غزل
د زړه په دښت کې مې پراته دي لور په لور غمونه
جانانه بس دی زیاتې مه راکوه نور غمونه
ستا له جفا نه پس مې هره طریقه وکړله
نه په ژړا باندې کمیږي نه په زور غمونه
خدای مې دې هیڅکله بې غمه نه کړي ستا له غمو
ما او زړګی خو مې ساتي یاره،سمسور،غمونه
لکه تالاب ته چې کړې کاڼی ورګوزار،دغسې
د زړه په غلې دنیاګۍ کې مې کړي شور،غمونه
له (ګاونډي) سره به وروسته کړو حساب و کتاب
ښه خبر دا ده چې اول حل کړو د (کور) غمونه
په دې بې غمه زړه اشنا شعرونه نه شې لیکی
که شعر لیکې نو له ګوهره واخله پور غمونه
انعام الله ګوهر