، چې په ټولو اړخونو به يې ځان پوهاوه. د ډېرو کتابونو د پاڼو اړول او څه ترې نه اخيستل، دې نه غوره داده، چې سړى د يو کتاب پاڼې واړوي او يو څه ترې زده کړي او عمل پرې وکړي. د عمل کولو لپاره لږه خو بشپړه پوهه اړينه ده.

د لاويلا په اند هغه سړى چې په يو وخت کې يو کار کوي او بشپړوي يې، له هغه ډېر ښه دى، چې په يو وخت کې په څو کارونو بوخت وي او يو هم نشي بشپړولاى. په ډېرو کارونو کې په يو وخت بوختېدل دا مانا لري، چې يو به هم ترسره نه کړې. که سړى په همدې ډول يو څه وخت پاتې شي؛ نو خپله خپلواکي به هم له لاسه ورکړي، وېره او ماتې يې په زړه کې داسې ځاى نيسي، چې بيا به په عمر کې يو کار ته هم لاس ورنه وړي، که لاس وروړي هم؛ نو نېمګړى به ترې پاتې کېږي.

لارډليورډ _ بکسټن ته ليکلي و (( وروره! زما د برياليتوب آر لامل دا دى، چې  ما له لومړي سره د قانون زده کړې پورې زړه تړلاى و، ما به چې په دې اړه څه هم لوستل؛ نو يوازې لوستل به مې نه؛ بلکې هغه به مې خپلول. کله به چې ما يو کار پوره نه کړ، بل مې بيخي نه پيلوه. زما يو ملګري به هره ورځ دومره لوستنه کوله، څومره به چې ما په اوونۍ کې کوله؛ خو چې کال تېرېده؛ نو زما ټول لوستونه هماغسې په ياد وو؛ خو د هغه غريب هر څه له ياده وتي وو.

انسان په دې نه هوښياريږي، چې ډېره لوستنه وکړي؛ بلکې که د هوښيارتيا لپاره کومه لاره وي، هغه به يوازې دا وي، چې خپل خواره واره خيالونه راټول کړي او د زړه په لارښوونه يې وکاروي. غوره زده کړه هغه ده، چې د يوې ځانګړې موخې لپاره وي. دا ډول پوهه ددې وړتيا هم پيدا کوي، چې سړى پرې عمل وکړي. د کتابونو راټولول او په الماريو کې ايښودل څه ګټه نه لري. پوه او هوښيارتيا بايد داسې وي، چې موږ سره هر وخت _ په هر ځاى کې ملګرې وي. که زموږ په کور کې په لکونو روپۍ وي او د سفر پر مهال موږ يوې روپۍ ته اړ يوو او زموږ په جېب کې نه وي؛ نو هغه روپۍ به څه ګټه ولري؟ همدا ډول موږ ته پکار دي، چې د پوهې او هوښيارتيا سکې هر وخت او هرځاى کې زموږ په جېب کې شتون ولري، چې چېرته مو اړتيا ورته پېښه شي، ويې لګوو.

له ځانه زده کړې لپاره بايد انسان د پرېکړې ځواک ولري. زما په اند ددې لپاره بايد په ماشومانو کې د پر ځان ويسا او باور حِس وروزو او په ماشومتوب کې تر خپله وسه هغوى د پرېکړو پرمهال خپلواک پرېښودل شي. هغه مور و پلار چې د خپلو ماشومانو په کار کې مداخله کوي، د هر کار په اړه هغوى ته لارښوونې کوي، هغوى ته هر وخت بې اړتيا نصيحت کوي، ماشومان يې له ځانه هېڅ هم نشي زده کولاى؛ ځکه په دې ډول ماشومانو کې دغه حِس وژل کېږي. دې ډول ماشومانو کې تر زړښته دغه حِس کمزورى وي. دوى د ګوډانو غوندې د مور و پلار په مرسته حرکت کوي.

افسوس!

(( که همدا ښوونځى او همدا ملا وي؛ نو د ماشومانو دې خداى مل شي ))

دا بدمرغه مور و پلار په دې نه پوهېږي، چې دا ماشومان يوه نه يوه ورځ دې ته اړ کېږي، چې هر څه په خپله وکړي. هغه مهال چې دوى ( مور و پلار ) په خپلو قبرونو کې ويده شي او هغه اولادونه يې، چې دوى ورته د ستونزو په اړه هېڅ هم نه دي ښودلي؛ دې له ستونزو ډکې نړۍ ته يوازې پاتې شي؛ نو څه فکر کوئ، چې د هغوى به څه حال وي؟ په دې خبرو کم عقلان په اسانۍ نه پوهېږي، چې پر ځان ويسا او باور نه لرل د پرمختګ لپاره څومره خنډونه رامنځته کوي؟