هغه واړوکی ماشوم
  په موریې دومره ګران دی
  له خویه شوخ او شیطان
 په تن کمزوری غوندې
 سترګې کږې غوندې دي
مګرخوږې غوندې دي
  له چا نه نه ‌ډارېږي
دهرچاغيږې ته ځي
  ټول ورته خپل ښکارېږي
ورسره لوبې کوي
   خوله یې له خندا ډکه وي
ځکه یې مور غریبه
که څه هم ښکلی نه دی
هاغه په تورو ویښتو
یوه شنه کونجکه تړي
چې له نظره نه شي
چې له نظره نه شي