غزل

 

مـــــــا ویل بیا به مینه نه کوم خو بیـــــــــــــــــــا مې وکړه
بس دومره پوه شومه جـــــــــــــانانه چې خــطا مې وکړه

خدایه هغه کس رانصیب کړې چې په زړه کې مې دی
بیــګا مې  وژړل ښـــــــــــه ډير او دا دعـــــــــــــامې وکړه

ته خو به خود هم نه منې چې زړه دې وړی له مــــــــــــــــا
غل خو پخپله بــــــــاندې نه وايي چې غـــــلا مې وکړه

تـــــــــا هم خپل کار اوکړ جـــــــــــــانانه او جفا دې وکړه
مـــــــــــا هم خپل فرض دی پوره کړی او وفـــامې وکړه

بیــــــــــــا خو به تــه هم ټوله شپه ژاړې ،پښېمانه به یې
که دې ازار کړمــــــــــــه لالیـــــــــــــــه او ښېرا مې وکـــړه

د رقیب سر مې دی مات کړی د خپل یــــــار په چم کې
ګــــــــــــوهره خوښ یمه چې دا لویــــــــــــه غزا مې وکړه