د درویش دراني صیب د غزل په لیکه

څـراغونه يې کړي مــړه او بيا يي پريږدي
غم کړي جوړ په هر کاله او بيا يي پريږدي
ها بې پلاره ماشومان کړي خپلې ميندې
پــــه للو للو ويـــده او بيا یي پـــر يـــږدي
په دې هـــيله يم ژوندی چې زما په لورې
لږ را پــورته کـــــړي باڼه او بيا يي پريږدي
خدای دې داسې شپون پیدا کړي چې رمه مو
لږ کــړي تيره تــــر ليوه او بيا يي پريږدي
اې ځـــونډيه! دا زمــــــوږه اتـــلان خـــــو
آزادي راوړي تــــر وره او بيا يي پريږدي