غزل

جانانه راشه ستا راتګ ته په سلګو دی ارمان

زما په زړه کې زیاتې نور په ختمېدو دی ارمان

یو خو زما والله د ستا ښکلې مسکا خوښه ده

بل مې د ستا د ښکلي مخ د ښکلېدو دی ارمان

خدای دې په مینه کې څوک دومره هم بې وسه نه کړي

زما له اوښکو سره ګډ په بهېدو دی ارمان

زه خو دې وویستم له کاره ،دا پروا نه لري

ستا د ځواني موسم هم نور په تېرېدو دی ،ارمــــــــــــــــــان !

په دې وطن کې ته د سولې څادر وغوړوې

خالقه خدایه دا د غټو او وړو دی ارمان

زمونږ د سر او مال قاتله خدای دې وشرموه

ستا شرمېدل د همه واړه پښتنو دی ارمان

هغه ګوهر چې تا پرې ایښی له هغې نه وروسته

د هغه حال جانانه اوس د لېونو دی،ارمـــــــــــــان !

انعام الله ګوهر