د غزني ولایت ټاکنېز بهیر په دریو حوزو ویشل د ټاکنو د خپلواک کمېسون خورا په زړه پوري ابتکار او د ستاینې وړ اقدام دی
د ټاکنو خپلواک کمېسون د راتلونکې ولسې جرګي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په موخه د غزني ولایت په دریو حوزو وېشلی دی، داچې څرنګه به وېشل کیږي، پدې هکله یې تر اوسه سپېناوی نه دی کړی. خو دې اعلان د پارلمان د ننه او باندې یو لړ غبرګونونه را پارولي او داسې نیوکې او انګیرنې کیږي چې دا ډول اقدمات د یو ځانګړې قوم(پښتنو) د بریا په معنا دي. د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محقق او په ولسې جرګه کې د بدخشان استازې عبدالطیف پدرام دا کړنې فاشتې، سیهنوستې ... بللې دي، دوې واېي چې د ټاکنو خپلواک کمېسون باید دا پریکړه بیرته واخلئ. په پارلمان کې ناستو نورو استازو د پدرام د څرګندونو په بدل کې سخت غبرګون وښود او ګواښ یې وکړ چې څوک مخالفت وښيئ، له هغوې سره به قانونې چلند وکړي. د پدرام د خبرو سټېج یې ونړاوه او ده له ویرې د شورا تالار پریښود او وتښتیدو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسون له مسوولینو څخه مننه کوو چې پدې هکله یې ډیره پر ځای او رغنده پریکړه کړی، ځکه پخپله د غزنې ولایت په موجوده اوسېدونکو کې دا توان نشته چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه مناسبي وړتیاووې وښيې. همداراز په ولسې جرګه د مختلفو ولایتونو د پښتنو پرګنیو له استازو څخه هم مننه کوو چې ددې ملي مسلې د حل په موخه یې خپل مکلفیت ترسره کړ او شرمیدلې یې نور هم وشرماوه.
د غزني ولایت څوارلس ولسوالۍ لري چې اکثره یې پښتانه مېشته قومونه دي. په تېرو ولسې ټاکنو کې د ولایت په کچه د یو شمیر مکتبې ډلو نوماندانو نه غوښتل چې له دوې پرته بل څوک د غزني په استازیتوب و ولسې جرګې ته لار ومومی، او هرڅه باید د دوې په ګټه تمام شي. خومعیاري رائې یې هم ترلاسه نه کړي. لنډه داچې موضوع ځنډنې شوه. د وخت ولسمشر هم په ټول هېواد کې د ولسې جرګې ترسره شوي ټاکنې قانونې وبللي خو په غزني کې ترسره شوي ټاکنې یې یو اړخیزه بلکې ناسمې وګڼلي. یو شمیر روڼ اندو هم پدې هکله ځانګړې ستونزو وګاللې، د سیمې د مخورو او اړوندو کسانو د همغږي لپاره یې هڅې ترسره کړي، خو د هلو ځلو یې کومې پایلې تر سترګو نه شوي. وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسون له ناچارې د غزني د دوو ولسوالیو(ناور او جاغوري) هزاره توکم د غزني د یولسو استازو په نامه په ولسي جرګه ومنل. په هغه وخت کې همدا محقق او همدا عبدالطیف پدرام چې د ولسي جرګي غړي وو، او د حالاتو عینې شاهدان وو، هېڅ ډول غبرګون ونه ښود او نه یې دا وویل چې دلته قومي انډولې په پام کې نه ده نیول شوی. د اخلاقي، سجادي، تباهي... یې هرکلی وکړ او دوی ته یې د رښتېنو استازو په توګه د مینې غیږې وکړي او تر اوسه په اوسنې جرګه کې سره ناست دي. پدې دوران کې چې د جرګې د استازو په نامه کوم امتیازات او اجرات ترسره شول، هغه د دوې د خپلوانو او پلویانو په نصیب شول، د ولایت په کچه نور ټول اوسیدونکې له خپلو مدنې حقونو څخه محروم او په ناخبري کې پاتې شول، چې دا پخپل ذات کې یو لوی داستان دی چې په لیکلو یې کتابونه ډک کیږي.
خو ولسمشر غنې چې په سیاسي لحاظ سره خورا ښه لرلید لري او د هرڅه په هکله یې صوابدید هم پراخه او د منلو وړ دی. ده هم د ټاکنو د خپلواک کمېسون د مسوولېنو پریکړه تاید او منصفانه وبلله، چې دا پخپل ذات کې د یوې ملې وجېبي د ترسره کیدو غوره بیلګه ګڼل کیږي. ځکه د غزني ولایت د هېواد په معاصر تاریخ کې تل رغنده رول ترسره کړی. د هېواد د ختیځو او لودیځو اړیکو د پيوستون نقطه ده، او د وروستیو بیړنیو او نامطلوبو حالاتو په دوران کې دي سیمې د ټولو هېوادوالو په مخ غیږه پرانستې وه. بهرینو هېوادنو ته تلوونکې اکثره کډوال د غزني ولایت له اړوندو سیمو څخه تیر شول، چې د لوی چښتن په فضل او کرم سره چاته کومه بې عزتې یا دناموس ننګه وا نه وښته. همداسي د هېواد نورو برخو ته د سوداګرېږو او ارتیزاقي موادو د رسولو په اسانتیا کې هم ددې ولایت رول د ستاینې وړ ده چې څوک انکار تري نشي کولي. علاوه پردې، د هېواد د معاصر تاریخ په نظریاتي جګړو کې هم ددي ولایت ځانګړې حثیت دی، ځکه چې د ټولو ډلو مشران د غزني ولایت اوسیدونکې وو، او د کابل د(قلعه جواد) د حضراتو د خدام الفرقان د تجمع او فعالیتونو مرکز هم دا ولایت و، چې پلویان بیا په جهادي درشل کې را ښکاره شول، او د افغانستان د موجوده علمانو د شورا اکثره غړي هم د هغه نهضت روزل شوي شاکردان وو.
ددې ټولو وصفي شواهدو په رڼا کې بیا هم ددې ولایت هغو معنوی ارزښتونو ته د قدر په سترګه و نه کتل شو او همداسي بې توپيره پاته شو. خو دا ګناه زه د چارواکو او نورو اړوندو ارګانونو نه ګڼم، بلکې پدې کې مقصر او ګرم ټول همدا څو اوسنې غزني میشت پښتانه مشران دي، چې دا ولایت یې له داسي ناخوالو سره مخامخ کړی دی. اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسون ددې ولایت د معنوي وړتیا د بیا راژوندی کولو او ولسې پرګنیو ته د حقونو د بحالي په هکله کومه پریکړه کړي، ډېره مدبرانه او د خورا ستاینو وړ ده. الله تعالي د دوی ته په خپلو چارو کې نورې شاندارې بریاوي ور په برخه کړي. را به شو د محقق او پدرام د څرګندونو په هکله به بیا داسي ووایو چې که په رښتیا دوی د ملې یووالې د ساتنې پلویان او حقیقي ژغورنکي دي، نو پنځه کال وړاندې به یې د وخت د عینې شواهدو په شتون کې داسي غږونه اوچت کړي وو چې د غزني ولایت استازي یوازي د یو قوم(هزاره) او یوې سمیې اوسیدونکې وو. د ټاکنو د خپلواک کمېسون د اوسنې پریکړې او ارزونو په هکله به یې ویلې وو چې دا غوره او د انصاف وړ اقدامات دي، ځکه ټولو میشتو توکمو ته په ټاکنو کې ونډه ورکړي شويده. خو دوې چې تل د خپلي ملي خوږې (درې) ژبې پر ځاې د فارسیانو د اصطلاحاتو تقلید کوي، او د فاطمیون (افغان سړی وژنکې) ډلې ته د اصلي فدایانو خطاب کوي، نو له ورایه جوتیږي، چې د دوې دا ډول څرګندونو او کړنې د پردیو په اشارو سره ترسره کیږي او د ښکاره لمسون نښې له ورایه پکې لیدل کیږي. دوی دداسي مغرضانه حربو او ضربو په استعمالولو سره کرکي را مینځ ته کوي او د ملي یووالې پروسي ته زیان رسوي. دا ډول څرګندونې په هېواد کې په رښتیا هم د بې باوری فضا د ودې لامل کیږي، خو دوی یې په ویاړ سره د خپلو بادارانو د خوشحالی په موخه ترسره کوي تر څو شخصي غنمتونه نور هم زیات ترلاسه کړي.