ستـــــا د سترګو نشانه بـــــه شم یوه ورځ
د غمونو افسانـــــــه  بــــــــــه شم یوه ورځ
که ستـــــــــا حسن زما مینه وه همداسې
د دې خلکو تماشه  بــــــــــــه شم یوه ورځ
له دې غــــــــم او له ژړا سره زړګــــــــــیه !
ته غم مــــه کړه ،اموخته بــه شم یوه ورځ
که دې هـــــــــــــره ورځ دا هسې ځورولـــم
درنــــــــه لاړ به شم، خفه بـــه شم یوه ورځ
د غزل د عروجونو پــــــــه اســـــــــمان کې
لکه ستوری راښکاره بــــــه شم یوه ورځ
د هــــــــــغې د لیونۍ میني د لاســــــــــــــه
سودايي او دیوانـــه  بـــــــــه شم یوه ورځ

ګوهر