‎سوله په تشدد نه غواړو!
‎موږ د سولې ارمانجن ملت یوه موخه لرو هغه هم سوله ‌افغان دولت او افغانانو کله هم سوله د وینو په بهیدلو نده غوښتې دوی تل د خبرو د لارې د ټولو ستونزو هواری او وسله والو سره سوله غوښتې.
‎ولسمشر له وسله والو سره اوربند اعلان دا ددې په معنی نه وه چې زموږ دولت د ناتوانه شوی وي او یاد زموږ امنیتي ځواکونه ضعیف وي.
‎جګړه په هر حالت کې کېدله خو دواړو غاړو ته وینې تویېدلې.
‎ولسمشر ټولو انساني او اسلامي اصولو ته په کتو ، ددې لپاره چې وسله والو ته د سولې انګېزه ورکړي ، د اوربند اعلان یې وکړ ، دې خبره کې هېڅ کومه تېروتنه نشته د ولسمشر له دې پرېکړې په کورنۍ او نړیوالې کچې هرکلی وشو.
‎دا اور بند ددې په معنی وه چې افغانان تشدد نه غواړي افغانان غواړي په عدم تشدد سولې ته ورسېږي .
‎د ولسمشر د اوربند له اعلان سره سم وسله والو طالبانو هم په خپلو جنګیالیو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې به له جګړې لاس اخلي، له دې سره سم د طالبانو ملا رسول ‌‌‌‌‌‌ډلې هم پر خپلو جنګیالیو غږ وکړ چې د روژې او اختر په ورځو کې له جګړې لاس واخلي، د اوربند غږ افغان حکومت وکړ ، او دوام یې وسله والو طالبانو وکړ ، سره له دې چې د نظام داخلي مخالفینو سخت غبرګون وښود چې ګواکې دا اوربند به یوې نیابتي جګړې ته لاره هواره کړي ، خو داسې نده د نظام مخالفین خپلې شخصي ګټې په جګړه کې خوندي ګوري .
‎اوس نو داسې هیلې شته چې دا اوربند به درې میاشتو ته وغزېږي ، افغانان باید ددې پروسې کلک ملاتړ وکړي دا هغه فرصت دی چې موږ سولې ته پرې رسېدلی شو ، نور به ددې وطن زمریان امنیتي ځواکونه په جګړه کې نه شهیدانېږي، او نور به هغه مخالفه ‌‌‌‌‌‌ډله چې د هر مجبوریت د لارې یې وسله را اخیستې وه او د حکومت په وړاندې جنګېدل او بیا به یې خپل ژوند د لاسه ورکولو او کورنۍ به یې بې سرپرسته پاتې کېدې دوی به نور د عزت ژوند کوي.
‎دواړو خواو دا درک ده چې وینه په وینه نه مینځل کېږي.
‎زموږ دولت له اسلامي حزب سره په ‌‌‌‌‌‌ډېر درناوي سوله پيل کړه چې په لږه موده کې یې د احترامانه مذاکراتو د لارې اسلامي حزب چمتو شو چې له افغان حکومت سره سوله وکړي دا دی نن اسلامي حزب د یوه رسمي حزب په توګه په افغانستان کې فعالیت لري او کولی شي په دولت کې استازي ولري همدا راز په ټاکنو کې برخه واخلي ، یعنې له ټولو حقونو برخمن دي.
‎اوس که طالبان هم دې اوربند ته دوام ورکړي او له افغان حکومت سره سوله وکړي دوی به هم د یوه رسمي حزب په توګه دلته فعالیت ولري له ټولو حقونو به برخمن وي او کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي حتی سیاسي قدرت ته ورسېږي ، خو که بیا هم دوی د تشدد لاره غوره کړه بیا به بیچاره افغانان پکې قرباني کېږي.
‎زموږ هیله د عدم تشدد د لارې سولې ته رسېدل دي.
‎مینه منګل