مــــــــــــــورې            
 
مــورې چې به تا غیږه کې واخیستم
 ماوې که دونیـــاغیږه کې واخیستم
 ژمی به ؤ واورې به وې یــــــــــــخ به ؤ
 زه به دې تـــودا غیږه کې واخیستــــم
 شوربه شـــوچورلکوکړنګهاربه شو
 زربـه دې په شپا غیږه کې واخیستم
ډیرپه اخترام لکه کتاب غــــــــوندې
داسې دې صفـــــاغیږه کې واخیستم
مایې چې پاک نوم په زبان واخستـو
 شـــــــکر هغه چـا غیږه کی واخیستم
مــــــــــابه د مستۍ ځینې ژړه کړ لــــه
 تا بــه پــه بیابیا غیږه کې واخیستم
 او س دې نظري پښتـــــــوغزل لیکم
 تاچې پښتنا غیږه کې واخیستـــــــم

 ولي محمد نظري خوست