طنز
محمود نظري

هیرجن ولس

یو وزیر خدمت نه کوي د جانان لپاره
هر یوخدمت کوي دګوند اوځان لپاره
ځکه هر ګونډ د وزیرانو سهمه غواړي
یاني وزارت غواړي دجیب جان لپاره

یوکام ښکاریده د تولوظلمونو تیر هیرجن
ځان یې ورساوه تر درمل شیر سرجن
ول په خپل غټ کور کي مي نفس تنګیږي
ا کسیجن راته ښکاري وخت تیرنایتروجن

ډاکټر یې وکتی نبض ول ته لا ژوندی يې؟!
سر دي درد کوي هم یې ډیر خوږلن
ول خوله مي وچه وچه کیږي ژبه بنده
ول پزه دي سره ده ا و سافت ویر خولن

ول دهوا په ګرمي کې مي خورا یخني کیږي
د یوناني طب په مزاج کې یم ډیر سړبچن
ول چې سترګي پټي کړې ایا خوب درځي؟!
ول هو یم د ورځي هم توره زن خوبژن

ول ستا تکلیف ډیر زیات خطر ناک دی
ستا په کروموزوم کې چلیري دپسات هیر جین
ول زما ناروغي علاج لري که نه اې پوهه طبیبه!
ول بد ن دي درد کوی یې په منځ کې د مېچن

ول وایه ډانګټره درملنه مي کیږي که یا
ول سخته ده دا مسله ده دپیر او جن
ول دا نا درمانه مرض لري کوم دوا او ټوټکه؟
ول یوازې دملي خیانت مه سه ته ډیر هیرجن

ته باید پرهیز وکړې لس کاله د ووت ورکولو
هغه چا چې په خبروکې یې شونډان سي ډیر ځګلن
هغه ته چې په کال کې خوله نه پریوي ان یو وار
پوست دبدن يې سوی وي خیرن او ډیر خچن

کالي یې تل ټول مردار وي او بې نمازه
دنیکه نیکه وي وږسترګې او ډیرڅوڅلن

ددې وخت واکمن وکیلان ټول هیره وه
چې د ټولو جنس دی له وخته تیر او عیب ژن
هیرول د افغانانو د سیاست یولوی مرض دی
مړه دي هغه خلک چې د خیانت دي ډیر هیرجن

چې يو وار یې په واک کې ولس ته امتحان ورکړی
هغه به بل شی وي ، نه وي بیخي شمشیر زن
هغه چې بې ځایه ډیر خوله اولاسونه ښوري
رایه مه ورکه خاین ته هغه چې دی ډیر ژاولن

ستا باید په یاد سي د واکمنو ټول ظلمونه
هغه چې خلک یې کړه سر او زیرګرومجن
هغه چې په زرو یې بیګناه لوټ او مړه کړه
هغه چې سوی د هر پردي موټران د اوبو ګېلن

هغه چې دمځکې غله اودقانون او وطن غله دي
پدرامان نظاریان منصوریان چې دي خورا ډیر غلن
هغه چې په زاریو وکیلان سوه بیا یې بې شرمي کوله
قدیران همایونان لالیان لکه سوسمار دی خیږن
که مو دا هیر کړه اې افغانه دسل په مرض مړې
همداسې بیا رانه ولې بهزادان چې له دننه دي چنجن

سړبچن (یخ مزاج)، خچن (ناولی)، څوڅلن(وږسترګی )