غزل

د ژوندانه په هره لار او هر سفر ملګري
خدایه ژوندي لرې زما ټول مسافر ملګري
چې کله ورک شمه د غم په تکه توره شپه کې
له یوې خوا خدای راپيدا کړي لکه لمر ملګري
په پردیسۍ کې راته درې شیان ډېر زیات یادیږي
هغه ساده غوندې جینۍ،د چم ګودر،ملګري
د خپل قاتل او خپل دښمن سره هم مینه کوم
په دې خبره وي له مانه مرور ملګري
ژوند به زما و ډېر بې مالګې او بې خونده غوندې
که چېرته نه وای دغه یو څو قلندر ملګري
زړه مې اخر هم دې ناځوانو راټوټې  ،ټوټې کړ
که هر څو ډېر وګرځول ما پخپل سر ملګري
خدای دي یې کله هم بې شعره ،بې غزله نه کړي
په سختو شپو کې خو همدوی وي د ګوهر ملګري
انعام الله ګوهر