په دغه هیواد کې د میانمار زرګونه شمیر مسلمان روهنګیايي کډوال له څو کلونو راپدیخوا میشت دي، خو اوس د تایلینډ حکومت د ناراجستره کډوالو د نوي قانون په عملي کیدو سره ښايي ډیری دغه کډوال محاکمه او یا هم له دغه هیواده وشړل شي.
د تایلینډ حکومت خبرداری ورکړې چې د روان میلادي کال د جون میاشتې تر دیرشم تاریخه باید تایلینډ کې میشت ټول بهرني کډوال او کاریګر خپل ملي هویت تصدیق کړي، ترڅو هغوی وکولې شي د نوي قانون سره سم په دغه هیواد کې اوسیدولو او کار کولو ته ادامه ورکړي.
همدارنګه دغه هیواد ویلي که چیرې بهرني کډوال او کاریګر په دغه کار کې پاتې راغلل، نو هغوی به ناقانونه کډوال وګڼي او د نغدي جریمي سره سره هغوی به له تایلینډ څخه هم وباسي.
خو په ورته وخت کې د بشري حقونه یوه ډله وايي، چې د میانمار حکومت په تایلینډ کې میشتو خپلو مسلمان وګړو ته د اسنادو له ورکولو انکار کړې، چې له همدې امله زرګونه شمیر دغه کډوال نشي کولې تایلینډ کې خپل ملي هویت تثبیت کړي.
دغه ډله وايي، د میانمار حکومت په دې برخه کې له خپلو مسلمانو وګړو سره چې ډیری یې روهنګیایان دي، سیستماتیک تبعیضي چلند کوي او هغوی ته د اسنادو له ورکولو څخه ډډه کوي.
02.07.2018
- آرین صافې
په دغه هیواد کې یوه ایرانۍ پناه غوښتونکې، ۲۶ کلنه مژګان معرفزاده، چې قابو پنځه کاله وړاندې له ایرانه اندونیزیا ته راغلې، وايي، هغې یو ځل هڅه وکړه ترڅو په غیرقانونې ډول په یوه کښتۍ کې استرالیا ته لاړه شي خو بریالۍ نشوه.
نوموړې وايي، وروسته هغې دا خبر ترلاسه کړو چې استرالیا ته تلونکې د کډوالو دغه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې.
مژګان وايي، چمتو ده ترڅو یوه دنده ولري، واده وکړي، ماشومان وزیږوي او خپل یو فامیل ولري، خو اندونیزیا کې دا ټول د هغې لپاره ممکن نه دي ځکه هغه یوه پناه غوښتونک...
02.07.2018
- آرین صافې
افغان کډوال څه باندې درې لسیزې وړاندې پر افغانستان د پخوانې شوروي اتحاد له یرغل وروسته د میلیونو په تعداد کې ګاونډیو هیوادونو ته، په خاصه توګه ایران او پاکستان ته مهاجر شول، چې تراوسه پورې ګڼ شمیر دغه کډوال په یادو دوو هیوادونو کې میشت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي تیره چهارشنبه په یوه غونډه کې وویل، چې د دوو او دریو میلیونو وګړو ترمنځ افغان کډوال اوسمهال په ایران کې اوسیږي.
نوموړې وویل، دغه کډوال له تیرو دریو لسیزو راپدیخوا ایران کې زدکړو ته، روغتیايي خدمتونو ته...