جانانه ته به کله راشې


له ډیرې مودې راهیسې رنګارنګ  ګلونه ټولوم او د داسي ورځي د راتلو په تمه یم چې ته راشي ، زه د ا ټول ګلونه چې تر اوسه مي راټول کړي دي د هر چانه پټ درباندې وشیندم او درته ووایم چې جانانه زه خو ټوله ستا یم او درسره مینه کوم .خو ګرانه جانانه ته به کله راشي ؟،نور خو ستا په انتظار کې ستومانه شوي یم
تا لیکلی وو تر څو چې پيسي ونه ګټی نه راځي،نو زه غواړم وپوهیږم چې تر څو به د پیسو د ګټلو په وجه زموږ د سترګو څخه په غرونو ځنګلونو او سمندونو پنا ژوند تیروي
آیا موږ نه درته یادیږو؟
آیا زموږ سره مینه نه کوي؟
آیا ګران وطن درته نه یادیږې؟
له هغې ورځي وروسته چې خبر رارسیدلی دی چي ته نه راځي د ژړا په اوښکو ټول شوي ګلونه درته تازه ساتم او په پنځه وخته لمونځ کې دغه سوال کوم چې که په سترګو د نه شم لیدای نو خدای د راته په خوب کې راوله چې درته د خپل غمجن زړه حال څرګند کړم او هم په خپلو اوښکو لمبیدلي ګلان درباندې وشیندم . خو زما جانانه له ډیر انتظار وروسته مي مهربان خدای سوال قبول کړ هغه داسي چې ما خوب ولید ،او په خوب کې مي یو زوراور توپان د ګلونو د پنډوکې سره يو ځای په هوا کړي ، او د ډیر ځنډ څخه وروسته مي یوه دنګه ونه د توپان د ورستیو څپو څخه راونیسي ، چې کله په حال راشم بل وطن وي او د ونې لاندې تا په خپلو سترګو ووینم چې په کار کولو باندې لګیا وي ، او بیا زه په خوشالۍ سره د پنډوکی څخه ګلونه راوباسم،او ورو ورو یې درباندې
وشیندم او درته ووایم چې جانانه زه خو ټوله ستا یم او درسره مینه کوم ،خو چې کله ته راوګورې له ډیره شرمه پنډوکی رانه په هوا شې او زه دې په داسي حالت کې غیږ ته ولویږمه چې د پاسه راباندې د ګلونه باران شي ، او بیا مي ته په دواړو سترګو ښکول کړي او راته ووایې چې ای لیونۍ ما تاته کله ویلي دي چي درسره مینه نه کوم او یا ته زما نه یې خو هسې پښتانه خلک یو، هر څه به په زړونو کې ساتو چې څوګ خبر نه شي.دا چې له ستا د میني،دوستانو او وطن څخه لیرې ژوند تیروم وجه یې داده چې دمزدورې په واسطه غواړم دومره پیسي وګټم تر څو ستا د ولور او زموږ د واده آرمان پوره شي.

داود لټون