دخيــال لاســـونه ترې چاپېر کړم نور څه وس نلرم
ځـان می د ځانه ځينې هېر کړم نو ر څـــه وس نلرم

بېرته به رانشي هيـــــــڅ کلــــــه که یې وغواړې ته
روح به مې داسې مسافر کړم نور څــــــه وس نلرم

دزړه نيـــالګی مې راخړوب کړه د وصــال په وبو
دځــــان قاتل به ځان اخير کړم نور څـــــه وس نلرم

په تصـــــور کې ورنږدې شم ترې بوسه واخلمــــــه
تصوېردې شونډو ته راتېرکړم نورڅــــه وس نلرم

ياسين شفق يم نن هــــــجران په ځنــــــــځېرو تړلی
درته ډالی به دغــــــــــه شعر کړم نورڅـــه وس نلرم

 ........................................................................................................

یاسین شفق/سعودي عرب