چاودنه

زلمي چی بډې یې تر ټوټاکيو پورې غړلې وې د کور په وره رادننه شو . بیلچه یې د نغري دیوال ته ودراوله او مخامخ د کوهي غاړې ته ور روان شو . په خټو ککړې خپې او ګرد وهلی مخ یې ومینځه بیا یې په مورکۍ غږ وکړ .سپين سرې موریې چی د زلمي زوړ کمیس ئی په لاس کې نیولی وو غوښتل یې چی شلیدلی نستوڼی ورپیوند کړي د زلمي خوا ته راغله .ځویه ستړې مشې راغلې اوبه خور دې وکړ .او مورجانې ومې کړ . مورې ماته دې لږ ې پیسې راخیستې وای چی بازار ته لاړ شم  د سبزۍ تخمونه راوړم ځکه چی روژه ډېره رانږدې شوې ایله چې روژې ته سبزي ورسیږي او په روژه کې د سبزۍ اخستونکي ډېر وي ډېرې پیسې به لاس ته راشي .سمه ده  زویه ته لږ صبر وکړه چی چائ مې جوش کړی هغه وڅکه بیا به لاړ شې . زلمي وویل سمه ده  مورکې . مور یې لاړه د لږ ځنډ وروسته یې چائ راوړ . مور او ځوې دواړه د توت د ونې لاندې ته سره کېناستل . مور یې وویل زویه زه خو وایم چی د ځمکې نه نور تېر شه خرڅه یې کړه او د نازو غم وکړه ځکه چی دا  څلور پينځه کاله د پلار په کور ناسته ده او زما هم دغه یواځینی ارمان دی چې د  نازو لاسونه د واده په نکریزو سره ووینم .او خپل کور ته یې راولم  .زلمي خبره ورپرې کړه نه مورجانې هر څه به سم شي خو زه د پلار نه راته پاتې ځمکه نشم خرڅولې څومره په خوارۍ به یې اخستي وي او د پلارجان خو مې دغه اخري نښه ده . دا د کلي خلک به څه وایې؟ مور یې  ویل ښه ز ویه چی څنګه دې خوښه وي . زلمي د چای پیاله ختمه کړه او مور ته وویل . مورې پیسی دې رواخیستې ؟ هو زویه دادي درکوم ېې مور یې پیسې د ټیکري  له پیڅکې راخلاصې کړې اوزلمي ته یې ورکړې او ویل  یې زویه ! بیګاه مې  ډېر ګډوډ خوبونه لیدلي  ،د ځان سره به ډېر پام کوې. زلمي وخندل او و یې ویل اۍ زما ساده مورجانې وس خو زه وړوکې نه یم چی موټر می ووهي .او خپل څادر چی څوځايه پیوند شوې وو په مټ کړ او له کوره ووت. په کوڅه کی روان وو چی ناڅاپه یې د نازو په کشري ورور  سترګې ولګیدې او غږ یې پرې وکړ . سمیر دلته راشه . سمیر په منډه د زلمي خواته راغلو او ویې ویل زلمی کاکا ستړی مشې څه دې ویل .

 ته داسې وکړه چی منډه کړه هله نازو ته ووایه چی زه بازار ته ځم  څه خو به غواړي نه؟ خو چی څوګ درنه خبر نشي ښه . سمیر وویل سمه ده دادی لاړم خود بازار نه به ما ته هم د لوبو شیان راوړې. زلمي وخندل ښه درته راوړمه یې . سمیر له عمره کم  خو په عقل ډېر پوخ وو. دلګ ځنډ وروسته سمیر راغی او زلمي ته ئی وويل کاکا نازو وايي چی باغ ته د ې راشي .زلمی د  باغ پر لور ورروان شو له لږې شیبې وروسته باغ ته وروسید ګوري چی نازو ولاړه ده . نازو په لاړزیدونکو لاسونو ستړي مشي ورکړه او وې ویل . چرته ځې ؟ زلمي وویل  بازار ته روان یم ستا خو به څه پکار نه وي چی درته یې راوړم ؟نازو مسکۍ شوه او وې ویل بنګړي می پکار دي خو چی پیسې به درسره وي او که نه؟ زلمي ویل ګرانې راسره شته داسې بنګړي به درته راوړم چی په زړه کې به دعاکانې راته وکړې . نازو وويل  خو چی ډېرقیمت لرونکي نه وي . زلمي وویل سمه ده  ګرانې بس نور سره رخصت یو په خدای (ج) دې سپارم. زلمی نو ر روان شو اونازو تر هغې پورې په زلمي پسې ولاړه چی تر څو ترينه پناه  شوی نه وو. دغرمې یوو لس بجې وې چې زلمی بازار ته ورسید. اول یې تخمونه رواخیستل او بیا د بنګړیو په طرف ور روان شو .ډېر دوکانونه یې ولټول خو نازو ته یې بنګړي نه خوښیدل اخر  یې بنګړي هم واخیستل او د لوی سرک په څنډه یې د خپل کلي مخه ونیوه . دلته ګڼ شمېر پولیس دریدلي وو  ،چی څنګه دپولیسو خوا ته وروسید نو د پولیسو په موټر چاودنه وشوه .ځواني مر ګ زلمی چی تخمونه یې  په وینو کې خواره واره پراته ؤ ، او د ماتو بنګړېو ټوټي یې  په ټټر کی ټومبل شوې وې د د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .


یاسین شفق

سعودي عرب ریاض