هر څوک باید خپل ظالم او خاین مهار کړي! (عبدالله وردک).
انګلستان - جولای - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د افغانستان اوسنی حالت باید هېچا ته د منلو وړ نه وي. ځکه چې په اوسني افغانستان کې د یوه چا ځان، مال، او عزت خوندي ندی.
په اسلام او وطن مین افغانان وروڼه او خویندې باید د ریښتینې ورورګلوۍ لاسونه یو او بل ته ورکړي، او په ګډه شپه او ورځ هڅه وکړي، چې دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی کېږدي.
نن سبا، په افغانستان کې، ځینې خلک هرشي ته متأسفانه قومي بڼه ورکوي، او دغه تګلاره، به د افغانستان غیرتمن خلک نور هم د بدبختۍ، بې عزتۍ، او ورانۍ لور ته ور نیږدې کړي.
که چېرې خدای ناخواسته، په پښتنو وروڼو او خویندو کې کوم څوک ظالم او خاین وي، نو تر ټولو لومړی، باید همدغه پښتانه وروره او خویندې، د خپل پښتون ظالم او خاین مخه ونیسي، او هغه ته ټول په زغرده ووایي، چې هغه باید له دغه کار نه لاس واخلي، او کنه، ټول پښتانه وروڼه او خویندې به، له ده سره مړی او ژوندی پرېږدي، او هغه به په ګډه لاس تړلی د قانون منګولو ته سپاري.
د یادولو وړ ده، چې کله مونږه د ظلم او خیانت خبره کوو، نو دغه ټکی باید ټولو قدرمنو لوستونکو ته د لمر په شان واضح وي، چې ټول شیان به د اسلام د سپېڅلي دین په تله تلل کیږي. یعني، ظلم او خیانت به هغه ته ویل کیږي، چې د اسلام د مقدس دین په نزد ظلم او خیانت وي. یا په بل عبارت، تله به نه د پښتون تله، نه د تاجک تله، نه د اوزبک تله، او نه د هزاره تله، وي، بلکه، تله به د اسلام مبارکه تله وي.
همدارنګه، که خدای ناخواسته، کوم تاجک ورور او یا خور ظالم او خاین وي، نو د هرڅه نه مخکې، پخپله په اسلام او وطن مین تاجک وروڼه او خویندې، باید د خپل ظالم او خاین په مقابل کې راپورته شي، او د خپل ظالم او خاین مخنیوی وکړي، او هغي ته په ډاګه ووایي، چې خپل ځان اصلاح کړي، او کنه، ټول تاجک وروڼه او خویندې، به د هغه په ضد ودرېږي، او هغه به په ګډه د قانون منګولو ته وسپاري.
همدارنګه، که خدای ناخواسته، دغه ظالمان او خاینان، د هزاره، اوزبک، او یا په نورو قدرمنو قومونو پورې تړلي وي، نو هغوی هم باید د خپل ظالم او خاین سره همدغه شانته چلند وکړي. دوی باید د خپلو ظالمانو او خاینو ملاتړ ونکړي، او هغه ته قومي بڼه ورنکړي، او هغه په ګډه قانون او عدالت ته وسپاري.
که خدای ناخواسته، پښتانه وروڼه او خویندې، تاجک وروڼه او خویندې، اوزبک وروڼه او خویندې، هزاره وروڼه او خویندې، او د نورو قومونو وروڼه او خویندې، د خپلو ظالمانو او خاینانو ملاتړ وکړي، او خپل ظالم او خاین ته د عادل او قهرمان په سترګه وګوري، نو بیا دغه وړۍ نه شړۍ کېږي، او مونږه ټول باید د خپل ایمان په حصه کې له سره تجدید نظر وکړو.
هېره دې نه وي، چې همدغه ذکر شوي اوصول باید د هر سیاسي ګوند، او مدني ټولنې، د غړو په هکله هم په عملي توګه پیاده شي، او د هر ګوند غړي، باید د هر څه نه مخکې د خپل ګوند ظالم او خاین مهار کړي.
د پام وړ ټکي:
که چېرې مونږه افغانان دېته آماده نه یو، چې خپلو ظالمانو او خاینانو ته، ظالمان او خاینان ووایو، نو بیا مونږه ټول خپلو ځانو ته دوکه ورکوو، او هوا ګزوو، او باید ټول خپل ځانونه، د الله(ج) سوال او ځواب ته آماده کړو، او هېره د نه وي، چې الله(ج) د مونږه د هرڅه نه خبر دی.
که چېرې، ټول په اسلام او وطن مین افغانان، په ریښتیا سره، خپل ځانونه د اسلام په رڼا کې، سره متحد نکړي، نو ډېر امکان لري، چې د اسلام او وطن دښمنان، د دوی د بې اتفاقۍ څخه د خپل ځان دپاره ناوړه ګټه پورته کړي، او بیا به هېڅ نوعه پښېمانى، کوم درد دوا نکړي.
په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم چې، الله(ج) د افغانانو وروڼو او خویندو ته، د اسلام په رڼا کې حقیقي پوهه په نصیب کړي، چې په ریښتیا سره، خپل دوست او دښمن وپېژني.
همدارنګه، زه یوځل بیا په ډېره عاجزۍ، دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com