غزل
زړه می سپــــــــــــک شي کله کلـــــــــــــــه چې ژړا درپسې وکړم
لپــــــــــــه ډکه کړم د اوښکـــــــــــــــو چې دعــــــــــا درپسې وکړم
ای د ستړي خیــــــــــــــــال تصویره څــــــــــــه په گرانه دې راخلم
پـــــــــــــه تیـــــــــــاره کې دې رانیسم چې رڼا درپسې وکــــــــــړم
اوښکې خورم چې څوک خبر نه کړي د زړه شونډې لندې کړم
پـــــــــه ظاهره ځکــــــــــــه داسې مخ رویا درپسې وکــــــــــــــــړم
د ارمـــــــــــــان د خیـــــــــــــال وزرې مې دستا قــــــــدم ته ایښي
دغه هم ستـــــــــــــــا برکت دی چی هـــــــــــــــــــــوا درپسې وکړم
د سپوږمۍ غـــــــــوندې مې مـخ ته لږ په ځیر،ځیر راته گوره
زه هم ستـــــــــــــوری په تا یاد یم چې ځـــــــــــــــلا درپسې وکړم
بیا هم کمه دا روښــــــــــــــــــانه چې د وینو څاڅــــــــــکي نه وي
که هر څــــــــــــــو د سپینـــــــــــــو اوښکو بدراگه درپسې وکړم