ورځ مي خرابه وي چي تاته مي کتلي نه وي
داسي شپې کمي دي چې ما په کي ژړلي نه وي
هغه سړی د بيلتانه له غمو څه خبر وي
چا چي په ټول ژوند کې غمونه هيڅ ليدلي نه وي
په دې دنيا کي هر عمل لکه په غره کې چيغه
بد به ونه ريبي چې هر چا بد کرلي نه وي
ستا په يارۍ کي ګلالۍ دومره ژړلي دي ما
چې تا به ټول عمر کي دومره ډير خندلي نه وي
خدايه تر هغه مې ژوندي لرې تر څو پوري چې
دا پښتانه مي ټول په يوه ټغر ليدلي نه وي
ګوهر له تا سره کړي دومره ډيره مينه ياره
ستا به په خوب خاطر کي هم چيرته راغلي نه وي
انعام الله ګوهر