موږ د سکانو په غم کې شریک یو!
لیکنه ـ پښتنه کلیواله
په افغانستان کې د لویو او کوچنیو قومونو تر څنګ اهل هنود د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په مختلفو سیمو او ولایتونو کې ژوند کړی دی ، چې اکثریت ېي په سوداګریزو چارو بوخت و.
دوی هم افغانان دي او د افغانستان تر هغه بیرغ لاندې چې کلیمه يې شریف پرې لیکل شوې ده افغانستان ته خدمت کوي ، د عسکري خدمت څخه نيولې بیا د هېواد تر آبادولو پورې د هر خدمت د پاره چمتو دي ، نوموړی قوم د خلکو سره دومره په مینه او ورورۍ کې ژوند کړی دی چې هيڅکله يې چاته ضرر ندی رسولی ، او نه يې د خپلې خاورې سره خیانت کړی دی په تېرو وختونو کې ډېر شمېر هندوان او سکان ، په افغانستان کې اوسېدل ځانګړي دیني ، مذهبي ، او کلتوري آزادۍ يې لرلې ، ښکلي د استوګنې کورونه يې لرل ، او همدا راز سوداګریز کاروبار يې درلودل ، او زموږ خلکو به ورته د احترام او عزت په سترګه کتل ، او دوی ته به يې د لالا او یا سردار په نوم خطاب کولو ، سیکان او هندوان د نورو افغانانو په ډول د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو تابع او د هغو له حکمونو څخه د ګټې برخمن و،د مشرانو په جرګه کې او د ولسي جرګې د استازیتوب د پاره ددوی دیوه استازي موجودیت ددې معنی لري چې دوی اوس هم په افغانستان کې د ټولو حقه حقونو څخه برخمن دي ، خو د څو تېرو لسیزو جګړو کې هندوان او سکان هم په امن کې پاتې نه شول ، ځينو جګړه مارو او چپاولګرو ددوی شتمنۍ په زور غصب ، او ډول ډول ظلمونه يې ورباندې وکړل او اکثریت هندوان او سکان يې د نورو افغانان په څېر له هېواد څخه تیښتې ته مجبور او ددوی په شتمنیو يې خیټې واچولې.
او یو تعداد کم شمېر کورنۍ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د افغان ولس سره یو ځای د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي یو تعداد استخباراتۍ کړۍ او سازمانونه چې د پولو هاخوا موقعیت لري هڅه کوي د خپلو شومو اهدافو د پاره د اوسیدونکو وروڼو، قومونو ،قبایلو میلیتونو ، او مذهبونو تر منځ نفاق ته لمن ووهي ، د تېرې یکشنبې په ورځ کله چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني جلال آباد ښار ته د خللو د ستونزو د اورېدو د پاره تللی وه ، د سکانو او هندوانو مشران هم د خپلو د خلکو د ستونزو د حل په غرض د جناب محترم ولسمشر حضور ته ورغلي وه ، د هېواد دښمنانو له موقع څخه په استفادې سکان د موټر بم چاودنه ترسره کړه ، چې په نتیجه کې یې یو شمېر زیاد سکان يې د خپل شومې موخې قرباني کړل .
د یادولو وړ ده چې دا پيښه نه یواځې د افغانستان دولت بلکې د هر افغان زړه ته ټکان ورکړی او عاملینو ته يې خپله کرکه او نفرت څرګند کړی دی .
او ددوی د کورنیو او خپلوانو سره يې غمرازي ښکاره کړې ده
د افغان ولس تر څنګ افغان ولسمشرد هېواد د سکانو او هندوانو ویرځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ وویل: دا پېښه یوه فاجعه وه او حکومت به یې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین به مجازات کړي.
د هېواد جمهور رئیس د دې ترڅنګ چې هندوان او سکان هېوادوال د افغانستان ویاړ وبلل وویل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي
زه په افغانستان کې ټولو اوسیدونکو سکانو او هندوانو ته پيغا م رسومه چې دوی یواځې ندي د افغانستان ټول ولس به یوه ورځ ددوی د وینو انتقام اخلي او تل به ددوی سره په ګډه ژوند کوي .
.