بیا دې له ځانه سره ولې دا غمونه راوړل
مین شوې څه له زړه او څه له دې دردونه راوړل

له مرګه پس به هم نکیر منکر ته دا وایمه
ما له خپل ځان سره نیمګړي ارمانونه راوړل

مونږخلک څه کوو چې څه رنګ تماشې یې وکړې
ستا له کوڅې خو مونږ واپس داغلي زړونه راوړل

خدایه په هغوخلکو جنګ پورې کړې،ختم یې کړې
دا کوموخلکو چې زمونږ چم ته جنګونه راوړل

دا د هغو کار دی چې څنګ کې یې خنجر نیولی
کنه پښتون خو لاس کې هر چاته  ګلونه راوړل

ګوهر دسرو او سپینو وس نه لري ګرانه یاره
د تا لپاره یې څو مات او ګوډ شعرونه راوړل