كلنګ                                 

    وخت چـــــې دمـړوسترګودجنګ و زه خوارۍ پسي تلم
                                    ښکلې چې ستـــاوربل ړنګ بنګ و زه خوارۍ پسي تلم                               

 مادتنکۍ ځـــــوانـــــۍ پـــــه تاندو شیبوخاورې خوړې 
    ستاپه ځوانۍ چې خواره بنګ و زه خوارۍ پـــسي تـــلم
                                      
ملنګ ارمـــــــان بــــه مـــې دمینې کچکول تش ګرځاوه
پاتې په تادخولې کلـــــنــــګ و زه خــــــوارۍ پـــسي تلم

ستادځلاندو سترګووړانـــــــګې ورتــــــه نــــه رسیـدې
زماپه خاطر دغربت زنګ و زه خـــــــوارۍ پــــسي تــــلم

په دې میــــــــن کـــــلی کـــــې خدایږو بس په مابدمرغه
حرام دمستوبنګړوشـــــــــرنــــګ و زه خوارۍ پسي تلم

ستړی قسمت و غضري پــــــــــه ړنـــــدو لاتـــــروســروم
په تا فراق ته دیارڅنګ و زه خـــــــــــوارۍ پــــسي تـــــلم

۱۳۸۶/۵/۱۹ساجرسعودي عرب