په دغه هیواد کې یوه ایرانۍ پناه غوښتونکې، ۲۶ کلنه مژګان معرفزاده، چې قابو پنځه کاله وړاندې له ایرانه اندونیزیا ته راغلې، وايي، هغې یو ځل هڅه وکړه ترڅو په غیرقانونې ډول په یوه کښتۍ کې استرالیا ته لاړه شي خو بریالۍ نشوه.
نوموړې وايي، وروسته هغې دا خبر ترلاسه کړو چې استرالیا ته تلونکې د کډوالو دغه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې.
مژګان وايي، چمتو ده ترڅو یوه دنده ولري، واده وکړي، ماشومان وزیږوي او خپل یو فامیل ولري، خو اندونیزیا کې دا ټول د هغې لپاره ممکن نه دي ځکه هغه یوه پناه غوښتونکې ده.
د اندونیزیا د قانون لمخې د مژګان لپاره واده کول، کار کول، زدکړې کول او آن ماشومان زیږول هم ناقانونه عمل بلل کیږي.
د نوموړې ژوند په تيرو پنځو کلونو کې که څه هم اندونیزیا کې خوندي او محفوظ دی، خو هغه لکه د یو بندي په شان محدوده ساتل شوې او ممکن تر اوږدې مودې راتلونکې یې هم همداسې وي.
مژګان تراوسه د قانون لمخې هیڅ جرم نه دې ترسره کړې، خو هغه په اصل کې یوه تښتیدلې پناه غوښتونکې ده چې اندونیزیا ته د ښه ژوند په لټه راغلې، او دا ممکن د ډیرو په آند یو دروند جرم اوسي.
په ورته وخت کې د یوې خپلواکې ادارې لخوا په خپور شوې راپور کې ویل شوې چې له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو ژوند د پخوا په پرتله له زیاتو ستونزو او کړاونو سره مخ شوې، چې له امله ډیری کډوال په خپل راتلونکي بې باوره شوي.