غم یې په بل غـم باندې سپـــــارلی یم
عشق په وير مــاتم باندې سپارلی يم
اوښکې مې ګرېـوان لاره رانیسې تل
خيال دې بس په نم باندې سپارلی یم
څــــــــارم د راتلــــــــــو لاره یې څـــارمه
يار مې خــــالي چم باندې سپارلی يم
لاره د خلاصــــــــون ېې رانه وراکه ده
هــجردې ستـــــــــــم باندې سپارلی یم
ليکم پرې ياسين شفـــــق د غم کېسې
درد دې په قلــم باندې سپـــــــــارلی یم
»»»
یاسین شفق سعودی عرب