دغه هیواد کې د بارانونو او د سیلابونو د راوتلو ترټولو خراب موسم یعنی مانسون پیل شوې چې له امله یې په دغه هیواد کې میشت سلګونه زره روهنګیايي کډوال له سختو خطرونو سره مخ دي.

د راپورنو په حواله د میانمار څخه مهاجر شوي روهنګیايي کډوال د بنګله دیش په هغو سیمو کې میشت دي چې د ځمکې د ښوییدو ترټولو زیات امکان هلته شته.

خیریه ټولنې وايي، د بنګله دیش د کاکس بازار په سیمه کې چې لږترلږه دوه لکه روهنګیايي کډوال هلته ژوند کوي د ځمکو د ښوییدنې او سیلابونو له لوړ خطر سره مخ دي.

خیریه ټولنې همدارنګه وايي دغه کډوال د موسمي ناروغیو لکه کولرا او محرقې له خطر سره هم مخ دي چې که له وړاندې ورته وقایوي چمتووالې ونه نیول شي نو ښايي مرګونې پایلې ولري.

بنګله دیش کې د جون، جولۍ او آګست میاشتې د مانسون ترټولو سختې میاشتې دي چې ډیری وختونه د دغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د لویو او کوچنیو سیلابونو د راوتلو لامل ګرځي.

دغه هیواد کې د کډوالو سره د مرستې نارویجې ادارې مشر سټوفانین لومهارډ وايي، چې که څه هم اوس مونږ د مانسون په لومړي پړاو کې قرار لرو خو بیا هم له مختلفو سیمو څخه د ځمکو د ښوییدنو او سیلابونو خبرونه ترلاسه کوو.

نوموړی وايي، مونږ باوري یو چې دا پیښې به له بده مرغه په راتلونکو دوو میاشتو کې نورې هم زیاتې شي او باید وار له مخه ورته د بنګله دیش حکومت او نړیوالې خیریه ټولنې چمتووالې ونیسي.