غزل
خــــــــــــوبــــــولې خیالیګرې ،خیالیګري
سترګې مړې وړه  ،جادوګرې خیالیګرې

زه یې اورمه د روح مړښــــت مــــې نشته
ستــــا خبــــرې دې سندرې خیالیـــګرې

بیا د ژوبـــــل کلي یاد یې دی په سترګو
بیا یې توی  کړې ملغـــلــــرې خیالیګرې

یو خو ستا ښایست بې باکه کړي موجونه
بل مې ګوتې انځورګــــــــــــرې خیالیګرې

پښتنه یې ورته ژوند دې غــــــوره کړی
خپل شهید ته منجورې خیــــــــالیګرې

فضل الربي رستم