غزل
چې رازونــــــــــــودسفرتـــــــــــــــــه سړی رسي
ديقين دباغ ثمــــــــــــــــــــرتـــــــــــــه سړی رسي
يابه خــوږ وي يا به خـــــــــــوږ لري په زړه کې
د نظرنــــــــــه چې ځيـــــــــــــــــګرته سړی رسي
دخپل سيــــــــوري نـــه به چرته سړی لاړ شي
بې له ياره به کوم درتـــــــــــــــــــــــه سړی رسي
چې طلب يې دجنــون په رنګ کې رنګ شي
دارمــــــــــان دقيصې سرتـــــــــــــه سړی رسي
جـــــــــــــــــــــوړوی شي دخبرې نـــــــــــــه خبرې
چې خبرې دبشرتــــــــــــــــــــــــــــــــه سړی رسي
چې چپـــــــــــــو دسمنـــــــــدرله غــاړه ورکړي
عندليبـــــــــه نوګـــــــــــــــوهرتــــــه سړی رسي