غزل                    

                   چې له حيادې اننګـــــــو ته دګل كډه راغـلــــــــــــــــــه
                   دعقـل كلي ته مې هـــــــم دغزل ګـــــډه راغلــــــــــــــــه

 سپرلى سپرلى اوســــــــــه زما دزړه دچــــم واكداره
 داستاثنا ته مې دخيـــــــــــــــال دبلبل کــــــــډه راغله
 
دومره مې زړه پر تا ډاډه شـــــــــــــــوپه تاونازېـــــــدم
تاوا چې خـــــاص لكه زمونږه دخپــــــــــل كډه راغله

 هريوقـــــــــــدم يې رانه ښــــــــكل كړ د باڼو په څوكو
دزړه منزل تـــــــــه مې د ستړي مزل كړه راغلـــــــــــــــه

 لكه زمـــــــــــــا دغزل تـــــــــوري چې خواره واره ځي
داسى په ټنـــــــــــــډه دې خواره  د اوربل كـــډه راغله

 پوي شوم چې بيا نن دسبيل روښان نه زړه اوباسي
 بيا دې ادا كې نوي نوي د چــــــــــــــل كډه راغلــــــــــه
»»»
سبیل روښان سعودي عرب