نظم //روبینه احساس
د رواجونو زولنو کې راته
نور نو د ژوند تېرول ګران ښکاري
لکه شیبه په شيبه
ګرځم په څوکو د ازغو باندې
په ټول بدن باندې مې
سرکشه اور د هجر
غواړي په هره لحظه
ځان کې طاقت پېدا کړي
او بيا
زما پرېشانه ذلفې
ستا د وصال د پسرلي شمال ته
په انتظار پرتې وي
خو ته بيا هم رانشې
د رواجونو زولنو کې راته
نور نو د ژوند تېرول ګران ښکاري
زما "احساس" هر وختې
له داسې ژونده ځنې
هو بغاوت کړی دی