پينځم څپرکى

د پيسو پر ځاى او بېځايه لګښت

(( سره زر د پوهې د څښـتانانو نوم نه بدوي؛ بلکې سره زر له نوم بديو سره نوم بدي کېږي ))

په اوسنۍ نړۍ کې هوښيار او پوه هغه څوک ګڼل کېږي، چې د پيسو پيدا کولو لار ورته معلومه وي. نه يوازې دا چې پيسې پيدا کړي؛ بلکې پر ځاى يې ولګوي او خپلو راتلونکيو نسلونو ته يې هم پرېږدي. سمه ده، چې انسان څښتن تعالى يوازې د پيسو پيدا کولو لپاره نه دى پيدا کړى؛ خو دې کې هم شک نشته، چې پيسې داسې شى هم نه دي، چې سړى ترې کرکه وکړي او د راهبانو غوندې ترې ځان ګوښه کړي. ځان ترې داسې وساتي، لکه د مار له زهرو يې چې ساتي. همدا پيسې دي، چې انسان ته په ژوند کې سلګونه ډوله سوکالۍ وربښي. همدا پيسې دي، چې په نړۍ کې د يو قام ځاى ټاکي. کوم قام چې دا شى ونه لري، هغه ته څوک په دې مادي نړۍ کې د قدر په سترګه نه ګوري. جسماني سوکالي پرېږدئ، د انسان تر ټولو لوړ ملکوتي ځواک هم د همدې پيسو په سبب راژوندى کېږي، ژوندى کېدل څه؛ بلکې ددې ځواک رامنځته کېدل همدې پيسو پورې تړلاى دى. ايا سخاوت، ديانتداري، نياو، نورو ته ورکړه او په نېکو کارونو کې مالي ونډه اخيستل له پيسو پرته شونې دي؟

خو هو، موږ له دې هم انکار نشو کولاى، چې که همدغه پيسې بېځايه ولګول شي؛ نو په سلګونو بدمرغۍ  به هم له ځانه سره ملګرې ولري. په موږ کې به بيا تر ټولو بد صفتونه رامنځته شي، لکه دوکه بازي، ځانغوښتنه، بېځايه لګښت کول، د نورو حق خوړل او نور... نور.... خو په دې هم موږ او تاسې ټول پوهېږو چې دلته پر دولت هېڅ پړه نشته. ازاد انسان هر شى پر ځاى او بېځايه کارولاى شي. د هغه له کارولو څخه نېکې او بدې دواړه پايلې اخيستلاى شي. هنلري ټيلر [1] وايي (( که انسان پيسې د ژوند تېرولو لپاره پيدا کوي، پر ځاى يې لګوي، اړو وګړيو ته يې په پور ورکوي او چې اړ کېږي؛ نو له نورو يې اخلي، د خپلو وارثينو غم هم ورسره وي او وروستۍ دا چې د پيسو په کارولو کې د شيطان پر لاره لاړ نشي؛ نو دې کې شک نشته، چې هغه د پوره انسانيت درجې ته رسېدلاى ))

هر انسان ته پکاردي، چې د پيسو په اړه پراخه لاس ولري او له کنجوسۍ څخه ځان وژغوري، بل دا چې هڅه وکړي، چې خپلې پينځه شپې خوشحاله تېرې کړي؛ ځکه پيسې د جسماني سوکالۍ لپاره وي او پر دې به هم پوه ياست، چې بې له جسماني سوکالۍ څخه اروايي سوکالي ناشونې ده.

هغه څوک چې د پيسو په اړه پراخه لاس ولري، هغه د خپلو دوستانو په ښه هم راځي. د پيسو پر مهال له خپلو دوستانو سره مرسته نه کول، په اصطلاح سم کفر دى. که موږ داسې وکړو؛ نو د وګړيو په زړونو کې به مو ځانته کورونه جوړ کړي وي او څښتن تعالى به مو په کاروبار کې برکت هم واچوي.

يو شى بل چې ډېر مهم دى،هغه دا چې که انسان خپله منتظم او حسابي و او په اصطلاح له خپل څادر سره يې پښې وغزولې؛ نو په کې يو ډېر ښه خوى پيدا کېږي او هغه د نفس وژنه ده او له نفس وژنې پرته انسان، انسان کېدلاى نشي. جان سټرلنګ [2] وايي (( زده کړه که هرڅومره خرابه وي؛ خو چې نفس وژنه ورسره ملګرې وي؛ نو له هغې ښې زده کړې نه ډېر ښه ده، چې نفس وژنه ورسره نه وي ))

لوستونکي به داسې فکر کوي، چې غريبان او مزدوران په ډېرې خوارۍ پيسې ګټي، دوى به بيخي بېځايه لګښت نه کوي؛ خو د حيرانتيا خبره داده، چې ډېرو ځايونو کې همدا غريب او مزدور وګړي تر نورو ډېرې پيسې بېځايه لګوي. آيا د دوى دغه خوى به قانون له منځه يوسي؟ نه هېڅکله هم نه، تر هغې چې دوى خپله پر خپلو ځانونو واکمن نشي، دا خوى يې له منځه نه ځي. سمويل ډرو څه ښه ويلي دي (( بېځايه لګښت نه کول، وړاندې وروسته فکر کول، د خپل کاروبار ښه اداره کول زموږ د بديو او بدو خويونو تر ټولو ښه اصلاح کوونکي دي. دوى ته په خپل زړه کې ځاى ورکړئ، دا به پر تاسې هېڅکله جبر نشي، يوازې دا نه چې جبر به درباندې نه وي؛ بلکې د دې په واسطه به د نړۍ له هر ډول قوانينو او محکمو پرته  خپلې بدۍ او نيمګړتياوې اصلاح کړئ.

سقراط ويلي دي (( که هرڅوک په زړه کې دا هيله لري، چې په نړۍ کې د يو خوځښت سر لارى شي؛ نو ورته پکار دي، چې لومړى په خپل زړه کې د خوځښت جوش پيدا کړي، لومړى پر خپل ځان واکمن شي؛ له دې وروسته شونې ده، چې خپلې موخې ته ورسي. هغه څوک چې پر بېځايه لګښت اموخته وي، تاسې يې وګورئ، تل به خوار و ذليل وي. د نورو په نظر کې څه؛ بلکې دوى ته خپله هم ځان کم او سپک ښکاري. زه دې ته حيران يم، چې د دې ډول وګړيو زړه ته دا ولې نه راځي، چې زما له مړينې وروسته به زما د اولادونو څه حال وي؟ ولې له خپل مرګ څخه وروسته د خپلو بچيو هيبتناک تصوير ورته ذهن ته نه راځي؟ ښاغلي کوبډن [3] يو ځل د مزدورانو يوې غونډې ته وويل (( نړۍ کې تل دوه ډوله وګړي ژوند کوي، يو هغه دي، چې ټول عمر بېځايه لګښت کوي او خپلې پيسې په دې ډول له لاسه ورکوي او دويم يې هغوى دي، چې که يوه پيسه هم لګوي؛ نو پر ځاى يې لګوي؛ خو ياد لرئ، چې تاسې څومره پاخه سړکونه ګورئ، الوتکې او  بېړۍ ګورئ او يا ټول هغه شيان چې د انسان د سوکالۍ لپاره رامنځته شوي دي، دا ټول دې دويم ډول وګړيو رامنځته کړي دي. هغوى چې پيسې بېځايه لګوي، ډېر ځل د همدوى غلامان شوي او غلامان کېږي. دا د فطرت قانون دى او که زه ووايم، چې بېځايه لګښت کوونکي پرمختګ کولاى شي؛ نو ما نه به د نړۍ تر ټولو درواغجن او منافق بل يو نه وي. ))

سټربرايټ هم يو ځل د مزدورانو غونډې ته په وينا کې ويلي و (( الحمدالله چې اوس د انګلستان هرې درجې وګړيو سره دا فکر پيدا شوى، چې بايد له بد حالته ووځي او ښه ژوند ته لاره پيدا کړي؛ خو ياد لرئ، چې پرمختګ يوازې په فکر او هيلو لرلو باندې نشي کېدلاى. د پرمختګ لپاره دا درې څيزونه ډېر اړين دي (( زيار، بېځايه لګښت نه کول او له بدو کړنو څخه ځان ساتل )) تر هغې چې موږ دا خويونه ځان کې پيدا نه کړو؛ نو پرمختګ نشو کولاى. د پرمختګ لپاره کومه نوې لاره نشته، هماغه پخوانۍ لاره ده، چې پخواني پرې تللي، موږ هم بايد پرې لاړ شو. ګورئ! هغوى په ځان کې پورتني خويونه راوستي وو؛ نو ځکه نن ورځ په انګلستان کې د پانګې له لحاظه د منځنۍ درجې وګړي ډېر دي. يو مهال داسې هم و، چې چا دغو ټکيو ته پام نه کاوه؛ نو په انګلستان کې له غريبو او پانګوالو پرته د منځنۍ درجې وګړي نه وو.تاسې بايد په دې تمه ونه اوسئ، چې حکومت يا قانون به ستاسې ژوند ته تغير ورکړي. ما چې په دې اړه څومره سوچ و فکر کړى؛ نو دې پايلې ته رسېدلاى يم، چې تاسې بايد په خپله له ځان سره مرسته وکړئ، له دې پرته ستاسې د پرمختګ بله هيڅ وسيله نشته. بېځايه لګښت نه کول، دا مانا نه لري، چې پيسې راټولې کړئ، په بکس کې يې کلپ کړئ او د خزانې مار غوندې شپه و ورځ ترې تاوېږئ. بېشکه چې دا تر ټولو ذليل او پست کار دى او دې کې هم څه شک نشته، چې بخيل انسان ټول عمر ذليل و خوار وي. بېځايه لګښت نه کول، په دې مانا چې پيسې يوازې د ژوند او ځان د سوکالۍ لپاره ولګول شي، په لګښت کې لاس نيول يوازې ددې لپاره چې بل چا ته لاس نيولو ته اړ نشې، بېشکه يو ستر کار دى. په پيسو کې د دوستانو او ملګرو د حقونو په پام کې ساتل، د خپل قام له وګړيو سره هر اړخيزه مرسته کول د قدر او ستاينې وړ کار دى.

فرانسس هارنر [4] يو ځل خپل يو زوى ته د نصيحت په ډول ويلي و (( که غواړې چې سوکاله او ارامه ژوند وکړې؛ نو بېځايه لګښت نه ځان وژغوره. دا يو داسې صفت دى، چې بايد د نړۍ ټول وګړي يې خپل کړي. همدا صفت د ازادۍ بنسټ دى او ازادي د هر هوښ لرونکي او لوړ حوصله انسان لومړنۍ اړتيا ده. هر انسان ته پکار ده، چې له خپل څادر سره پښې وغزوي، څوک چې له خپلو لاسته راوړنو څخه ډېر لګښت کوي؛ نو هغه خامخا يو مهال د نورو د لاس آله ګرځي.

هغه ښاغلي چې د څو ورځو عيش و عشرت نه خپله ټوله پانګه ځاروي، د خپلو دوستانو او خپلوانو فکر ورسره نه وي، سمه ده، چې دوى به تر يو مهاله په دې نشه کې داسې مست وي، چې هېڅ باندې به هم نه پوهيږي؛ خو کله چې د غربت تروشوالى دوى له نشې راوباسي؛ نو بيا په خپلو کړنو پښېماني ښکاروي او همدغه مهال ورته د خپلو پيسو قدر معلوم شي او په اصطلاح (( چې سيفو شي؛ نو بيا پوه شي ))

دا بېځايه لګښت کوونکى که فطرتي سخي هم وي؛ خو د خپلې بې پروايۍ پايله يې دا شي، چې خپل ځان ورته خپله ذليل او سپک ښکاري؛ ځکه ده خپله ټوله پانګه په يو ځل له لاسه ورکړي وي او کله يې چې پانګه له لګښتونو نه کمه شي؛ نو اړ کېږي، چې له نورو په يوې داسې نامعلومې هيلې پور واخلي، چې د بېرته ورکولو هېڅ درک يې ورته معلوم نه وي.

د وخت په تېرېدو سره نه يوازې دا چې هغه بېرته خلاص نه کړي؛ بلکې له سره يې د خپلواکۍ تاج هم راولوېږي او ورو ورو خپل شرافت هم په دې لاره کې بايلي. دا ډول وګړي د نړۍ ستر شکايت کوونکى وي او هرڅوک خپل دښمن ګڼي؛ خو رښتيا دا دي، چې هېڅوک هم ددوى دښمن نه وي؛ بلکى دوى خپله د خپل ځان دښمنان وي. که څوک په خپله پر خپل ځان رحم ونه کړي؛ نو له نورو پر ځان د رحم کولو هيله ستره بې عقلي ده. هغه څوک چې په ژوند کې يې ځان په حساب و کتاب روږدى کړاى وي او په بسم الله بسم الله قدم پورته کوي؛ نو په جېب کې يې خامخا دومره پيسې پيدا کېږي، چې د يو غم او ستونزې پر مهال نورو ته اړ نشي، تر دې چې له نورو سره هم د غم او ستونزې پر مهال مرسته کولاى شي؛ خو هغه چې د لګښت پاچا ګڼل کېږي، يوازې نوم يې پاچا وي، هغه هېڅ ددې وړتيا نه لري، چې له چاسره د ستونزې او غم پر مهال مرسته وکړي.

دې کې شک نشته، چې لنډ فکر کول ددې سبب کېږي، چې کاروبار ته د انسان زړه تنګ شي او په دې ډول په دې نړۍ کې پرمختګ کول ستونزمن دى. ښاپېرک هېڅکله د لمر رڼا کې سترګې نشي غړولاى او نه هم په کوهي کې ايساره چنګښه د سمندر تصور کولاى شي.

يانې  څوک چې يو ځل په پست ژوند کولو روږدى شو؛ نو هغه بيا تر مرګه په همدې پستۍ کې خوښ وي. هغه هېڅکله د ځان د لوړتيا فکر نشي کولاى. د هغه فکر جزئياتو پورې تړلاى وي، د کلياتو فکر يې په سر کې نه ځاييږي. دې کې شک نشته، چې ديانتداري د سخاوت غوندې ستر حکمت ته اړتيا لري، تاريخ کې ددې ډېرې بېلګې شته، چې ترې زباديږي، ديانتدار او سخاوتمن انسان هر وخت بريالى وي، بخيل او زړه تنګى انسان ټول عمر پاتې وي؛ يانې څه چې په دېګ کې وي، هماغه کاسه کې هم راځي.

د تشې کڅوړې سر هر وخت ځوړند وي، لکه د پوروړي چې هيڅکله سر نه پورته کېږي. پور وړى د وخت په تېرېدو حريص شي او ورو ورو د خپل دې حرص غلام هم شي، په همدې سبب يې سترګې ټيټې وي، د هغه رښتيا هېڅکله رښتيا نه وي. دا خبره چې هر چا کړې ښه يې کړې (( د پور پر شا درواغ سپاره وي ))؛ يانې د پور ادا کولو او د پوروړي له غوښتنو ځان ژغورلو لپاره انسان اړ کېږي، چې ژمنه ماته کړي او ځينې مهال د درواغو ژمنې وکړي. په لومړي ځل دا ډېر اسان دي، چې څوک پور وانخلي او د پوروړي له احسان څخه بچ پاتې شي؛ خو که يو ځل يې دا بار پورته کړ؛ نو دويم، درېيم او ... ځل لپاره يې پورته کولو کې کومه ستونزه نه رامنځته کېږي او اخر پايله داشي، چې دا سړى د پور په جال کې دومره ونښلي، چې بيا هر څومره کوښښ وکړي، ترې نشي وتلاى.

که يو څوک يو درواغ ووايي؛ نو ددې درواغو د رښتيا کولو لپاره بيا اړ دى، چې څو نور دروغ هم جوړ کړي، همدا ډول پور هم دى، که يو ځل دې له چا څخه پورو اخيست؛ نو د هغه پور پرې کولو لپاره اړ يې، چې څو نور پورونه هم واخلې. جانسن د پور په اړه څه ښه ليکي، چې له پور اخيستلو سره ځان مه عادت کوئ؛ ځکه پور نه يوازې تاسې ته ستونزې راپيدا کوي؛ بلکې له سلګونو کړاوونو سره مو هم مخ کوي او د پور پايله غربت ... غربت ... غربت دى او له غربت پرته بل هېڅ هم نه ده. تاسې به پوهېږئ، چې د همدې غربت په سبب انسان له ډېرو نېکيو لرې پاتې کېږي. د همدې غربت په سبب انسان د جرمونو مرتکب  کېږي؛ نو ځکه زه وايم، چې وس مو رسي، له پور اخيستلو څخه ځان وژغورئ او هر وخت په دې فکر کې اوسئ، چې څرنګه له غربت نه ځان وساتئ. د انسان د ټولو خوښيو وژونکى همدا غربت دى. هڅه وکړئ څومره پيسې چې درسره دي، له هغې کمې ولګوئ. بېځايه لګښت نه کول، تاسې ته يوازې سوکاله ژوند نه دربښي؛ بلکې تاسې ته سخا هم دربښي. څوک چې له خپل ځان سره مرسته نشي کولاى، هغه به له نورو  سره څه مرسته وکړي. موږ له نورو سره هغه مهال مرسته کولاى شو، چې له موږ سره د خپلو اړتياوو  نه اضافه پانګه وي.

بايد هر څوک هره ورځ خپل ټول لګښتونه له ځان سره وليکي او ماښام يې له خپلو لاسته راوړنو سره پرتله کړي. ښاغلى لاک [5] په دې اړه وايي (( انسان تر هغې حساب نشي زده کولاى؛ تر څو چې هر وخت يې د لګښتونو ليست په مخ کې پروت نه وي )) ځوانانوته پکار دي، چې هر کار پيل کوي؛ نو بايد په ډېره ښه طريقه يې پيل کړي؛ ځکه د کار د پيل ښه والى نيم برياليتوب دى. ډېرى ځوانان چې د يو کار په لومړي سر کې بې پروا وي، وروسته يې بيا له داسې سختو ټکرونو سره مخه شوې، چې همت يې په کې وژل شواى.

(( نيمکرغه کال له پسرلي معلوميږي ))

د يو کار پيل چې ښه وي، همدغه يې د برياليتوب نښه ده. ډېرى وګړي چې بريالي دي، هغوى د يو کار پايله په پام کې نيسي. پخوانيو چې کوم کار پيل کړاى وي او يو ځاى کې ترې پاتې وي، دوى يې بيا له پيل څخه نه پيل کوي؛ بلکې له هغه ځايه يې پيل کوي، چې له هغوى پاتې وي؛ ځکه دوى ته يوازې غوره پايله مهمه ده.

يو چانه چا وپوښتل، چې ولې دې زوى کاروبار کې پرمختګ ونه کړ او هر څه يې له لاسه ووتل؟ هغه ورته ځواب ورکړ (( ګوره که يو کاروباري سړى د کاروبار په پيل کې په چولو خوړلو ځان روږدى کړي؛ نو په پاى کې د پولاوونو او چرګانو خوړلو ته خامخا رسيږي؛ خو زما زوى په لومړي سر کې ځان په پولاوونو او چرګانو روږدى کړى و؛ ځکه اوس د چولو خوراک ته راورسېد ))

د ځوانانو د پرمختګ لاره کې اړوونکي او غولوونکي څېزونه ښه ډېر وي، که چېرې دوى د نفس يوې غوښتنې ته وسله کېښوده؛ نو پوه دې شي، چې بيا به قدم پر قدم له خوارۍ او ذلت سره مخ وي. نفسي غوښتنو ته تسليمېدل د انسان په زړه کې د پرمختګ فطري جذبه وژني. هر کله چې ستاسې اماره نفس تاسې ته د بديو بلنه درکوي؛ نو تاسې په ډېره زړورتيا ورته يوازې (( نه )) ووايئ، يوازې په همدې د هغې خوله تړل کېداى شي. د بديو په اړه زړه نا زړه کېدل داسې دي، لکه د بلا په خوله کې چې څوک ولويږي. ياد لرئ چې کومه ښځه د خپل عزت خوندي ساتلو په اړه غوڅ دريځ ونه لري،؛نو يوازې په دعاګانو يې نشي ساتلاى.

بدۍ چې څنګه بدې دي، هماغسې يې بدې ګڼل، ترې د ځان ژغورلو مانا لري. اوس ستاسې خوښه چې خپله ترې ځان ژغورئ او که يوازې په دوعاګانو بسنه کوئ، چې خدايه ما له بديو وژغورې. انسان ته په ژوند کې په سلګونو بېلارې کوونکي شيان  مخې ته کېږي، که يو ته يې هم تسليم شو؛ نو وګڼئ چې خپله يوه نيکي يې له لاسه ورکړه. ډېرى ځل انسان په ډېره ستونزه له يوې بدۍ ځان وژغوري؛ خو له بلې څخه ځان ژغورل ورته بيا دومره ستونزمن نه وي او همداسې ورو ورو په دې لاره بلد شي.

هګ ملر ليکي (( زه يو مستري وم، يوه ورځ ما او زما ملګرو له معمول نه ډېرې پيسې وګټلې. ټولو غوښتل چې راځئ! په دې خوښۍ کې د شرابو يوه ميله وکړو، ما هم له ملګرو سره ومنله او په دې ميله کې مې د يوې پيالې پر ځاى دوه پيالې شراب وڅښل. کله چې کور ته راغلم؛ نو خبرې مې په واک کې نه وې، پښې مې هم له واکه وتې وې، چې کتاب  به مې لوسته، توري به رانه الوتل، سترګې مې په يو ځاى نه ودرېدې، خپل دې اکر ته يوڅه خفه غوندې شوم، وروسته سخت پښېمانه وم، په زړه کې مې کلکه اراده وکړه، چې بيا به شراب شونډو ته هم  ورنه وړم. همدغې کلکې ارادې راته دومره ګټه وکړه، چې اوس له هغې بدې بلا څخه د خداى جل جلاله په فضل بچ پاتې يم.

په همدغسې غوڅو پرېکړو انسان کولاى شي، له بديو ځان وژغوري. څه فکر کوئ که ملر دويم ځل بيا هم شراب څښلي واى؛ نو بيا به يې بچ کېدل ترې ستونزمن نه و؟ که په دې ډول هغه د شرابو په څښلو عادي شوى واى؛ نو بچ کېدل به يې ستونزمن څه؛ بلکې ناشونې واى.

شراب څښل د ځوانانو لپاره د وژونکو زهرو غوندې دي. ښاغلى والټر سکاټ د انګلستان نوميالى شاعر او کيسه ليکوال ليکي (( شراب څښل او کمال نه يو ځاى کېږي، يانې له شرابيتوب سره کامل سړيتوب هېڅ شونتيا نه لري. شراب؛ د بېځايه لګښت نه کولو خوى، روغتيا او ايمانداري ټول له خاورو سره خاورې کوي. ))

که څه هم کلکه اراده له بديو څخه ژغورولو لپاره غوره ده؛ خو اصل خبره دا ده، چې تر هغې خيالونه بدل نشي، د خويونو د بدلولو لپاره که زرګونه کوښښونه وشي، ټول به د اوبو پر مخ له کرښې پرته هېڅ هم نه وي. پرځان حاکميت او واکمنېدل له ټولو واکمنيو غوره وي. د پيسو او دولت په اړه سلګونه ويناوې او په شلګونو متلونه د وګړيو په خولو کې ګرځي راګرځي. وګړي وايي (( له څاڅکي څاڅکي درياب جوړېږي. کومه روپۍ چې بچت کېږي، داسې وګڼئ لکه نوې يې چې ګټئ. چې ستونزې نه وي؛ نو پيسې هم نشته او چې پيسې نه يې نو مټايي په څه شي اخلې؟ چې لاسته راغلې ټولې پيسې لګوې؛ نو څه شى به بچت کړې؟ د شپې وږى وېده کېدل له دې غوره دي، چې سهار ته پوروړى راوېښ شې او سهار وختي له خوبه ويښېدل د پيسو موندلو نښه ده ))

 په دې ډول متلونو کې د پانګوال کېدو پټ رازونه پټ دي. په دې ډول غونډلو کې د پخوانيو وګړيو تجربې نغښتل شوي وي. حضرت سليمان عليه السلام فرمايلي دي (( اى لټه! له مېږي يې زده کړه. څوک چې د سېلابونو له وېرې کښت نشي کرلاى؛ نو غنم به له کومه کړي؟ د ګېډې بنده او شرابي دواړه هر وخت غريب وي. وړاندې فکر کول، زده کول له دې نه ډېره غوره ده، چې سړى د پيسو پيدا کول زده کړي. ))

که انسان زيارکښ وي او پر بېځايه لګښت روږدى نه وي؛ نو ډېر ژر ښايي هغه حالت ته ورسي، چې هېچا ته به اړ نه وي. يوه روپۍ که څه هم دومره ارزښت نه لري؛ خو که همدا يوه روپۍ هم سړى پر ځاى ولګوي او بېځايه يې ونه لګوي؛ نو شونې ده، چې خپله ټوله کورنۍ له سلګونو ستونزو او کړاوونو څخه وژغوري. د ټومس رايټ [6] په نوم يو مزدور و، چې د مينچيسټر ګودام کې يې کار کاوه. دده په ذهن کې يو دم دا خيال پيدا شو، هغه مجرمين چې له زندان څخه راوځي هغوى بيا نېکان کېداى نشي، هغوى خپل بد خويونه نشي پرېښوداى. ده به هر وخت دا فکر کاوه، چې کومه داسې لاره ومومي، چې له زندان نه راخلاص شوي مجرمين بېرته نېکۍ ته پرې راوبولي. دغه سړي به د سهار له شپږو بجو تر ماښام شپږو بجو پورې په ګودام کې کار کاوه. دا چې دى يو امانت دار او زيارکښ انسان و؛ نو ځکه يو څه وخت وروسته د همدې ګودام مشر وټاکل شو. کوم بنديان به چې له زندان نه راخلاصېدل، ده به د وزګارتيا پر مهال ورته نصيحت کاوه. په همدې ډول يې تر لسو کالو د دې ډول وګړيو په اصلاح کې کوښښ وکړ او پايله يې دا شوه، چې درې سوه هغه مجرمين چې کاروبار يې غلا او دوکه بازي وه، کارو بار او زيار ګاللو ته يې راواړول.

که څه هم ددې سړي مياشتنۍ لاسته راوړنه اتيا روپۍ وې؛ خو دا چې بېځايه لګښت يې نه کاوه؛ نو ځکه خو يې نه يوازې له خپلو دوستانو سره مرسته کوله؛ بلکې له ډېرو نورو غريبانو او اړو وګړيو سره به يې هم مرسته کوله.  دده ژوند دا په زباد رسوي، چې  که انسان بېځايه لګښت ونه کړي او زيار وګالي؛ نو خپله به هم ښه په ارامه ژوند تېر کړي او نورو سره هم کولاى شي مرسته وکړي. هر کار چې په ديانتدارۍ سره ترسره شي؛ نو انسان په کې عزتمن کېداى شي، دا مهمه نه ده، چې دا کار دې موچيتوب وي او که ګنډل او يا هم پښګري او رخت اوبدل. فولر [7] ويلي دي (( د کومو ديانتدارو او زيارکښانو کسبونو ته چې نړۍ وال په کمه سترګه ګوري، دوى بايد پر دې ونه شرمېږي، شرم دې هغوى وکړي، چې په بې ايمانۍ پيسې پيدا کوي. )) لارډ ټنډرټن يو ځل خپل زوى ته يو دوکان وښود او ورته يې په ډېر وياړ وويل (( زما پلار؛ يانې ستا نيکه به په دې دوکان کې ناست و او د خلکو وېښتان به يې جوړول )) يو چا د فرانسې د فمس ښار يوه پادري لارډ بشپ فلچر ته د پيغور په ډول وويل، چې تا لومړى شمعې جوړولې او پلورلې؟ هغه ورته په ځواب کې وويل (( هو وروره! ما لومړى شمعې جوړولې، زيار مې وګاله او دومره پرمختګ مې وکړ؛ خو که ته زما پر ځاى واى؛ نو اوس به دې هم شمعې جوړولې او هېڅ پرمختګ به دې نه و کړاى. )) پورټر [8] د ماشومتوب په ورځو کې سخت غريب و. د وګړيو کورنو کې به يې مزدوري کوله؛ خو همدا چې زيار يې وګاله او بېځايه لګښت يې نه کاوه؛ نو اخر ترې يو ستر پانګوال جوړ شو. يو ځل برنارډ ترې وپوښتل، چې ستا د پرمختګ اصلي لامل  څه شى دى؟ هغه ورته ځواب ورکړ (( ما يوه روپۍ او يو ساعت وخت هم بېځايه نه دى لګولاى ))

د پيسو تر لاسه کولو لپاره همت ته ډېر اړتيا وي. جان فاسټر ليکي (( يو پانګوال ځوان د دوه  درې کالو په اوږدو کې خپلې ټولې ځمکې او کورونه له بېځايه لګښت نه ځار کړل او سړى بيخي تش لاسى شو. دا مهال يې نو نه دروغجن ملګري پکار شول او نه دوستان. ده چې له وګړيو سره کومه غمخواري کړې وه، د هغې پايله دا شوه، چې وګړيو به له ده څخه کرکه کوله. کله چې ښه ډېر اړ شو او خپل راتلونکى يې له ستونزو او کړاوونو ډک وليد؛ نو که څه هم ځان ډېر خوږ وي؛ خو دى د ځان وژنې په فکر کې شو. له ځان سره يې پرېکړه وکړه، چې بايد له غره نه ځان وغورځوي. هماغه و، چې د غره سر ته وخوت، پر يو کمر ودرېد. په همدې کې يې له پاسه لاندې ټول هغه کورونه او ودانۍ وليدې، چې يو مهال دده خپلې وې. همدې سره د فکر په درياب کې ډوب شو. له څو ساعتو تېرېدو څخه وروسته له يوې نوې پرېکړې سره د فکر له دريابه راووت. دا ځل يې همت او خپلواکۍ مټ نيولاى و او د نجات ساحل ته يې روان کړى و. له ځان سره يې وويل، چې ستونزمنه خو نه ده، چې دا هرڅه بېرته راخپل کړم.  هماغه و، چې له غره راکښته شو. لاندې يې يو څو مزدوران وليدل، چې د ډبرو سکرو په کان کې يې کارکاوه. دى هم ورسره يو ځاى شو. څومره پيسې به يې چې ګټلې، نيمې به يې لګولې او نيمې به يې ساتلې. اخر يې په همدې کار کې دومره پيسې پيدا کړې، چې يوه وړه سوداګري يې پيل کړه، په هغه کې يې هم همداسې سپما کوله او په پاى کې بيا يو سترپانګوال ترې جوړ شو. جان فاسټر وايي (( ما هغه سړى همداسې تعقيبوه، خپلې ټولې ځمکې او کورونه يې بېرته واخيستل او کله چې مړ کېده؛ نو شپږ لکه روپۍ ترې پاتې هم شوې )) دې کې شک نشته، چې دې سړي کې د پرېکړې ځواک و. پر کومو خبرو يې چې غره کې سوچ و غور کړاى و، هملته يې پرېنښودې؛ بلکې له ځان سره يې لاندې راکښته کړې. لاندې همت او خپلواکي د دوو تکړه انډيوالانو غوندې ورسره ملګري شول، پرڅه يې چې هلته سوچ کړى و، هماغسې يې وهم وکړل؛ نو ځکه په خپله موخه کې بريالى هم شو.

که دغه سړي په لومړي سر کې خپلې پيسې د عامه ګټو لپاره لګولې وې، څومره به د قدر وړ سړى و. انسان که په هر څومره ديانتدارۍ پيسې پيدا کړي؛ خو چې د عامه ګټو لپاره يې ونه لګوي؛ نو هغه ذليل او خوار انسان ګڼل کېږي. ځوانان بايد هر وخت دې ته پام وکړي، چې د ځوانۍ د بېځايه لګښت نه کولو خوى، يې په زړښت کې په کنجوسۍ وانه وړي؛ ځکه هغه کار چې ده ته په لومړي سرکې ستر ثواب ښکاري په ستره ګناه وانه وړي. د پيسو مينه د انسان زړه تنګ و تياره کوي او نه پرېږدي، چې د نېکو خويونو نور ورته راننوځي.

چا چې په خپل کوښښ او زيار پيسې پيدا کړي وي، هماغه د ډېرې ستاينې وړ دى؛ خو دا هم ياد لرئ، چې نيک چلن يوازې پيسو پورې هم نه دى تړلاى. چا سره چې هر وخت د يوې يوې روپۍ د ساتلو فکر وي، هغه هېڅکله نېکو او عام ګټو کارونو کې خپلې پيسې نه لګوي. هغه پر دغسې مهال سخت غريب او خوار وي. هر چا چې ويلي ښه يې ويلي (( په نېکو کارونو کې لګښت زړه پورې اړه لرې، نه مال پورې )). ځينو ځايونو کې چې سړى يوه روپۍ هم له ښه نيته ولګوي، د اشرفيو نه هم زيات ارزښت لري. زه نه پوهېږم، هغه وګړي به له پانګې او ودانيو څخه څه خوند اخلي، چې بکسونه يې له پيسو ډک وي؛ خو د عامه ګټو لپاره د لګولو همت ورسره نه وي. ځمکې يې ډېرې او پراخه وي؛ خو زړه يې تنګ وي. کور کې هر څه لري؛ خو دى يې د لګښت حوصله نه لري. سړى دلته ويلاى شي، چې غربت او بډاينه زړه پورې تړلې ده.

يو ښکاري د يوې تنګې خولې منګي کې لږ مټايي واچول او په ځنګل کې يې کېښود. په دې کې يوه شادي د منګي خواته ورغله، چې ويې کوت؛ نو مټايان يې په کې وليدل، لاس يې منګي ته وردننه کړ، له مټايانو يې موټى ډک کړ او غوښتل يې چې راويې باسي؛ خو دا چې د منګي خوله تنګه وه؛ نو ځکه ډک موټى ترې نشو راوتى. هغه دومره نه پوهېده، چې موټى خلاص کړي، له منگي مټايان راچپه کړي او بيا يې  وخوري. په همدې هڅه کې وه، چې ښکاري پرې راغى او ويې نيوله.

دغه بېلګه کټ مټ د هغو په اړه هم سمه ده، چې د پيسو په جال کې تر هغې راګير وي؛ تر څو چې ستر ښکاري يانې مرګ ورباندې راشي او له ځان سره يې بوځي. دې بېلګې ته لږ ځير کېدل پکار دي. که موږ وغواړو، چې زموږ اکر دې هغې شادي غوندې نشي او په دې اړه لږه هڅه هم وکړو؛ نو له سلګونو بلاګانو څخه ژغورل کېداى شو.

د پانګې په تعريف کې وګړيو ډېر زياتى کړى دى؛ خو که لږ غور وکړو؛ نو ښکاره معلوميږي، چې په نړۍ کې څومره ستر کارونه تر سره شوي ټول پانګوالو نه دي کړي. د اروپا د ننني خپرېدونکي علم و هنر بنسټ ايښودونکي ډېرى غريبان وو. پيسې ډېرى ځل د انسان په وجود کې د شته وو طبعي هڅو مخې ته خنډ کېږي. تاسې د هغو پانګوالو اولادونو ته وګورئ، چې په کراره ناسته بې له دې چې کومه ستونزه وګالي، د پلار او نيکونو نه ورپاتې ځمکو او پانګو باندې پانګوال شوي وي؛ نو دولت د دوى په وړاندې د نعمت پر ځاى د افت بڼه خپلوي. دغسې په مفته د پانګې پيدا کوونکي ډېر لټان او تنبل وي. دوى ډېرى وخت په دې فکر وي، چې څرنګه خپل ارزښتناک وخت بېځايه او بې ګټې تېر کړي. که همدغه پانګوال چې پانګه مفته په لاس ورغلې، خپله پانګه او ورسره وخت پر ځاى ولګوي؛ نو څومره ښه کارونه پرې کولاى شي.

هر سړى بايد ددې هڅه وکړي، چې په خپل قام کې ځان ته يو ځاى پيدا کړي؛ خو دا کار يوازې په پانګې او جرګو مرکو هم نشي کېداى، نېک چلن غريب له بد چلن پانګوال نه سل ځله ښه دى. د ژوند موخه د بدن، زړه، دماغ او روح پرمختګ دى؛ نو ځکه هغه پانګه ګټوره وي، چې ددې توکيو د پرمختګ سبب وګرځي. پانګوال د خپلې پانګې په سبب شونې ده، لوړو مقامونو ته ورسي؛ خو دا ناشونې ده، چې دوى دې په کې عزتمن شي. تاسې به په زرګونو داسې پانګوال ووينئ، چې د هوښيارانو او پوهانو په مجلسونو کې يې هېڅ قدر نه وي او دا ځکه چې هغوى _ دوى يوازې د خزانو او پانګې ساتونکي ګڼي، نه څښتنان.

په خپل قام کې عزتمن کېدل د وګړيو پر زړونو واکمنۍ پورې تړلى وي او دا واکمني يوازې د پيسو په سبب نشي تر لاسه کېداى. يوازينۍ لاره يې نېک چلن، بريالۍ تجربې او د قام لپاره نوښتونه کول دي