مینه ټینګه اراده غواړي ګوهره

مینه لویه حوصله غواړي ګوهره

په شیشه غر پرې کول اسانه نه دي

دا د عشق پاکه جذبه غواړي ګوهره

اوس مې زړه کې د جانان یادونه نشته

یادول خو حافظه غواړي ګوهره

زړه مې زړه غواړي له تانه، زړه دې راکړه

زړه مې نور څیزونه نه غواړي ګوهره

دلته خلک مینه کفر ګڼي چوپ شه

دلته خلک بهانه غواړي ګوهره

شاعري اسانه نه ده ،شاعري خو

د غمونو سرمایه غواړي ګوهره