غزل

سترگې په سترګـــو نې پوهیږي زړه په زړه پوهیږي
یاران دیو دبل عــــــــــادت باندې ډېر ښــــــه پوهیږي
کوم زړه چی زړه ســـــــــاتي د بل د زړګي قــــدر کوي
چـــــا چې د بل زړه وي ازار په دې هغــــــــــــه پوهیږي
سپک به د سپکو سره ځان په سپکو سپک یادوي
خپلـــــــــه چې دروند وي له فطرته په درانه پوهیږي
چر ته بینــــــــــه د نا بینــــــه کارونه نشي کـــــــــــــــــوی
داسې په کار نې دا بینـــــــــــــه چرته ړانده پـــــوهیږي
په ژبه گونـــــــــــــــگ ته به په لاس باندې خبرې کوې
داسې د شـــــــــــــونډو په قیصو باندې کاڼه پوهیږي
وچ به د وچـــــــــو سره ځان په وچـــــــــــــــو وچ تېراوي
دغه هم شرط دی د لنـــــــــــــــــــــــدو سره لنده پوهیږي
چرته ژواندی په قبریستان کې تیراوی شي ژوندون
ژوندی په زمکـــــــــــــه د لحــــــــد په عمر مړ پوهیږي
روښـــــــــــانه! هر څوک نن د خپلــــــو په پل پل اخلي
گران دی چې خپلــــو کې به یو شان پښتانه پوهیږي
.............................................................

سبیل روښان سعودی عرب جده