په دار ځړیږي هره ورځ یو سر په ښاریه کې

غوغا وي هرې خوا ته جوړ و ي شر په ښاریه کې

کمزوري په کې نه اوسي ،کمزوري ترې  نه تښتي

اوسیږي اوس یوازي زورور په ښاریه کې

خدای خبر د کوم غم دروند څادر یې در اغوستی

فرق نه کیږي د غم او د اختر په ښاریه کې

دا زړه مې په دې دومره لوی جهان کې په تنګ شوی

چې نه مې شته عالمه خپل دلبر په ښاریه کې

تر اوسه یې د خپل طبیعت ملګری پیدا نه کړ

ګوهر غریب ګرځیږي در په در په ښاریه کې