لاس یې په زړه ایښی وارخطا ښکاري
ستړې او ستومانه له دنیا ښکاري

څه چې درته وایم دروغ یې مه ګڼه
وګوره اوتره ده له ورا ښکاري

دا به وي د کبر او غرور نخښه
سمه غرڅنۍ غوندې رښتیا ښکاري

کله بیا له ژونده ماڼیجنه شي
کله مروره له هر چا ښکاري

نن په دغه لاره څوځل تیره شوه
زړه مې داسې وایي چې پخلا ښکاري

لویه لوپټه یې په سر کړې ده
سترګو کې یې ( وارثه ) چې حیا ښکاري

اوسلوـ ناروې