غزل

 

په هر  مین به خامخا دا امتــــــــــــــــــــــــــــحان تېریږي
چې محبت کې به له ګټي او تـــــــــــــــــــــــاوان تېریږي

ته ښه بې غمه په پاسته پــــــــــــــــــــالنګ خوبونه کوه
په مـــــــــــا غریب دلته اوږدې شپې د هجران تېریږي

یاره زموږ په خلکو څه عجب حـــــــــــــــــــالات راغلي
ځیني له سر تېریږي،ځیني له ایـــــــــــــــــــمان تېریږی

چـــا چې زمونږ پښتون غرور ته سپک نظر کړی دی
هغوۍ پـــــــــــــــه هر دور مختور له دې جهان تېریږي

ستـــــــــــــــــــــا له جفا نه پس په دې خبره پوه شومه زه
چې په دنیا کې هم قیامت پــــــــــــه یو انسان تېریږي

په دې ښه پوی شه چې دا ښکلي وفــــــــــــــا نه پېژني
ځکه مرګ غواړي خو ګوهر اوس له جــــانان تېریږي