زه نه پوهېږم، چې تاسې به په خپل عملي ژوند كې څنګه ياست او يا هم وئ ؟ خو په ما کې د کمۍ (كمترۍ) احساس له وړکتوبه شته، سره له دې چې پوهنتون مې ولوست، په ځينو دفترونو کې مې دندې هم تر سره کړې؛ خو اوس هم په ځينو چارو کې هسې راته ځان کم ښکاري. ښه پوهېږم، چې هېڅ خبره هم نشته، بيا هم يوه پټه وېره په زړه کې راسره وي. اوس مې چې ددې کتاب ژباړه پاى ته رسولې او دغه جملې پرې ليکم، هم مې زړه او ذهن ته راځي، چې که هغه يا دغه ملګرى مې دا خبرې ولولي، څومره به راپورې وخاندي، څومره به ساده او ...  ورته ښکاره شم، څومره ټوکې به راپورې وکړي. دا او دې ته ورته ډېرې خبرې مې ذهن او زړه ته راځي.

خو که زه هم له خپلو دې سوچونو راووځم او تاسې هم فکر وکړئ، خداى جل جلاله مه کړه ما خو کوم داسې  ناوړه او ناسم کار کړاى هم نه دى؛ ښه نو بيا ولې دا ډول سوچونه ذهن ته راځي؟ ښايي لامل يې هماغه د کمۍ احساس وي، چې له ماشومتوبه راسره ملګرى دى.

ښايي دا ناروغي يوازې په ما کې نه وي، کېداى شي ډېرى ځوانان او ... هم دا ناروغي ولري؛ هو ډېرى داسې ځوانان شته، چې يو شونى کار ورته ناشونى ښکاري، يو ډېر عادي کار به ورته له خپله وسه وتلاى ښکاري، د ډېرو عادي مسايلو په اړه به فکر کوي، چې لار ترې ورکه ده، وړو ستونزو او کړاوونو ته به وسله غورځوي او په اصطلاح د مبارزې متره به په کې نه وي. زه دا خبرې د خپل ځان او ځينو نږدې ملګرو له ژونده درته ليکم. زما يو څو ملګري هم دا ناروغي لري، چې ستونزو او کړاوونو ته ډېر ژر وسله غورځوي، له ډېر عادي خنډ نه پښه نشي اړولاى او په اصطلاح په نه خبره ستر ستر چانسونه له لاسه ورکوي.

د پورته ناروغيو په لاملونو غږېدل ښايي زموږ له سويې پورته خبره وي؛ خو دومره خامخا پوهېږو، چې د درملنې او له دغو حالاتو راوتلو لپاره ځينې ارواپوهنيز کتابونه لوستل ګټور وي، د سترو او نومياليو وګړيو ژوندليکونه لوستل هم له موږ سره په دې اړه ډېره مرسته کولاى شي.

دا کتاب د انګرېز ليکوال ډاکټر سمويل سمايلز د ((Self Help )) کتاب ژباړه ده، چې لومړى اردو ته ژباړل شواى او بيا (اوس) پښتو ته، چې منځپانګه يې د پورته يادو شويو ستونزو حل؛ يانې ارواپوهنه ده. ليکوال د خپلې ټولنې د سترو او نومياليو وګړيو د ژوندحالاتو،  په بېلګو راوړلو لوستونکي پر دې قانع کوي، چې ژوند کې ستونزې، کړاوونه او ... شته، انسان ته نه دي پکار، چې همت وبايلي او وار پار ورته خطاء کړي؛ بلکې له ستونزو سره مبارزه، له همت او زيار څخه کار اخيستل ورته پکار دي.

 ليکوال لوستونکي په دې هم قانع کوي، چې په نړۍ کې هېڅ کار ناشونى نه دى،که يو څوک زيار وګالي او همت ونه بايلي، ناشوني کارونه هم شوني کېدلاى شي، انسان کولاى شي، له ډېرو عادي وسايلو په  ګټنې د پرمختګ لوړو پوړونو ته ورسي.

ددې کتاب لوستلو پر ما ډېر اغېز وکړ، فکر مې وکړ، چې ښايي ډېرى ځوانان د ژوندچارو په اړه ما غوندې فکر ولري؛  په همدې پار مې پښتو کړ، چې که زما په څېر د يو څو ځوانانو د ژوند ځينو برخو کې بدلون راولي؛ نو ډېر به ښه وي. ما ددې کتاب ژباړه د خپلو يو څو ملګرو ارواوو پورې هم وتړله، که يوازې هغوى يې هم په لوستلو (ښه) بدل شي، بس خپل ارمان پوره ګڼم.

په پاى کې بايد له خپلو خوږو يارانو هريو بشرمل زرغون، محمد روز محتاج او سيد نظيم سيدي څخه غرونه غرونه مننه وکړم، چې په دې اړه يې وخت ناوخت ښې مشورې راکړي او ځينې مهال يې مرسته هم راسره کړې ده، راته دې ژوند وي. د مومند خپرندويې ټولنې څښتن نصيرالله مومند دې هم اباد اوسي، چې دا کتاب يې چاپ کړ او ښاغلى... دې هم له غمه په امان وي، چې د کتاب پښتۍ يې ډيزاين کړه.

 

په دې هيله چې د ژوند په ټولو چارو کې بريالي اوسئ

 

هجرت الله اختيار