نه مې د ورځې شته خوبونه نه بیګا له غمه
د ژوند په خوند باندې هیڅ پوی نه شومه ستا له غمه
د جانان غمه سرخوړلیه لږ مهلت خو راکړه
چې ځان راخلاص کړمه د دې خوارې دنیا له غمه
خلک به هسې وایي دا چي لیونی شومه زه
زه خو ملګرو لیونی شوم په رشتیا له غمه
ستا له جفا نه پس په دې خبره ښه پوی شومه
په دې دنیا کې نه مړ کیږي څوک د چا له غمه
بیګا مې بیا کړه یاره ټوله شپه په ویښه تیره
بیګا مې خدای شته یاره ډیر ژړلي بیا له غمه
دا کرښې نه دې چې یې لولی ته په مخ د کاغذ
ګوهر خو لیکې دا هر څه ګوره اشنا، له غمه
انعام الله ګوهر