په زړګي غمونه نه وای او جانان وای
چې د ژمي اوږده شپه وای او جانان وای
د کوم لوی سیند کناره وای او جانان وای
په اسمان شنه زرغونه وای او جانان وای
چې تر مرګه پوري مست وای او نشه وای
دا دنیا یوه میکده وای او جانان وای
د ځواني رباب مو غیږ کې وای نیولی
د ژوندون خوږه نغمه وای او جانان وای
کاشکي یو ځل داسي شوي وای ګوهره
د ژوندون شیبه شیبه وای او جانان وای