ستـــــــــا په عشق کې یــاره، له هر کاره دی وتلی
زړه مې اوس له واکـــــه او اختـــــــــیاره دی وتلی
هغه وخت چې زه به نــــــــــــاکرار وم ستــــا له غمه
هغه وخت مې ژونـــــــد کې لږ کــــــــراره دی وتلی
د مزل ،منزل او، د اجــــــــل کیسه کې نـــــــــــه وي
چې څوک یو ځل د عشق په پــاکه لاره دی وتلی
زه خو پــــــــــــایېدمه ستا په مینه بـــــــــاندې یاره
تـــــــــا نـــــــــــه پس مې ژوند له اعتباره دی وتلی
دلته اوس مــــــــــــــارانو خپلې ځالي جوړي کړې
زموږه، بلبـــــــــل اوس لـــــــه دې ګلزاره دی وتلی
څوک چې د ګوهر تپوس کوي دا، ورته وایـــــــــه
اوس هغه پــــــــــــــاګل دی او له ښــــاره دی وتلی
انعام الله ګوهر
19.07.2011
- انعام الله ګوهر
د درویش دراني صیب د غزل په لیکه
څـراغونه يې کړي مــړه او بيا يي پريږديغم کړي جوړ په هر کاله او بيا يي پريږديها بې پلاره ماشومان کړي خپلې ميندېپــــه للو للو ويـــده او بيا یي پـــر يـــږديپه دې هـــيله يم ژوندی چې زما په لورېلږ را پــورته کـــــړي باڼه او بيا يي پريږديخدای دې داسې شپون پیدا کړي چې رمه مولږ کــړي تيره تــــر ليوه او بيا يي پريږدياې ځـــونډيه! دا زمــــــوږه اتـــلان خـــــو آزادي راوړي تــــر وره او بيا يي پريږدي...
26.07.2011
- انعام الله ګوهر
ستـــــا د سترګو نشانه بـــــه شم یوه ورځد غمونو افسانـــــــه بــــــــــه شم یوه ورځکه ستـــــــــا حسن زما مینه وه همداسېد دې خلکو تماشه بــــــــــــه شم یوه ورځله دې غــــــــم او له ژړا سره زړګــــــــــیه !ته غم مــــه کړه ،اموخته بــه شم یوه ورځکه دې هـــــــــــــره ورځ دا هسې ځورولـــمدرنــــــــه لاړ به شم، خفه بـــه شم یوه ورځد غزل د عروجونو پــــــــه اســـــــ...