‎قانون باید ومنو!
‎لیکنه . ‌‌‌‌‌‌ډیوه افغان
‎کله چې یوه ټولنه پرمختګ کوي ، لومړنی شرط یې دا دی چې باید هغه ټولنه قانونمنده شي، د ټولنې ټول وګړي قانون په ځان و مني، که هغه عام ولس دی او یا هم دولتي چارواکي، ځکه همدا د قوانینو مراعات کول د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي، او حقونه هر وګړي ته په مساوي توګه رسېږي، دې سره دې عامو وګړو او دولتي چارواکو د ژوند امکانات یو څه مساوي کېږي.
‎د قانون په تطبیق سره موږ هغه هیلو ته رسېږو چې له ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلنو ترې بې برخې وُ.
‎موږ یو قانونمنده دولت ، او نظام لرو ، موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر قوي امنیتي ځواکونه لرو، موږ قوي هوا،يي پوځ لرو ، موږ عدلي او قضايي ارګانونه لرو ، دا ټول هغه څه دي چې په وخت سره د ولس ستونزو ته رسېدنه کولی شي، اوس نو غیرمسوولو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته څه اړتیا ده ؟
‎کلونه کېږي چې هېواد مو همدې غیرمسوولو وسله لرونکو ‌‌‌‌‌‌ډلو بحران ته طرف ته وړی دی ، همدې غیر مسووله وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو هېواد کې نا امنیوته زمینه برابره کړې ده ، د خلکو ځمکې یې غصب کړې دي، د خلکو ناموس ته یې لاس اوږود کړی ، له ولس څخه یې په زور پيسې او د هغو کورونه اخیستي، یعنې په ټوله کې دا ‌‌‌‌‌‌ډلې هېڅ ګټه ټولنې ته نه لري، موږ تل په دولت نیوکه کوله چې ولې د غاصبانو، قاتلانو ، او په ټوله کې د ټوپکسالارانو سره حساب نه کوي ؟ ولې دوی محاکمه کېږي نه او داسې زرګونه نورې خبرې او ګیلې راسره وې.
‎زموږ د ملي یووالي حکومت مشر ښاغلي غني صیب اوس د ټولو زورواکو ، غیر مسوولو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ، غاصبانو، قاتلانو، ظالمانو سره حساب کتاب پيل کړی دی اوس همدا ولسمشر به د همدې خلکو له مریو نه ددې ولس حقونه را باسي او بېرته به یې ولس ته ورکوي.
‎اوس نو ولس ته په کار ده چې د ولسمشر ددې راز کړنو ملاتړ وکړي او د قانون په تطبیق کې ورسره همکار واوسي، نه دا چې د یوه قاتل او ظالم په خاطر خپل نظام ګواښي نوره دا زور او زورواکۍ ختمې دي ، باید چې په افغانستان کې ټولې غیرمسوولې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ختمې شي ، دا هېواد دې اشخاصو ته هېڅ اړتیا نه لري ددې اشخاصو هېڅ راز خیر دې هېواد او ولس ته نه رسېږي.
‎ولس د هم ددې اشخاصو پر ځای د قانون او د نظام ملاتړ وکړي ځکه چې ولس ته د امکاناتو برابرول ، د خپلو حقونو څخه برخمن کېدل، ددوی ستونزو ته رسېدګي کول، دا ټول دولت کولی شي .
‎ولسمشر غني هغه څه څوک دی چې ددې هېواد بنیاد به له فساده ، او له ظلمه پاکوي ،ځکه چې ولس سره یې ژمنه کړې او بل دا چې ولسمشر په خپلو ژمنو کې یو قاطع شخص دی کله چې کومه ژمنه وکړي نو حتمن یې سر ته رسوي خو لږ وخت غواړي دا نو د ولس په همکارې او صبر پورې اړه لري.
‎زه په وروستۍ کې دا وایمه چې
‎اې ولسه! راځئ چې د ولسمشر کړنې تقدیر کړو ، د زورواکو په له منځه وړلو کې ورسره همکار واوسو د قانون په تطبیق کې ورسره هم قدمه واوسو ځکه چې دې کار سره زموږ د راتلونکو نسلونو ژوند هوسا کېږي او د افغانستان نوم ځلانده کېږي.
‎نن ورځ ولسمشر د لوړپوړو چارواکو محاکمې پيل دي نن ورځ ولسمشر د زورواکو سره حساب پيل دی دا هر څه وړه خبره نده دا ټول د ولس ملاتړ ته اړتیا لري .
‎قانونمنده ټولنه مو خپلو هیلو ته رسوي.