غزل

 

لـــــــــــــــــکه غزل لـــــــــــــکه نغمې خوږې خوږې خــــــبري
په زړه مې اوري یــــــــــــــاره ستــــــــا پستې پستې خبري

ښه مې پـــــــــــه یـــــاد دې لا تر اوسه مې هېر شوي نه دي
چې زه به غوږ وم تـــــــــــــــا بــــــــــــه کړې وړې وړې خبري

جینۍ تــه خوب ورځي او سترګې یې وي سرې د ورځي
کړي تر نــــــــــــــــاوخته له خپل یــــــــار سره د شپې خبري

که یــــــــــــــــــارانه راسره نــــــه کوې نو مـــــــــــــــــه یې کوه
راسره کړه پـــــــــــــــه شواروزکې یـــــــو،دوه ،درې خبري

هېر به مې نه شي او تـــــــــــر مرګه بـــــــــه یـــــــادیږي راته
جــــــــــــــــانانه ستـــــــــــــــا هغــه یو څو ترخې ترخې خبري

ملګري وايي چې پـــــــــه شعر کې یې نوښت نشتـــــه دی
ګـــــــــــوهر کوي هغـــــــــــه زړې کیــــــــــــسې ،زړې خبري