د یو نوي راپور لمخې د آسترالیا هیواد د نړۍ د شتمنو وګړو د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره د یو غوره ځای په توګه خپل لومړی مقام د پرله پسې دریم کال لپاره ثابت ساتلې.

د دغه هیواد آسیا ته نږدې موقعیت او د خوندي چاپيریال درلودل او همدارنګه د مالیاتو نسبي کموالې هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه هیواد یې د نړي د میلیونر وګړو د مهاجرت لپاره د خوښې وړ منزل ټاکلې.

دغه راپور وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه قابو لس زره شتمن وګړي چې د هر کس شخصي پانګه لږترلږه له یو میلیون ډالره زیاته وه استرالیا ته د هستوګنې لپاره مهاجر شوي.

همدارنګه په راپور کې د استرالیا د ملبورن او سیډني ښارونه د نړۍ د هغه لس شتمنو ښارونو په نوملړ کې راغلي چې ترټولو زیات میلیونر وګړي پکې ژوند کوي.

دغه راپور لیکي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې قابو ۹۵ زره میلیونرانو خپل د هستوګنې هیوادونه تبدیل کړي او پرځاي یې نورو هیوادونو ته مهاجر شوي، چې د شتمنو وګړو د هیوادونو د بدلولو په شمیره کې یې د تیرو کلونو په پرتله ۱۵ سلنه بیسارې لوړوالې راوستې.

د راپور لمخې د دغه کار له امله ترټولو زیات د برتانیا هیواد اغیزمن شوې ځکه دغه هیواد په ۲۰۱۷ کال کې قابو څلور زره میلیونر وګړي له لاسه ورکړي.

همداشان یاد راپور د استرالیا په اړه زیاتوي، چې دغه هیواد اوسمهال د نړۍ نهم شتمن هیواد دی چې ۶.۱۴ ټریلیونه شخصي پانګه لری. خو په راپور کې همدارنګه وړاندوینه شوې چې په ۲۰۲۷ میلادي کال کې به استرالیا له کاناډا او فرانسې هم مخکې شي او د نړۍ د اووم شتمن هیواد مقام به ترلاسه کړي.