بیا مې په سترگو کې ونه غړیګې
بیا مې د خیال مرغه راوا نه نیسې
زمونږ فکرونه د یو بله سره
لکه اسمان او ځمکه فرق لري
ته مې دخیال په ټال کښی تل زانګې
زما تصویر دې له خپل خیاله ایستی
د پروسږن مړي په شان دې زه هېر کړی یمه
ګرانی ته پوه یې چې ته څه کړي دي؟
زما تصویر چې ته له خیاله ایستې
دا خو په دې مانا  ده
لکه فقیر چې څوک له دره شړي
هسی نه ګرانې ګهنګاره به شي
زما تصویر له خیاله مه وباسه
دغه فقیر له خیاله مه وباسه
ما خو له تا سره دا مینه کړي
ته مې هم ګوره دوفا په نظر
چی دځوانۍ له ژونده خوندواخلمه
          
*****

 

        یاسین شفق