دطالبانو سياسي دفتر او درهبري شورا غړي ښاغلي شيرمحمد عباس ستانکزي په دې وروستيو کې د قطر دفتر په يوه مجلس کې دامارت په سياسي دفتر کې دمالي او اداري چارو په اړه په خپلو خبرو کې شهيد اميرالمؤمنين ملااخترمحمدمنصور په ظلم اوخيانت تورن کړی، په جاسوس او غله يې نومولی، او په سياسي دفتر کې د نوموړي ټولې لاسوهنې او مداخلې يې ظلم او خپلولي پالل ياد کړي دي او دې ته ورته نور فاحش الفاظ يې هم کارولي. 

 همدا وجه وه چې نن دلته د کويټې او پيښور په عامو مجالسو کې دشهيد منصور صاحب په حق کې دښاغلي ستانکزي ګستاخي او فحش ويلو په اړه موضوع ګرمه ده. او سخت غبرګونونه یی راپارولي دي، داپه داسي حال کې چې منصور صاحب ته له نژدي طالب مشرانو يو هم ستانکزی بلل کيده، او لومړی طالب مشر وه چې له شهيد منصور رحمه الله سره يې خپل بيعت اعلان کړ. 

دمنصور صاحب په اړه د نوموړي او په قطر او پاکستان کې دځينو نورو مصلحت او وخت پرستانو او داسلام او شريعت څخه ناخبرو کسانو تملق دی حد ته رسیدلی وه چې چا به ورسره بيعت نه ؤ کړی له اسلام څخه به يې خارج باله چې بیعت فرض دی، ده ولې نه دی کړی؟ نو له اسلام څخه خارج شو. همدا وجه وه چې دسياسي دفتر په مشرتوب ونازل شو او منصور صاحب ته نژدې کس شو. 

خو درې کاله وروسته ستانکزي صاحب دمنصور صاحب ټول اسرار دامارت د داسې وفادارو غړو په مخکې وويل، یا ورته ورسيدل چې هغوی د خپل امير حرمت له ايمانياتو څخه بولي‎، خو متاسفانه ديوې مياشتې له تيريدلو سره تراوسه نوموړی نه مجازات شو اونه يې په وړاندې کوم غبرګون وښودل شو. 

دښاغلي ستانکزي ناوړه کړنو په قطر کې دطالبانو سياسي دفتر تردې حده راورساوو چې اوس يې یوازې نوم پاتی دی او دیو تجارتي شرکت بڼه يې غوره کړې ده، دطالبانو مشرانو ترمنځ دمقابلې ميدان ګرځېدلی، په قطر اوپاکستان کې ميشت مشران هر يو په دې هڅه کې دی چې څه ډول دغه دفتر يا تر خپلې ولکې لاندې راولي او يا يې کم ترکمه تر خپل اغيز لاندې راولي ترڅو پرې خپلې شخصي ګټې ترلاسه او له بهرنيو هیوادونو او اشخاصو سره پرې اړيکې جوړې کړي. 

ښاغلی ستانکزی اوسمهال يوازې په ګپ شپ، ټوکو ټکالو، او په مجالسو کې په ريشخند او خنداګانو خپل وخت تیروی، نور هیڅ سياسي فعاليت نه لري. همدا لامل دی چې په امارت کې سياسي کشمکش رامنځته شوی، هرڅوک جلا جلا سياسي فعالیتونه ترسره کوي، چې لاندی طالب مشران پکې ترټولو ستره ونډه لري: 

۱: په پاکستان کې د امارت  مرستیال مشر ملا محمديعقوب او د هغه کاکا ملا عبدالمنان عمري ځان ته جلا سياسي فعاليتونه لري او استازي يې سعودي عربستان، ترکيه، ابو ظبي او نورو هیوادو ته تګ راتګ کوي. 

۲: ملا امير خان متقي چې دپاکستان لپاره دجاسوسۍ شل کلن مهارت او تجربه لري اوس دشيخ هبة الله اخوندزاده په استازيتوب په اسلام اباد کې دخپلو استخباراتي بادارانو ای اس ای اوپاکستاني چارواکو له لارې له روسيې، چين اونورو هيوادونو سره خپلې اړيکي په مخ بيايي.  

دغو استخباراتي اړيکو ته داهميت او پټ ساتلو په موخه، د طالبانو مشر تيره مياشت نوموړی په کويټه کې دخپل دفتر سکرتر هم وټاکه، ترڅو ورسره مستقيما په تماس کي وي، ځکه له پاکستان سره اړيکي طالب مشر ته حياتي ارزښت لري او دا ټاکنه يې دپاکستان په غوښتنه ترسره کړې. 

څرنګه چې په قطر کې سیاسی دفتر، له پاکستان څخه دطالبانو داستقلال ښودلو په موخه تاسیس شوی ؤ، پاکستان پرې سخت خوابدی ؤ، اوس نوموړی غواړي د پاکستان خوابدي لمنځه یوسي او دقطر سياسي دفتر دفعالیت مخه ونيسي نو ځکه يي ستانکزی خپل سرته پريښی، سیاسی فعالیت تری نه غواړی، او هرڅه په خپله خوښه دخپلو بادارانو په مشوره ترسره کوي. 

لرې نه ده چې دطالبانو سياسي دفتر ډېر ژر له  فلج کېدو سره مخ شي او مسؤليت به يې بيا دسياسي دفتر مشر او غړو ته راجع وي نه د امارت مشرتابه ته.