لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده افغان امنیتي ځواکونو ددې هېواد د عزت او ټولو ملي شتمنیو څخه په ډېره مېړانه ساتنه کړې او کوي يې ، او دوی تل د خپل سر په قیمت له دې هېواده ساتنه کړې ، ټولو ته څرګنده ده چې دوی د هېواد د ساتنې په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي .
افغان امنیتي ځواکونه چې ددې هېواد اصیل بچیان او ددې هېواد حقیقي مجاهدین دي اړتیا ده چې ولس يې ملاتړ وکړي .
همدا امنیتي ځواګونه دي چې د ټولنې وکړي په آرامه فضا کې ژوند کوي .
موږ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ولیدل چې د جګړې پرمهال همدا امنیتي ځواکونه و چې ولایتونه يې له سقوط څخه وژغورل ، او دښمن ته يې تل نه جبرانیدونکي تلفات ور اړولي .
زموږ امنیتي ځواکونو په ډېره لږه موده کې ډېر پیاوړي شول ، اوس موږ وینو چې له افغان امنیتي ځواکونو د ولس ملاتړ هم ډېر پراخ شوی دی .
اوس ولس پوهیږي چې همدا افغان امنیتي ځواکونه ددې هېواد اصیل وارثین دي ، دیني عالمانو ته هم اړتیا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې ولس ته تبلیغات وکړي ، وسله وال طالبان چې د پردیو موخو د تطبیق په خاطر په افغانستان کې د افغان ولس په وړاندې د جهاد په نوم نامشروع جګړه کوي په ځينو لرې سیمو کې ديني عالمانو ته اجازه نه ورکوي چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په جنازو کې ګډون وکړي ، ځکه دا دیني عالمان ددې وسله والو طالبانو له طرفه ګواښل کېږي موږ په ډېرو ځایونو کې ولیدل چې زموږ دیني عالمان د همدې وسله والو په بریدونو کې ووژل شول ، وسله والو طالبانو تل په خپلو ظالمانه بریدونو کې زموږ امنیتي ځواکونو ته يې تلفات
اوړلي او په شهادت يې رسولي ، خو همدا امنيتي ځواکونه دي چې کله يې هم خپله لاره نده پرېښې او د خپل هېواد ساتنې ته يې دوام ورکړی.
دا چې وايي د ولس زور د خدای (ج) زور دی نو د ولس ونډه د افغان امنیتي ځواکونو او همدا راز د نظام په پیاوړتیا کې ډېره اړینه ده کله چې ولس د خپل نظام او امنیتي ځواکونو تر څنګ ورېږي وسله وال يې په وړاندې هېڅ هم نه دي .
بدبختانه موږ د هېواد په ځينو سیمو کې خلک وینو چې د غير مسوولو وسله والو او طالبانو ملاتړ کوي او د هېواد د بې نظمۍ د پاره غير قانوني کړنې ترسره کوي دا راز کړنې د نظام په وړاندې ګواښ او ملي ګټو ته خیانت دی ، او همدا راز کړنې هېواد بحران طرف ته بیايي .
کله چې ولس له افغان امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ وکړي د فاسدو وسله والو او سیمه ييز غیر مسووله قوماندانانو په وړاندې ودرېږي زموږ امنیتي ځواکونه پیاوړي کېږي او د ټولو سر او مال په امان کې کېږي ، ځکه چې همدا غير مسووله وسله وال قوماندانانو د لاسه ولس ستړی دی او ترې په عذاب کې دي .
همدا امنیتي ځواکونه کولی شي ولس دداسې اشخاصو له شر څخه خلاص کړي ، صرف اړتیا ده چې ولس د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کړي .